Hilal averse to preconditions for peace parleys

هلال: له مخالفينو سره د سولې خبرو ته به شرطونه نه ږدم

کابل (پژواک٤ ليندۍ ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد قطب الدين هلال وايي، چې د افغانستان سوله به يې له کاري لومړيتوبونو څخه وي او له مخالفينو (طالبانو او حزب اسلامي) سره د سولې د خبرو د پيل لپاره به شرطونه نه ږدي.

دى وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره ان کوچنى ګام هم نه دى پورته شوى؛ که بريالى شي، نو هڅه به يې دا وي ، چې لومړى د وسله والو مخالفينو خبرې واوري او د هغوى پر غوښتنو ورسره بحث وکړي.

هلال له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د سولې د راتګ لپاره به هرې سيمې ته ، چې مخالفين غواړي، ورځي او په وينا يې: "د سولې د مخنيوي لپاره به وړې وړې بهانې نه جوړوي."

نوموړى وايي، په قطر کې د طالبانو دفتر د سولې د خبرو ښه پيل و، خو دا بهير په وړو وړو پلمو په ټپه ودرېده.

هلال زياتوي: "ضرور نه وه ، چې طالبانو د اسلامي امارت لوحه ځړولې واى، خبرې ضروري وې، هلته دفتر خلاص شو، د طالبانو د اسلامي تحريک دفتر بس دا کافي و، خو بيا کله چې هلته لوحه وځړول شوه، نو د حکومت له خوا په کار نه وه، چې له دې دومره لويه خبره جوړه کړي، چې نورې خبرې قطع شي، بايد خبرو دوام موندلى واى."

نوموړى وايي، چې دى به داسې نه کوي، وړې ستونزې به د سولې پروړاندې خنډ نه بولي.

هلال په دې اړه ، چې طالبانو تل افغان حکومت ګوډاګى بللى او ويلي يې دي، چې دوى له امريکايانو پرته له افغان دولت سره خبرو ته حاضر نه دي، که بيا هم د طالبانو دا دريځ وي، دى به څه کوي؟ وويل:

"دا طالبان په قطر کې حاضر وو، سره له دې چې دلته خارجيان دي، مګر د دوى (افغان حکومت) لپاره بهانه دا شوه چې ستا په دېوال باندې د اسلامي امارت اسلامي نښه ښکاره شوه؛ زه وايم چې له دې څخه بايد موږ سترګې پټې کړې واى او موږ خبرې شروع کړې واى، له طالب سره، ښه فرصت و، دا هرچا چې له لاسه ورکړ، ښه کار يې ونه کړ."

د سولې په موخه د غبرګولي په ٢٨مه، طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانېستل شو، خو دا چې پر لوحه يې د طالبانو د اسلامي امارت سياسي دفتر ليکل شوى و او افغان حکومت يې مخالفت وکړ، وروسته طالبانو وتاړه.

افغان دولت او طالبانو، تل د سولې د خبرو لپاره يو بل ته يو لړ شرطونه وړاندې کړي دي.

طالبان وايي، چې د بهرنيانو په شتون کې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي؛ بل خوا افغان حکومت له طالبانو غواړي ، چې اساسي قانون ومني، جګړه وغندي او له القاعده سره خپلې اړيکې پرې کړي.

هلال وايي، د سولې د خبرو د پيل لپاره اړينه ده، چې هېڅ لورى شرطونه وړاندې نه کړي. 

د ده په خبره، افغانستان اوسمهال د نړيوالو شتون او بهرنيو مرستو ته اړ دى، خو دى د سولې لپاره په بين الافغاني تفاهم ټينګار کوي، چې بهرنيان يې هم ملاتړي شي. دى وايي: "هله به د بهرنيو پوځيانو اړتيا نه وي چې سوله وي."

خو هلال زياتوي، د سولې د ټينګښت لپاره د افغان دولت، طالبانو او امريکا پر ارادو شک لري. ده وويل چې څه موده وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا غړو او په کابل کې د امريکا سفير وويل:"د سولې او ټيکاو لپاره تراوسه يو کوچنى ګام هم نه دى پورته شوى."

دى وايي، که بريالى شي، د سولې لپاره به هم خپله رښتينې هلې ځلې کوي او امريکا او طالبان به هم اړ کوي.

