کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۸): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو نړیوال کمېشنر، له دې مخکې د خپل هېواد (ګانا) په ټاکنو کې پر څو ځلې فساد تورن دی.
د ګانا هېواد اوسېدونکې مېرمن چارلوټ کسون اوسي او د نیپال هېواد اوسېدونکې نیل اپرني د روان کال د غبرګولي په اتمه د ولسمشر محمد اشرف غني د اتمې ګڼې فرمان له مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نړیوالو غړو په توګه وګومارل شوې.
د ټاکنو قانون پر بنسټ، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یادې نړیوالې خپلواکې غړې، د رایې ورکړې حق نه لري او ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې او رڼو، عادلانه، سراسري او ټولو نوماندانو او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ ټاکنو ترسره کولو لپاره د خپلو تجربو شریکولو په برخه کې له کمېسیون سره همکاري کوي.
مېرمن چارلوټ کسون اوسي چې ۵۰ کلنه ده، خپلې زده کړې یې د حقوقو په څانګه کې سر ته رسولې دي او له ۲۰‍۱۵ کال راهيسې د ۲۰۱۸ کال تر جون میاشتې یې د ((ګانا)) ټاکنو کمېسیون مشرې په توګه دنده ترسره کړې ده او په یاده موده کې یې څو ځلې د ګانا د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د ټاکنو کمېسیون ریاست مشري کوله.
د (Graphic Online) خبري اژانس له لوري د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۹مه خپورشوی راپور چې یوه کاپي یې پژواک ته په لاس ورغلې ښيي چې مېرمن چارلوټ په څو قضیو کې پر فساد تورنه شوې ده.
د یاد راپور له مخې، مېرمن چارلوټ کسون اوسي د ګانا هېواد د ټاکنو کمېسیون مشره د تدارکاتو قانون په ماتولو، د خپلسرو قراردادونو لاسلیک او ترلاس لاندې خپل پرسونل سره د کاري اختلافاتو په تور د دغه هېواد د ولسمشر له لوري ګوښه شوې ده.
یاد اژانس ویلي دي چې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په میاشت کې د ګانا هېواد سترې محکمې له لوري د ګومارل شوې کمېټې د ۵۴ مخیز راپور له مخې، مېرمن چارلوټ کسون اوسي د تدارکاتو قانون پر نقض او خپلسرو پرېکړو تورنه شوې ده او دوسیه یې د ګانا هېواد سترې محکمې تر څېړنې لاندې ده.
د یادې کمېټې په راپور کې چې یوه کاپي یې پژواک هم ترلاسه کړې ده، کاږل شوي چې ګانا هېواد د ټاکنو کمېسیون ویب سایټ جوړولو لپاره ټولټال څه باندې دوه میلیونه او ۳۶۷زره امریکايي ډالر ځانګړي کړي وو چې د ټاکنو کمېسیون مشرې مېرمن چارلوټ، د تدارکاتو کمېسیون او دې ادارې نورو غړو له سلا او مشورو پرته د ویب سایټ جوړولو لپاره څه باندې ۳۲زره ډالر له Dream Oval شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی.
سرچینې زیاته کړې ده چې مېرمن چارلوټ د ویب سایټ جوړولو لپاره ۷۶زره اضافي ډالر د ویب سایټ امنیت په نوم یاد شرکت ته ورکړي دي.
دغه راز د دغه راپور په دوام کې راغلي چې مېرمن چارلوټ د ټاکنو کمېسیون ستراتیژیک پلان د تدارکاتو ډلې له شتون پرته د څه باندې ۱۰زرو او ۴۷۴ ډالرو په ارزښت له Quzar LMT شرکت سره قرارداد کړی و.
د یاد راپور له مخې، همداراز مېرمن چارلوټ له دندې ناوړه ګټه اخیستې، د تدارکاتو قانون خلاف، له STL شرکت سره قرارداد فسخ او له Dream Oval شرکت سره یې د ۷۶زرو امریکايي ډالرو په ارزښت لاسلیک کړی او پیسې یې په یوازې سر او د تدارکاتو مسوولینو په غیابت کې یاد شرکت ته ورکړې دي.
پر ټاکنو د څار بنسټونه، پر فساد اخته د نړیوالو کمېشنرانو شتون د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو روڼتیا لپاره ستر ګواښ بولي.
