اسعداباد ( پژواک، ٤چنګاښ ۹۲ ): د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د پوهنې بهير مخ پر ودې روان دی او پر وړاندې يې هېڅ خنډ نشته.
د کونړ د پوهنې رييس سيدجمال الدين حسني وايي، په دې ولايت کې د پوهنې پر وړاندې ستونزې او ننګونې نشته او د پوهنې بهير ښه پر مخ ځي.
هغه زياتوي، په کونړ کې ټول ۴۹۰ ښوونځي شته، چې د نجونو د ۲۴ لېسو په ګډون يې ۸۸ يې لېسې، ۱۰۷ منځني ښوونځي دي ، چې ۳۱ يې د هلکانو، ۳۰  د نجونو او ۴۶  يې ګډ منځني ښوونځي دي.
نوموړی وويل، ۲۴۹ بابه په کې لومړني ښوونځي فعال دي، چې ۱۱ يې د هلکانو، ۴۲ د نجونو او ۱۹۶ يې د دواړو ګډ ښوونځي دي.
هغه زياته کړه، چې د مرکز په ګډون ټولو ولسواليو کې ۳۰ ديني مدرسې هم فعالې دي، چې ۱۸ يې د هلکانو، ۴ د نجونو او ۸  بابه يې ګډې مدرسې دي.
د کونړ د پوهنې رييس وايي، چې د ښوونځيو او مدرسو ترڅنګ په دې ولايت کې ۶  دارالحفاظونه او دوه درالعلومونه هم فعال دي، چې يوشمېر يې د نجونو لپاره دي. د ده په وينا، په کونړ کې دا مهال، ۱۰۷۶۸۳  زده کونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۶۸۲۲۱ يې نجونې دي.
د نوموړي په خبره، په اسعد اباد کې يو عالي دارالمعلمين شته، چې په څوکۍ، خاص کونړ، نورګل، ماڼوګي، چپه دره، اسمار، غازي اباد او ناړۍ ولسواليو کې هم  ۸  حمايوي څانګې لري، چې په کې ۱۰۳۳۸ تنه محصلين زده کړې کوي، چې ۱۸۱تنه يې نجونې دي.
د دې تر څنګ په کونړ کې د سيد جمال الدين افغان پوهنتون هم فعال دی، چې  څلورو پوهنځي لري  ( شرعيات ، کرنه، کمپيوټرساينس او  ښوونه روزنه)  
د دې پوهنتون رييس مير احمد حامد پژواک ته وويل، دا پوهنتون په  ۱۳۸۹ لمريز کال کې تاسيس شوی، څلور پوهنځي او پنځلس څانګې لري.
هغه وايي، دمګړۍ په دې پوهنتون کې ۱۸۸۸ محصلين زده کړې کوي، چې لس سلنه يې نجونې دي.
ستونزې او پرمختګونه:
د کونړ د پوهنې رييس وايي، د کونړ په ۴۹۰ بابه ښوونځيو کې د ۱۵۷ بابه ښوونځيو ودانۍ په عصري توګه جوړې شوي، په ۴۰ ودانيو کار روان دی او پاتې نور يې ودانۍ نه لري، چې په جوماتونو، کرايي کورونو او تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
د سيد جمال الدين افغان پوهنتون مشر مير احمد حامد وايي، تر اوسه د ښوونې او روزنې پوهنځي لپاره ودانۍ جوړه شوې، د کرنې پوهنځي په ودانۍ کار روان دی او نور پوهنځي ودانۍ نه لري، چې محصلين يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
خلک:
د اسعد اباد اوسېدونکی نقيب الله وايي، سره له دې چې خلک له پوهنې سره مينه لري خو په کونړ کې د ښوونکيو علمي کچه خورا ښکته او داسې ښوونکي شته، چې له دوولسم فارغ نه دي؛ خو د کتاب له مخې به په ټولګيو کې تدريس کوي.
هغه وايي، څنګه کېدای شي چې له داسې لېسو فارغ زده کوونکي پوهنتونونو ته لاره پيدا کړي.
