کابل (پژواک، ٦ زمرى ٩٨): د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو ټاکنیزې مبارزې نن په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې پیل شوې چې تر راتلونکو دوو میاشتو به دوام وکړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره کېږي د ولسمشر غني او اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ کسان نوماند دي.
د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ تېره ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي و چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان باید د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د دغه کمېسیون په رسمي وېب پاڼو خپرې شوې کړنلارې او مصوبې عملي او له هغه سره سم عمل وکړي.
دغه راز د ټاکنیزو شکاینونو کمېسیون رییسې زهرې بیان شینوارې ګواښ وکړ چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د نوماندانو لخوا د سرغړونې په تړاو د شکایت د ثبتېدو په صورت کې یاد کمېسیون په جدي توګه ورته رسېدنه کوي.
بلخوا د ولسمشر غني ویاند وویل، امنیتي سرتېري د ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره پر احتیاطي عملیاتو کار کوي او د ټاکنو امنیت به په خوندي توګه ټینګ شي.
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.