صرف شش مرکز انتخاباتى در تخار تحت تهديد قرار دارد

 
تالقان (پژواک ١٥ سلواغه ٩٢): د تخار ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې شپږ ټاکنيز مرکزونه تر اوچت امنيتي ګواښ لاندې دي او يوه اندازه چاودېدونکي توکي، چې د ټاکنيزو مبارزو د ګډوډۍ په موخه ځاى پر ځاى شوي وو، نيول شوي دي.
د تخار امنيه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني نن په يوه خبره غونډه کې وويل، چې د ټاکنو کمېسيون له خوا د ټاکل شوو ٢١٥ مرکزونو ٩ يې په اشکمش ولسوالۍ او دوه نور په خواجه غار ولسوالۍ کې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.
خو هغه زياته کړه، چې اوس مهال د دغو دوو مرکزونو امنيت خوندي شوى او د ٩ نورو مرکزونو له ډلې د دريو امنيت د سولې له پروسې سره د يوې شپږ کسيزې وسله والې ډلې له يو ځاى کېدو سره ښه شوى دى.
قطغني زياته کړه، چې يواځې شپږ نور مرکزونه تر اوچت امنيتي ګواښ لاندې دي، چې هغه به هم د راتلونکي کال ټاکنو (د وري ١٦مه) له تر سره کېدو مخکې پر امنو ساحو بدل شي.
د تخار امنيه قوماندان وايي، چې په ټول کې امنيتي وضعيت ښه دى، خو کله کله وسله وال مخالفين د بغلان له برکې ولسوالۍ اشکمش ولسوالۍ ته ځي او امنيتي اندېښنې رامنځته کوي، چې دا به هم دعملياتو په ترسره کولو لرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تخار کې د ټاکنو ساحوي دفتر په دې وروستيو کې د ١١ ټاکنيزو مرکزونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د دغه کمېسيون د عامه پوهاوي او اطلاعاتو مسوول تميم تلاش پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې د ټاکنو لپاره وضعيت مساعد دى، خو اړينه ده چې امنيتي ځواکونه تر ګواښ لاندې د سيمو امنيت ژر تر ژره خوندي کړي.
د ده د معلوماتو له مخې، تر اوسه د څلوېښت سلنه ښځو په ګډون ١٧٠ زره کسانو په تخار کې کارتونه اخيستي دي.
د تخار امنيه قوماندان زياته کړه، چې تر اوسه په تخار کې د ولسمشرۍ ټاکنو د کانديدانو شپږ دفترونه جوړ شوي او نور دفترونه هم د پرانيستل کېدو په حال کې دي.
نوموړي د ټاکنو له کمپاينرانو وغوښتل، چې د خپلو ټاکنيزو مبازو دې ٤٨ ساعته وړاندې امنيتي ځواکونه خبر کړي، څو په امنيتي برخه کې ورسره همکاري وشي.
قطغني د تخار د مرکز تالقانو ښار په ختيځه برخه کې له يوه کور څخه د چاودېدونکو توکو د ترلاسه کولو خبر ورکړ او زياته يې کړه، چې دا توکي د نا پېژانده کسانو له خوا د ټاکنيزو مبارزو د ګډوډلو په موخه ځاى پر ځاى شوي وو.
امنيه قوماندان وويل، چې په دغو توکو کې ١١ منځني ماينونه، د هاوان لسګونه سرګلولې، د چاودنې ځانګړي مزي، د ماين شارټولو دوې الې او يو عيار شوى ماين شامل دي، چې عاملان يې تښتېدلي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.