هلال زياته کړه: "صرف دا غږ کول مخالفينو ته، که هغه طالبان دي که حزب اسلامي، چې راشئ، اسلحه پر ځمکه کېږدئ او دا قانون ومنئ او بس دلته ژوند تېر کړئ؛ زه فکر کوم دا د حل لاره نه ده، بلکې د مخالف خبره بايد واورېدل شي، ته څه غواړې، ولې نه راځې، انګېزه دې څه ده؛ دلته فساد موجود دى، دلته دا موجود خلک راضي نه دي، له دې فساد نه، نو هغوى به څنګه راشي."

دى وايي، مخکې له دې چې له مخالفينو د راتګ غوښتنه وکړي، په حکومت کې به بدلونونه راولي، د ټينګې ارادې او ژمن کسان به پر دندو ګوماري.

دى وايي، په افغانستان کې ولسمشر بايد ټينګه اراده، مخلصه کاري ډله او ښه مديريت ولري.

امنيتي تړون:Hilal averse to preconditions for peace parleys

هلال له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه د پوښتنې په ځواب کې وويل، که دا تړون د مشورتي لويې جرګې له خوا تاييد شي، نو په ټاکنو کې د برياليتوب په صورت کې به دا پرېکړه ده ته هم د احترام وړ وي.

هغه وويل، د دې جرګې پرېکړې د ملت په خير دي او د اساسي قانون او اسلامي اصولو له مخې، بايد د اکثريت پرېکړه ومنل شي. د ده په خبره "٢٥٠٠ تنه د يو ناروا کار لپاره نه سره ټولېږي."

د امنيتي ځواکونو تجهيز:

هلال وايي، د افغانستان د ملي اردو د تجهيز او روزنې لپاره بهرنيانو په تېرو لسو کلونو کې د قناعت وړ مرسته ونه کړه. دى وايي، له بهرنيانو به وغواړي، د دې پرځاى چې سرتېري يې وجنګېږي، افغان ځواکونه په سمو وسلو سمبال کړي.

 هلال وويل، له نړيوالې ټولنې به وغواړي چې په شيکاګو او توکيو کنفرانسونو کې له افغانستان سره کړې ژمنې پلې کړي.

دى وايي، که په ټاکنو کې بريالى شي، د نړيوالې ټولنې د مرستو په بدل کې د فساد د له منځه وړلو ژمنه به د ده حکومت پوره کوي. "نړۍ ته به وښيو چې زموږ په هېواد کې فساد نشته او مرستې يې بېځايه نه لګېږي."

له اداري فساد سره مبارزه:

د هلال په باور، د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره تر ټولو هڅو وړاندې ټينګه اراده مهمه ده. دى وايي، که ولسمشر شي، په فساد اخته کسان به له دولتي دندو لرې کوي او له هغوى سره به حساب کتاب کوي.

هلال زياته کړه: "دوى بايد د محاکمو مخې ته ودرېږي او بايد حساب ورکړي، ترڅو ولس مطمين شي چې دلته تپوس (پوښتنه) شته او داسې چارواکي بايد وګومارل شي، چې هغه په فساد اخته نه وي."

دى وايي، په عدلي او قضايي ارګانونو کې فساد به د رښتينو او مسلکي کسانو په ګومارلو سره ختموي.

هلال همداراز زياتوي، د اداري فساد د مخنيوي لپاره به اداري چارې په داسې تخنيکي کمپيوټري سيسټم سمبالوي، چې د مالي فساد ټولې لارې وتړي او مفسد کسان له ورايه څرګند شي.

ده زياته کړه: "زموږ ټولې راکړې ورکړې بايد د بانکونو له لارې وشي، بانکونه بايد له فساد څخه عاري وي، په هغې کې به د فساد کېدل مشکل وي... څوک چې پر پيسو معامله کوي، بايد د بانک له لارې راشي، ترڅو دا معلومه شي چې دا پيسې له کومه راغلې، مرجع يې معلومه وي."

 هلال وايي، ګمرکونه د افغانستان د عايد يواځينۍ مهمې ملي مالي سرچينې دي او حکومت به يې ورته ځانګړې پاملرنه کوي. "د طالبانو په پنځو کلونو کې يواځينى عايد چې طالبانو درلود، هغه ګمرک وو، مګر دوى ټول نظام پر همدې چلولو."

ده همداراز وويل، د دولت د کارکوونکو په تنخواوو کې به د هر يوه فني مهارتونو او کار کچې ته په کتو هم يو ډول نسبي تناسب رامنځته کوي، چې دا هم د اداري فساد د يوه لامل په توګه شمېرل کېداى شي.

دى همداراز وايي، پر دندو د ګومارنې په بهير کې به روڼوالى راولي او واسطې به له منځه وړي.

