کابل (پژواک،١٥ وږی ٩٨): د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ابراهیم الکوزي د خپل ټاکنیز کمپاین په لومړۍ ورځ وویل، هېچا ته به د ټاکنو د مهندسۍ اجازه ور نه کړي.
 د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ترمنځ سیالۍ د روان کال د زمري په شپږمه پیل او د ټاکنو له ترسره کېدو ۴۸ ساعته مخکې به پای ته ورسېږي.
د «ژمنه او عمل» ټاکنیز ټېم مشر محمد ابراهیم الکوزي نن د لویې جرګې په تالار کې جوړې شوې غونډې ته خپل پروګرامونه واضح کړل.
نوموړي ولسمشر غني او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته وویل: ((په ټینکار سره وایم چې هېچا ته د ټاکنو د مهندسۍ اجازه نه ورکوم.))
 دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د ټاکنو کمېسیون ویلي چې د قانون له مخې هېچا ته په ټاکنو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکول کېږي.
له دې مخکې هم د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندانو په ټاکنو کې د احتمالي لاسوهنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
 الکوزي د خپلو خبرو په یوه برخه کې پر ولسمشر غني نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: ((ټولې بې کفایتۍ د ډاکتر غني دي! قسم یادوم چې د بل چا نه دي، لویان، جنرالان، ډګروالان او تجربه لرونکي کسان یې په کور کېنول او ماشومان یې راوستلي دي.))
 نوموړي وویل، هغه د سولې خبرې په هېڅ صورت نه مني چې د افغانستان خلک ترې خبر نه وي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.