اسعداباد:( پژواک،١٧چنګاښ،۹۲ ): د کونړ چارواکي او اوسېدونکي وايي، چې د دې ولايت د خلکو اقتصاد تر ډېره په کرنې، مالدارۍ او سوداګرۍ ولاړ دى.
 
د کونړ پراخ ځنګلونه هم د خلکو په اقتصاد کې پوره ونډه لري؛ خو د ځنګلونو وهلو، کرنې او مالدارۍ ته د حکومت نه پاملرنې خلک له ستونزو سره مخ کړي او وايي، چې د کرنې لپاره ډېر کمه ځمکه لري؛ خو لا هم ورسره په اړونده برخه کې لازمه مرسته نه ده شوې.
 
کرنه:
د کونړ د کرنې او مالدارۍ رييس انجينر عبدالغياث وايي، د کونړ د خلکو اقتصاد ۷۵ سلنه په کرنې اومالدارۍ ولاړ دى.
 
هغه وايي، کونړ يو غرنى ولايت دى، چې درې لکه او دري دېرش زره هکتاره ځمکه يې غرونو نيولې، چې په طبيعي ځنګلونو پوښل شوې ده، چې نښتر، څېړۍ، لمنځه، پلوڅي، ګورګورې او نورې ونې په کې دي.
 
نوموړي زياتوي، په کونړ کې غنم، وربشي، جوار او لوبيا ښه فصلونه ورکوي.
 
د کرنې رييس زياته کړه، په کونړ کې ۷۵ زره هکتاره ځمکه علفچر، ۲۴ زره هکتاره ځمکه کرنيزه ده، چې ۱۸زره هکتاره يي اوبه لري او ۶ زره هکتاره ځمکه يې للمي ده.
 
ده وويل، سږ کال په کونړ کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه د غنمو په حاصلاتو کې زياتوالى راغلى، چې د نورو په پرتله يې څوکۍ، خاص کونړ، نورګل، شيګل، نرنګ او وټه پور ولسوالۍ ښې حاصلخيزه ځمکې لري.
 
انجينرعبدالغياث په دې اند دى، چې که څه هم په کونړ کې اوبه ډېرې دي؛ خو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره ترېنه لازمه ګټه نه ده پورته شوې.
 
د ده په خبره، دکونړ ډېرى حاصلات د موسمي بارانونو له امله دي؛ خو که د سيند اوبه يې د ځمکو خړوبولو ته پورته شي په حاصلاتو کې به د پام وړ زياتوالى راشي.
 
نوموړي زياتوي، چې د کونړ د ځنګلونو ۴۰ سلنه يې وهل شوي؛ خو وايي، چې په دې وروستيو کې په کونړ کې ۱۷۰۰هکتاره ځمکه په باغونو پوښل شوې، چې د نارنجو، الوچو، انارو، شفتالو او نورو مېوو ونې په کې ايښودل شوې دي.
 
د ده په وينا، د يادو بوټو تر څنګ په غرنيو سيمو کې دچهارمغزو ونې او د مرخڼيو ( بېرې ) او ګور ګورو ځنګلونه شته ، چې د خلکو له اقتصاد سره يې ډېره مرسته کړې ده.
 
دي وايي، په کونړ کې مالدارۍ د پخوا په پرتله راکمه شوې، چې لامل يې د نا امنۍ له امله په غرنيو سيمو کې د مالونو د نه څرولو ستونزه ده، چې خلک نشي کولاى خپل مالونه د پخوا په څېر په په غرنيو سيمو کې وڅروي.
 
د څوکۍ ولسوالۍ کروندګر مجيب الرحمن وايي، د تېرو کلونو په پرتله يې په حاصلاتو کې زياتوالى راغلى او اوس له يوې ځمکې دوه فصله حاصلات اخلي.
 
دى وايي،د دې تر څنګ ځينو موسسو يوشمېر خلکو ته باغونه هم جوړ کړي، چې د خلکو له اقتصادي پياوړتيا سره يې مرسته کړې ده او د حاصلاتو د ډېرښت بل لامل د کرنې رياست له لوري ورسره د اصلاح شويو تخمونو مرسته ده.
 
د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکى اختر محمد وايي،د کونړ لوى سيند چې په مروره ولسوالۍ کې تېرېږي، د دې ولسوالۍ خلکو ته يې هېڅ خير نه دى رسېدلى.
هغه وايي،د دوى ټولې ځمکې د باران په اوبو خړوبېږي، يو مهال کاريزونو هم شتون درلود، خو اوس يې اوبه ډېرې کمې او ځمکې پرې نه خړوبېږي.
 
د ده په خبره، که باران ونشي ځمکې يې شاړې پرتې وي.
 
د اسعداباد د تېشې کلي اوسېدونکى عزت الله وايي، که څه هم چې په دې ولايت کې به خلکو سابه او ترکاري نه کرل؛ خو په وروستيو کلونو کې بزګرانو ته د کرنې رياست له لوري د سبو اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي، چې اوس يې خلک حاصلات په بازار کې هم پلوري.
 
