کابل (پژواک، ۳ تله ۹۸) : د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو ټاکنیزې مبارزه د نن شپې نیمايي کې پای ته رسېږي، په هغه صورت کې چې کوم نوماندان سرغړونه وکړي قانون چلند به ورسره وشي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیز کمپاین نن شپه ۱۲ بجې پای ته رسېږي او د سکوت دوره پیلېږي.
ټاکل شوې ده ولسمشرۍ ټاکنې د وران کال د تلې په شپږمه ترسره شي.
د ټاکنو د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ټاکنیزې مبارزې د زمري په شپږمه پيل شوې او د ټاکنو له قانون سره سم د ولسمشري ټاکنو نوماندانو ته دوه میاشتې وخت ورکړل شوی څو خپلې مبارزې ترسره کړي.
نوموړی د سکوت په دوره کې د محفلونو نیول، په رسنیو او ټولنیزو پاڼو کې د اعلانونو خپرول او د نوماندانو انځورونو لګول سرغړونه بولي او وايي: ((که نوماندان په داسې کړنو لاس پورې کړي نو دا د ټاکنو له قانونه صریح نقض دی او له متخلفینو سره قانوني چلند کېږي.))
نوموړي له نوماندانو وغوښتل چې د سکوت په دوره کې په رسنیو او نورو مراسمو کې چې په یو ډول کمپایني بڼه ولري، له ګډونه ډډه وکړي.
د ابراهیمي د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی او په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه شتون نه لري.
 
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر اوسه کومو ولایتونو ته حساس مواد رسېدلي؟ وویل: ((حساس مواد ټولو ولایتونو ته رسېدلي او د ولایتونو له مرکزونو د ځينو ولسواليو مرکزونو ته هم انتقال شوي دي.))
ابراهیمي وايي چې د ټاکنو کمېسیون ۱۷۰ نړیوالو او ملي بنسټونو ناظرینو ته د څارنې کارتونه هم وېشلي دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.