لغمان کې د ٣ قوماندانانو په ګډون ١٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک ١٦ زمرى ٩٢): په لغمان کې د ځانګړو پوليسو په عملياتو کې د درېيو مشهورو  قوماندانانو په ګډون لسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د الينګار ولسوالۍ اړوند د ګنبي او سلينګار په سيمو کې افغان ځانګړو پوليسو ځانګړي عمليات کړي دي.
هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو په پايله کې يې د وسله والو مخالفينو د درېيو مشهورو قوماندانانو په ګډون اوه وسله والو وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
ځواک وايي، په عملياتو کې درې تنه شکمن هم د پوليسو له لوري نيول شوي ، چې پوښتنې ترې پيل شوې دي.
د نوموړي په وينا، په وژل شوو کې د مسافر، حليم او ماهر په نومونو د وسله والو درې مشهور قوماندانان هم شامل دي ، چې په الينګار ولسوالۍ کې يې ورانکاره کړنې ترسره کولې.
د والي وياند وايي، چې يادو قوماندانانو او ملګرو يې غوښتل ورانکار فعاليتونه ترسره کړي، خو د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شول.
ده وويل، چې ټپيان شوي وسله وال د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
وسله والوطالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.