دي وايي، چې د سبو ګټه له غنمو نه لس چنده زياته ده او د کونړ سابه په بازارونو کې ښه مارکېټ لري.
 
سوداګري او پانګونه:
د کونړ د سوداګرو د اتحاديې مشر حاجي سيد عظيم وايي، د نا امنيو له امله په دې ولايت کې د سوداګرو چارې اتيا سلنه کمې شوي او سوداګر نشي کولاى چې په خلاص مټ خپلې چارې مخ ته بوځي.
 
هغه وايي، چې که وضعيت همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې سوداګر به په کونړ کې سوداګري بنده کړي.
 
نوموړي زياتوي، چې په کونړ کې فابريکې نشته، سوداګر ټول د سوداګرۍ توکي له ننګرهار، کابل او نورو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه راوړي .
 
په کونړ کې مېشت سوداګر نعمت الله وايي،کونړ يو وړوکىاو غرنى ولايت دى دد ې وړتيا نلري چې سوداګر پکې ډېرې او سترې پانګونې وکړي.
هغه وايي، چې که سوداګر او پانګوال وغواړي چې په کونړ کې ځينې فابريکې او کارخانې جوړې کړي، له ډېرو ستونزو سره مخ وي او په لومړي ګام کې ورته د فابريکې لپاره ځمکه نه پيدا کېږي او که پيدا شي په لوړه بيه وي.
 
دده په خبره، بله لويه ستونزه د سوداګرو پر وړاندې د برېښنا نه شتون دى، چې له امله يې د سوداګرو او پانګوالو چارې ټکنۍ دى او حکومت هم نه دى توانېدلى، چې د سوداګرو لپاره لازمه برېښنا برابره کړي.
 
نعمت الله وايي، د اومه توکيو نه شتون هم د سوداګرو لپاره خنډ ګرځي، چې په دې ولايت کې دې فابريکې جوړې کړي.
 
نوموړى وايي، پخوا به په کونړ کې له لرګيو ( چهارتراش) ډول ډول توکي جوړېدل؛ خو اوس دغه کار و بار سست او لرګي له کونړه د باندې قاچاق کېږي، چې له امله يې بېکاري هم ډېره شوې ده.
 
لاسي صنايع:
لاسي صنايع په کونړ کې له ډېر اوږده مهال راهيسې دود دي؛ خو د جګړو پر مهال دغه دود يو څه پيکه شوى و او اوس ددې ولايت اوسېدونکي وايي، سره له دې چې په تېرو څو کلونو کې د موسسو په مرسته دغه دود را ژوندى او ښه شوى؛ خو لا هم ورته بازار موندنه نه ده شوې.
 
د کونړ د ښځو چارو رييسه نسيمه شفيق سادات وايي، د دې ولايت په ډېرو سيمو او ولسواليو کې د ښځو د اقتصادي پياوړتيا لپاره لنډمهاله کورسونه جوړ شوي و، چې په کې خياطي، خامک ګنډل، قالينې جوړول او داسې نور  شامل دي.
 
هغه وايي ، چې لاسي توکيوته يې د پلور زمينه نه ده برابره شوې او ټول ورسره انبار انبار پراته دي.
نوموړې زياتوي، په دې برخه کې يې څو ځله له وزارتونو، ولايت او نورو ټولنو څخه مرسته غوښتې او وړانديز يې کړى، چې په کونړ کې دې د ښځو د لاسي صنايعو د پلور لپاره يو جلا مارکېټ جوړ شي؛ خو تر اوسه يې چا لاسنيوى نه دى کړى.
 
مېرمن نسيمه وايي، ولايت مقام د ښځو د پارک لپاره څلور جريبه ځمکه ورکړې، چې ښاروالۍ ترې چارديوالي راتاوه کړې؛ خو لا د ښځو رياست ته نه ده تسليم شوې.
 
نوموړې وايي، چې که د دې ځمکې اسناد او دا ځمکه په واک کې ورکړل شي؛د ښځو چارو وزارت ورسره ژمنه کړې، چې د مارکېټ د رغولو چارې به يې تر سره کړي.
 
د اسعداباد اوسېدونکې فرشته وايي، د يوې موسسې له لوري په جوړ شوي کورس کې يې د خياطۍ شپږمياشتينۍ زده کړې وکړې، چې ورسره يې د خامک او چرم جوړولو په برخه کې هم زده کړه تر سره کړه.
 
هغه وايي، اوس نشي کولاى په ډاډه زړه ګرانې او قيمتي جامې وګنډي ،ځکه د پلور لپاره يې بازار نه لري؛ خو په وينا يې که د ښځو د لاسي توکيو لپاره يو جلا مارکېټ جوړ شي، نو سېلانيان او بهرنيان به يې د پيرودلو لپاره راځي.