پر ټاکنو د څار بنسټونو مسوولین وايي چې ټاکل شوې وه په ټاکنیزو کمېسیونونو کې داسې کسان د نړیوالو کمېشنرانو په توګه وګومارل شي چې د ټاکنو پیاوړتیا او ښه توب په برخه کې کار وکړي خو له بده مرغه داسې کسان ګومارل شوي چې په تېر کې ښه مخینه نه لري چې په یقیني ډول د داسې کسانو شتون د ولسمشرۍ ټاکنو روڼتیا لپاره ګواښ دی.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا) مشر نعیم ایوب زاده نیوکه وکړه چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د نړیوالو کمېشنرانو ګورمارنې په برخه کې په ملي کچه له ټاکنیزو شریکانو سره سلا مشوره نه ده شوې په کار وه چې ټاکنیزو کمېسیونونو کې د نړیوالو کمېشنرانو د ګومارنې په برخه کې د ځینو معیارونو رامنځته کولو لپاره له هغوی د همکاری غوښتنه شوې وه.
نوموړي، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې پر مالي فساد د ککړو نړیوالو کمېشنرانو ګومارنه د اندېښنې وړ بولي زیاته یې کړه چې تورنېدل، د صداقت نه شتون او ژمنه دا ښيي چې د ټاکنو روڼتیا او جوړښتونو لپاره جدي ګواښ وي.
نوموړي دغه مطلب ته په اشارې چې په فساد اخته کسان کاري ژمنتیا نه لري، له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې په خپله دې پرېکړه دې له سره غور وکړي او د هغه پر ځای بل کس ور وپېژني.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) اجرایي مشر یوسف رشید هم وویل چې د مالي فساد په تور له دندې ګوښه شوي کسان باید د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نړیوال کمېشنرپه توګه دنده ترسره نه کړي.
نوموړي زیاته کړه: ((د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې پر فساد د اخته نړیوال کمېشنر ګومارل زموږ خورا کمزوري څرګندوي چې ګواکې د وړو کسانو د ګومارنې ظرفیت نه لرو او دغه راز وېره لرو چې په ګانا کې د یاد بهرني کمېشنر له لوري ترسره شوی مالي فساد په افغانستان کې هم پراخ او عملي نه شي.))
نوموړي د دغه مطلب په ډاګه کولو سره چې نړیوال کمېشنران د ملګرو ملتونو سازمان او افغان حکومت په موافقه ګومارل شوي دي، وویل چې ملګري ملتونه دې په دې اړه هېوادوالو ته ځواب ووايي.
هغه په ډاګه کړه: ((موږ تمه درلوده څو داسې کسان د نړیوالو کمېشنرانو په توګه وګومارل شي چې خپلې مثبتې تجربي او ظرفیت له موږ سره مرسته وکړي او مالي روڼتیا رامنځ ته شي؛ خو که خپله په فساد ککړ وي نو د ښه کار انتظار نه، بلکې د ناوړو پایلو شاهدان به یو.))
هېوادوال وايي چې پر فساد اخته بهرني کمېشنران په هېڅ ډول د افغان ولس لپاره صادق نه دي.
د کابل ښاراوسېدونکي شمس الله هوشمند د هېواد په ټاکنیزو کمېسیونونو کې پر فساد د ککړو بهرنیو کمېشنرانو پر ګومارنې د نیوکې ترڅنګ وویل څوک چې پرخپلو هېوادوالو زړه سواند نه وي او خپل هېواد کې په مالي فساد تورن وي، هېڅکله به له افغان ولس سره رېښتوني نه وي.
ولسمشرۍ دفتر په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه
د لسمشرمرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې اړه باید نړیوال کمېشنر په خپله ځواب ووايي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون
پژواک خبري اژانس له تېرې ورځې راهيسې څو ځلې د ټاکنیزو شکایتونو له مطبوعاتي دفتر سره اړیکه نیسي څو یاده اداره په دې اړه ځواب ورکړي او یا له یاد نړیوال کمېشنر سره پژواک ته د ځانګړې مرکې موکه برابره کړي خو په دې اړه تر اوسه ځواب نه دی ترلاسه کړی.
پژواک به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نظر له ترلاسه کولو سره سم، د یادې ادارې څرګندونې په راپور کې شامل کړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.