ښرنه (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٤): د پکتيکا د ولايتي شورا منشي وايي چې په تېرو څو مياشتو کې د دوى څارنو وښوده چې په دغه ولايت کې مسلکي ډاکټران لږ او ښځينه ډاکټرانې شتون نه لري.
تېر کال د لړم په ٣مه د ټاکنو خپلواک کمېسيون له نږدې اووه مياشتني ځنډ وروسته، د ولايتي شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې خو دې شوراګانو د نظارت حق د ترلاسه کولو په موخه د شاوخوا يوې مياشتې لپاره د خپلو دفترونو دروازې وتړلې.
تر ډېرو لاريونونو وروسته ولسمشر محمداشرف غني د يو فرمان له مخې ولايتي شوراګانو ته پر سيمه ييزو ادارو د نظارت حق ورکړ.