نوموړی زياتوي، په کونړ کې وسله وال طالبان دې پلوي کوي، چې خلک زده کړې وکړي او په وار وار يې د سيمو خلکو ته ټېلېفونونه کړي، چې په ښوونځيو کې ښوونکي په وخت نه حاضرېږي او زده کوونکيو ته سم درس نه ورکوي.
دده په خبره، طالبانو دا ګواښونه هم کړي، که ښوونکي ځانونه اصلاح نه کړي، نو طالبان به ورسره سخت چلند وکړي.
د نوموړي دا خبره د کونړ د پوهنې رييس هم تاييدوي او وايي، چې وسله وال مخالفان په دې ولايت کې د پوهنې د بهير پر وړاندې هېڅ خنډ نه پېښوي.
د اسعداباد ښار اوسېدونکى انعام الله وايي، خوشاله دی، چې دوه زامن او درې لوڼې يې ښوونځيو او کورسونو ته ځي.
زده کوونکي او ښوونکي:
د نرنګ ولسوالۍ د نجونو د لېسې د اتم ټولګي زده کوونکې منهاجه وايي، په لېسه کې يې ټول استادان نارينه دي او له همدې امله چې نجونې اتم ـ نهم ټولګي ته ورسېږي، نو په کور کېني او ښوونځی پرېږدي.
هغې وويل، دا يوه لويه ستونزه ده او کورنۍ اجازه نه ورکوي، چې لوڼو ته يې نارينه درس وايي.
نوموړې غوښتنه وکړه، چې که يې دا ستونزه حل شي، نو ډېرې نجونې به خپل د زده کړو بهير په نيمه کې نه پرېږدي.
د کونړ د سيد جمال الدين پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د دويم کال محصل عتيق الله چې له اره د کندوز  ولايت دی وايي، په دې ولايت کې د نورو ولايتونو د محصلينو لپاره ليله نشته او په ښار کې اتاقونه ډېر ګران دي چې ډېرو ته د ښار د کوچنيوالي له امله پيدا کېږي هم نه.
ده وويل، د بدل اعاشې په نوم ورکول کېدونکې ۱۸۰۰ افغانۍ يې د لس ورځو خرڅ هم نه کېږي نو په کار ده چې په کونړ کې لومړی د پوهنتون لپاره د ليلې ودانۍ جوړه شي.
په اسعداباد ښار کې د نواباد سيمې د شهيد معلم سليم د لېسې د لسم ټولګي زده کوونکی محراب الدين وايي، د نوي نصاب کتابونه ډېر سخت او په لوړه کچه دي ،چې حتی ښوونکي يې هم پرې نه پوهېږي.
دی وايي، ښوونکي يې له همدې لېسې فارغ شوي او بېرته ښوونکي مقرر شوي، چې تر اوسه عريضه نشي ليکلی ،نو دوی ته به څه ور زده کړي.
دغه راز د وټه پور ولسوالۍ د ګمبير منځني ښوونځي استاد خيرالله وايي، سره له دې چې سيمه يې غرنۍ او له امنيتي ځواکونو خالي ده؛ خو ټول ښوونځي په کې فعال دي.
دی وايي، ټول هغه اصول يې مراعات کړي، چې د پوهنې وزارت له لوري پرې وضع شوي او هغه نصاب پلی کوي، چې په کابل او نورو ولايتونو کې هم پلی کېږي.
روڼ اندي:
د کونړ د علماوو شورا مشر مولوي عبدالرحمن پژواک ته وويل، د علم حاصلول په هر مسلمان نارينه او ښځې فرض دى.
دی وايي، د خوښۍ ځای دی چې په کونړ کې ډېری ماشومان زده کړې کوي او د زده کړو زمينه ورته برابره شوې ده.
نوموړي وويل، د علماوو شورا وخت په وخت په خلکو په ځانګړي ډول په ښځو غږ کړی، چې په شرعي حجاب کې دې خپلې زده کې سرته ورسوي، څو په راتلونکي کې خپلو نورو خويندو ته د خدمت جوګه شي.