Corrupt Badakhshan officials to be sacked: Barmak

فيض اباد (پژواک ٩ مرغومى ٩٣): بدخشان ته د حکومت لېږل شوى پلاوى وايي، چې د فساد عاملين به له خپلو دندو ګوښه او عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

په شمال حوزه کې د ولسمشر سلاکار ويس برمک چې له دغه شپږ کسيز پلاوي سره يو ځاى بدخشان ته سفر کړى، د بدخشان له سرپرست والي او له سيمه ييزو ادارو سره د ناستې په ترڅ کې وويل، چې دولت د فاسدې دستګاه په توګه پېژندل شوې او د دوى لومړى ګام به دا وي، چې د دغه ولايت د دولتي ادارو کاري ظرفيت وڅېړي.

هغه زياته کړه، چې دوى له رياستونو نيولې د امنيتي ارګانونو په ګډون تر اداري واحدونو پورې په ټولو ادارو کې ټوليز اصلاحات په پام کې لري او د غوره حکومتوالۍ، پراختيايي پروژو او امنيت په برخو کې به د دولتي ارګانونو کړنې وڅېړي.

برمک څرګنده کړه: " د فساد په شتون کې به د فساد عاملين له خپلو دندو ګوښه ، عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي او قضيې به يې تر څېړنې لاندې ونيول شي."

د شمال په حوزه کې د ولسمشر سلاکار وويل، چې استول شوى پلاوى د دې واک لري چې د ځمکو غاصبين او هغه کسان چې د بدخشان په دولتي ادارو کې په فساد کې ډوب دي، له دندو لرې کړي.

هغه زياته کړه، چى دوى به نه يواځې له دولتي بنسټونو او په بېلابېلو برخو کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه له دولتي ادارو ليدنه وکړي، بلکې له ولايتي شورا، علماوو شورا، مدني بنسټونو او قومي مشرانو سره هم خبرې وکړي او د فساد، امنيت او پراختيايي پروژو په اړه ټولې شته ستونزې به وڅېړي.

د بدخشان سرپرست والي شاه ولي الله اديب وويل، چې تر اوسه پورې د دغه ولايت پنځه ولسوالۍ د اداري اصلاحاتو په لړۍ کې نيول شوې، خو د دغه ولايت له ټولو ٢٨ ولسواليو يې ١٨ ولسوالۍ ودانۍ نه لري، چې په کرايي کورونو او يا دوکانونو کې کار کوي چې دغه د حکومتوالۍ او د قانون د پلي کولو په برخه کې عمده ستونزه ده.

د هغه په وينا، د بدخشان اويا سلنه اوسېدونکي په بې وزلۍ کې ژوند کوي او همدارنګه يې تحصيل کړي ځوانان بې روزګاره دي، چې له امله يې په نشه يي توکو د روږدي کېدو او يا هم له وسله والو سره د يو ځاى کېدو لامل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بدخشان ولايت يو شمېر مدني بنسټونو او ځوانانو ډېر ځلې شکايت کړى، چې له دغه ولايت څخه ډېرى ځوانانو او تحصيل کړيو د کار کولو په موخه ګاونډيو هېوادونو ته مخه کړې، چې اصلي لامل يې په سيمه ييز ادارو کې د زورواکو لاسوهنې، فساد او خپلسري بلل شوې .

د بدخشان ولايت مرستيال ګل محمد بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوليسو او د ولايت د مقام تر منځ همغږي نشته او ولايت د امنيه قوماندانۍ د منسوبينو د ګوښه کولو او ټاکلو واک نه لري.

هغه زياته کړه: " که چېرې موږ ته پنځوس سلنه واک راکړل شي نو په بدخشان کې به د دوه اونيو په موده کې امنيت ټينګ شي."

د حکومت له لوري لېږل شوي پلاوي په دې اړه وويل، چې دغو ستونزو ته د حل لارو د پيدا کولو او څېړنې په اړه به په راتلونکو ورځو کې د ولايت په پراختيايي ناستو کې خبرې وشي.

ټاکل شوې چې د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد ته لېږل شوى پلاوى، د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې له دولتي ادارو او د فيض اباد له زندان څخه هم ليدنه وکړي او له هغه وروسته د خپل کار راپور ولسمشر ته وړاندې کړي.

په دغه پلاوي کې، د ملي امنيت لوى رياست مرستيال جنرال حسام الدين، د فوايد عامه وزارت مرستيال انجنير احمدشاه، د لويې څارنوالۍ، ملي دفاع وزارت او د سيمه ييزو ارګانونو د عمومي ادارې استازي ګډون لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.