اقتصادي پراختيا:

هلال وايي، د اقتصادي پراختيا لپاره د ده خپل پلانونه ډېر دي، خو اقتصادي کمېټه به جوړوي او د هغوى مشورو ته په پام سره به په اقتصادي برخه کې پرېکړې کوي.

ده وويل، د کرنيز سيستم پراختيا مهمه ده. د کرنيزو حاصلاتو په ځانګړې توګه وچو او تازه مېوو د صادراتو لپاره به چې د افغانستان مهم پيداوار دي، بازار لټوي او د ساتلو لپاره به يې په هېواد کې سړې خونې جوړوي.

هلال وايي، د ځمکو د خړوبولو او د انرژۍ د توليد لپاره به د اوبو او برېښنا د بندونو جوړولو ته پام کوي.

هلال همداراز د اقتصادي پرمختګ لپاره يوه مهمه لاره د لګښتونو کمول بولي او وايي، له بهره به د ډېرو فېشني توکو واردات بندوي، چې افغانستان ورته ډېره اړتيا نه لري، لکه لوکس موټر، همداراز به د واده د مراسمو په څېر د ژوند د نورو برخو د لګښتونو لپاره مشخصه اندازه ټاکي.

د هلال په وينا، د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره يو بله سرچينه طبيعي زېرمې دي. دى وايي، که بريالى شي، نو د افغانستان د طبيعي زېرمو په استخراج کې به ډېر شفاف عمل کوي.

دى وايي، د توليدي فابريکو جوړولو ملاتړ به کوي، چې د مالي ګټو ترڅنګ خلکو ته د کار زمينه په کې برابرېږي.

هلال همداراز د افغانستان موقعيت ته په اشارې سره وويل، چې دا هېواد له ټرانزيټي پلوه هم کولى شي د منځنۍ او سوېلي اسيا هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې راکړې ورکړې د اسانتيا برابرولو له لارې ډېره ګټه ترلاسه کړي.

دى وايي، چې د ټرانزيټ د اسانتيا برابرول، له يوې خوا افغانانو ته د کار زمينه برابروي او له بلې خوا د ګاونډيانو ګټو ته د افغانانو له ګټو سره تړاو ورکوي، چې دا کار به د سولې په برخه کې هم اغېزمن ثابت شي.

هغه زياتوي، د دولتي سکتور ترڅنګ به له خصوصي سکتور څخه ملاتړ هم نه هېروي. دى وايي چې خصوصي سکتور ته به اسانتياوې برابروي، د اړتيا په صورت کې به سبسايډي (مالي مرسته) ورکوي.

هلال وايي، د دولتي لګښتونو کمول، د صادراتو د کچې ډېرول، د نشه يي توکو د کښت مخنيوى، زعفرانو ته وده ورکول او د ژوند په هره برخه کې سپما، کولى شي تر يوه بريده د پراختيايي پروګرامونو لپاره مالي سرچينې برابرې کړي.

دى وايي، زعفران د کوکنارو د بديل په توګه په افغانستان کې دود شو، خو بهر ته د صادرولو او بازار موندنې په برخه کې به يې هڅه کوي.

بهرني او افغان پانګه وال به په افغانستان کې پانګونې ته هڅوي. دى وايي چې په افغانستان کې که وضعيت ډاډمن شي، نو ډېر پانګه وال چمتو دي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دى وايي، چې پانګه والو ته به د هغوى د مال او ځان د خونديتوب ډاډ ورکوي، دا هغه څه دي چې پانګه وال يې له امله پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

ده زياته کړه: "لوى عامل يې فساد دى، يو سرمايه ګذار چې دلته راځي، بايد ډېرې زياتې دروازې وټکوي، بايد د ډېرو چارواکو کورونو ته پټ پټ لاړ شي، هلته کېني او ورسره معاملې وکړي او معامله ورته دومره درنده شي ، چې بيا يې نفع لاس ته نه ورځي. دويم عامل يې دا دى چې پر سولې او امنيت متيقن نه دي. دلته ګورو چې د سرمايه دارانو زامن او وروڼه اختطاف کېږي... زه وايم دغه عوامل دي چې زموږ سرمايه ګذاران ملامت نه دي، د هغوى لپاره زمينه نه ده مساعده."

هلال همداراز وايي، چې په اقتصادي برخه کې به د ماليزيا او ترکيې په څېر د نورو هېوادونو له تجربو ګټه اخلي.

