٧١ مورد شکایت در کمیسیون شکایات انتخاباتی ثبت شده است

کابل: (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه، ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، کندهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پايلې به نن او له کابل پرته د پاتې پنځو ولایتونو به د اوونۍ تر پايه اعلان شي.
د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال د تلې په وروستيو کې تر سره شوې، خو تر اوسه د ٢٨ ټاکنيزو حوزو وروستۍ پايلې اعلان شوې او د کوچيانو، کابل، کندهار، ميدان وردګو، پکتيا، بغلان او کندوز د ټاکنيزو حوزو وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوې.
د ټاکنيزو شکایتونو کمېسیون ویاند محمد قاسم الیاسي نن پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه کمېسيون د کندهار د ټاکنو وروستۍ پايلې نن له غرمې مخکې د ټاکنو کمېسيون ته استولي او کېداى شي نن ماښام يې اعلان کړي.
دغه راز هغه وايي، په پام کې ده چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د پکتيا د حوزې پايلې هم سبا د ټاکنو کمېسيون ته واستوي.
د ټاکنو کمېسيون د وياند مرستيال ذبيح الله سادات وايي، کېداى شي د کندهار  پايلې نن ماښام اعلان شي.
د ده په وينا د نورو ټاکنيزو حوزو د رايو پايلې چې کله د ټاکنو کمېسيون دوى ته واستوي، له يوې کتنې وروسته به يې اعلان کړي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند وايي، له کابل پرته چې ډېرې څېړنې ته اړتيا لري، د نورو پاتې ټاکنيزو حوزو پايلې به هم په روانه اوونۍ کې د ټاکنو کمېسيون ته ولېږي او اعلان به شي.
ده ونه ويل چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون به د کابل د رايو پايلې کله د ټاکنو کمېسيون ته واستوي.
دا په داسې حال کې ده چې په پارلماني چارو کې د دولت وزير ډاکټر غلام فاروق وردګ نن په یوه خبرې ناسته کې وويل چې روانه اوونۍ به د ملي شورا ١٧مه تقنيني دوره پرانيستل شي.
الیاسي په دې اړه وايي، له دې نه چې ملي شورا په بې برخليک حالت کې وي، غوره ده چې له کابل پرته د نورو ټاکنيز حوزو د ٢٠٦ وکيلانو په ګډون پرانيستل شي.
د کابل له حوزې ٣٣ تنه ولسي جرګې ته لار پيدا کوي. دغه راز د غزني ولايت چې ټاکنې يې د ځينو دلايلو له مخې ځنډېدلي، د قانون له مخې په ياده جرګه کې ١١ غړي لري.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.