مهترلام (پژواک ٦ لړم ٩٣): د لغمان ولايتي شورا ځينې پاتې کانديدان نيوکه کوي چې د شکايتونو کمېسيون سليقوي برخورد کړى او د معاملو په صورت کې يې کانديدان بريالي اعلان کړي دي.
د ولايتي شورا ګانو د ټاکنو پايلې تر نږدې اتو مياشتو ځنډ وروسته د لړم په درېيمه نېټه اعلان شوې چې يو لړ غبرګونونه يې له ځان سره لرل.
د لغمان ولايتي شورا د برياليو کانديدانو له لېسته پاتې کانديد ګلزار سنګروال وايي چې د شکايتونو کمېسيون کومې پرېکړې چې شوي، ټولې د معاملو له مخې شوې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((د شکاياتو کمېسيون پرېکړې ټولې سوداګريزې وې او يوازې د پيسو په بدل کې يې پرېکړه اعلان کړه.))