فيض اباد (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٤): د بدخشان يمګان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو د کمښت له امله واښه خوري، سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې او د ښوونځيو په تړل کېدو زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
يمګان ولسوالۍ ١٠ ورځې وړاندې د طالبانو لاس ته ولوېده او امنيتي مسوولينو ورته د تاکتيکي شا تګ نوم ورکړ.
دا وضعيت د دې لامل شو څو خوراکي توکي لږ او نرخونه يې پورته شي چې خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د يمګان د پوهنې مدير عطاالله وويل، حالت ډېر خراب دى، تر دې چې ځيني خلک د رواشو او ان د وښو ريښې خوري.