کار موندنه:

Hilal averse to preconditions for peace parleysهلال وايي، کار موندنه ډېره مهمه ده. په بهر کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو يا هم بهرنيو هېوادونو ته د تګ عمده لامل په افغانستان کې د کار نه شتوالى دى.

دى وايي ، چې د کار موندلو لپاره به صنعتي فابريکې فعالوي، د کانونو استخراج ته به وده ورکوي، د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته د ټرانزيټي خدمتونو د برابرولو له پلوه هم کېداى شي ډېر افغانان کار ومومي.

ښوونه او روزنه او لوړې زده کړې:

 دى وايي، په تېرو څو کلونو افغانستان د ښوونې او روزنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړى دى؛ خو دى وايي چې د زده کوونکو کميت مناسب دى، خو د درسونو کيفيت ډېر ښه نه دى.

هلال وايي، چې مسلکي کسان به په ښوونځيو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د درسي کريکولمونو (نصابونو) د نوي کولو لپاره ګوماري.

هغه همداراز زياته کړه، چې د غير معياري تحصيلي بنسټونو مخه به نيسي، د استادانو تنخواوې به لوړوي، ترڅو دې ته اړ نه وي چې په ښوونځي يا پوهنتون کې د درس ورکولو ترڅنګ بل کار هم وکړي.

د ولسمشرۍ کانديد قطب الدين هلال وايي، يو کال وړاندې يې پرېکړه وکړه ، چې په راتلونکو ټاکنو کې سيالۍ ته ودرېږي. دى وايي، په دې پرېکړه کې د حزب اسلامي د غړو ملاتړ له ځانه سره لري.

هلال د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يو له کليدي غړو ګڼل کېږي، چې تر طالبانو وروسته د افغان دولت له عمده وسله والو مخالفينو بلل کېږي.

هلال وايي، که څه هم د حزب اسلامي غړى دى، خو په ټاکنو کې خپلواک کانديد دى.

د‌ى وايي، په هېواد کې د ټولو ناخوالو د پاى ته رسولو او د مثبت بدلون يواځينۍ لاره ټاکنې دي، له همدې امله کانديد شو. "انتخابات د تغيير لپاره يوه بهترينه اسانه او قانوني لاره ده، په اسلام کې هم کوم مانع نه لري."

بهرنى سياست:

هلال وايي، بهرنى سياست به يې له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر روحيه ولاړ وي. دى وايي چې افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله له ګاونډيو هېوادونو سره ښو اړيکو ته ځکه اړ دى، چې راکړه ورکړه ورسره لري او له ترانزيټي پلوه ورته اړتيا لري.

هلال په نړيوالو اړيکو کې د موازنې ساتلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې څنګه د ايران او امريکا او همداراز د هند او پاکستان ترمنځ، چې يو دوه يې زموږ ګاونډيان او دوه نور يې ستراتيژيک ملګري او مرسته کوونکي دي، انډول ساتي، وويل: موږ ته ډېر اهميت ګاونډيان لري، ځکه د ګاونډيانو د ښو تعلقاتو په نتيجه کې هم سوله او هم زموږ ژوند ښه تېرېږي او هم زموږ تجارتي مسايل ډېر په اسانۍ سره کېداى شي."

په پاى کې مو له هلال څخه وغوښتل، چې افغانستان څنګه ولسمشر ته اړتيا لري، هغه وويل:

"زما له نظره بايد د ملک ولسمشر چې د ملک اقتدار اعلى دى. هلته بايد داسې يو شخصيت وي او داسې يو ټيم موجود وي، چې هغه قوي مديريت ولري... د سولې راوستو لپاره ډېره قوي اراده او عملي پروګرامونه ولري، د فساد مخنيوي لپاره عملي ګامونه، درېيم د اقتصاد پرمختيا لپاره کار کول او همدارنګه له نړيوالو سره د متقابل احترام پر روحيه ښې اړيکې او د تعليم او تربيې په بخش کې مثبت او رغنده ګامونه، نو که دغسې اراده او مديريت موجود وي، ان شاءالله موږ به وکولى شو دغې غميزې ته د پاى ټکى کېږدو."

هلال د اوسني حکومت د څرنګوالي په اړه د وروستۍ پوښتنې په ځواب کې وويل، ولسمشر حامد کرزي تر خپلې وسې د ښې حکومتوالۍ لپاره هڅې کړې دي، خو د هېواد روانې ناخوالې د افغانستان په اړه د بُن کنفرانس د پرېکړو زېږنده دي، چې د ده په باور، ګواکې په افغانستان کې يې "يو اړخيز حکومت" رامنځته کړ.