فيض اباد (پژواک ٢٤ غبرګولی ۹۳): یو سپین ږیری چې له کړوپې ملا او لړزانده سر او لاسونو  سره د بدخشان د رایې ورکونې په یوه مرکز کې رایه ورکړې، وایې چې له راتلونکې ولسمشر څخه غواړي چې  سوله او امنیت ټينګ کړي.
۹۴ کلن  مخدوم نعمت الله چې د لکړې په مرسته په لاره  ځي او له خپل ځوان لمسي سره یې د فیض  آباد  په زاړه ښار کې د نجونو په  لومړي  نمبر ښوونځي کې د رایې ورکونې تر یوه  مرکزه   ۶۰۰ متره مزل پلی ترسره  کړی و وویل چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې یې رایه ورکړې وه او  اوس  هم رایه ورکوي.
که څه هم د ده له  سپینې ږیري او کړوپې ملا  د هغه ضعف او ناتواني څرګنده وه، خو  د ځوانانو  په څېر  یې احساس درلود او ویل یې چې د خپل ځان او د هېواد د بچیانو د برخلیک لپاره رایه ورکوي.
کله چې دغه  سپین ږیری د رایې ورکونې مرکزته ننوت، نو لس ګونو تنو  چې د رایې ورکونې لپاره په صف کې  ولاړ وو، ده ته اجازه ورکړه چې له  نوبت پرته د رایې ورکونې صندوق ته ولاړ  شي.
يکى از ناظمين، به مردم ميگفت که راى سرى است و نبايد بگويند که به کى راى ميدهند.
دغه سپین ږیري په داسې حال کې چې لاسونه او سر یې لړزېدل او د لکړې په مرسته د رایې ورکونې صندوق په لور ولاړ، تر بېرته راګرځېدو وروسته یې وویل: "رایه ورکول مې حق دی او ازادانه وایم چې ډاکتر عبدالله ته مې رایه ورکړه."
نوموړی  چې د سترګو  لید یې هم کم و، خپله رنګ شوې ګوته  ښکاره کړه او  له نورو  یې  هم وغوښتل چې خپل مسوولیت وپېژني او په دې ملي پروسه کې ګډون وکړي.
مخدوم نعمت  الله وویل چې  د ځان لپاره څه نه  غواړي،  همدا چې  سوله او امنیت ټينګ شي، دی به هم ارام وي.
دغه سپین ږیري له  خپل راتلونکي ولسمشر څخه  وغوښتل چې د امنیت د ټينګښت تر څنګ ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي ځکه چې همدا ځوانان د هېواد برخليک ته بدلون ورکوي.
 نوموړي وویل: ((زه  د کفش دوزی  له ناحیې په سره لمر کې او پلی له خپلې لکڼې سره د رایې ورکونې مرکز ته راغلی یم  او غواړم خپل مسوولیت د دین او وطن  پر  وړاندې ادا کړم.))
مخدوم نعمت الله چې لس اولاده او ګڼ لمسیان او کړوسیان لري، تر دې وړاندې یې د بدخشان د  کوزیفتل په ولسوالۍ کې بزګري کوله  خو له تېرو  څو کلونو را په دېخوا د فیض  اباد زاړه ښار ته راغلی او د سیمې په  یوه جومات کې امامت کوي.
دغه دیني عالم  تر رایې ورکونې وروسته په  داسې حال کې چې  په کم ځيره سترګو  کې یې د  خوښۍ برېښنا ځلېده، د لکړې او خپل لمسي په مرسته بېرته په سره لمر کې د خپل کور پر لور روان شو.
د وري د ۱۶مې نېټې په  ټاکنو کې د کندوز ښار د لومړي بولک  اوسېدونکي ۹۰ کلن حضرت قل د مزمنې ناروغۍ په درلودو او  د اته کیلومتره مزل  په  وهلو سره رایه ورکړې وه او  هيله یې څرګنده کړې وه چې  راتلونکی ولسمشر دې د سپین ږیرو اوعمر خوړلو کسانو په فکر  کې شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.