کابل (پژواک، ۲۵مرغومی ۹۷): د کابل ولایت لسګونو معترضو نوماندانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د اعلان شوو پایلو په وړاندې مخالفت وښود او هغه یې جعلي بللې دي.
یادو معترضو نوماندانو، نن د مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې د کابل رایو بطلان په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له تېرې پرېکړې ملاتړ وکړ او د کابل رایو د باطلېدو غوښتنه یې وکړه.
د عرفان الله عرفان په نوم معترض نوماند د کابل ولسي جرګې د لومړنیو پایلو نوملړ جعلي وباله او ويې ویل چې ځینو سوداګرو د خلکو رایې اخیستې دي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون يې په ملي بهیر کې په خیانت تورن کړ.
نوموړي د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنران د خلکو او ولسواکۍ په برخلیک په سوداګرۍ تورن کړل، ويې ویل چې دې کمېشنرانو له بریالیو نوماندانو سره د پیسو معامله کړې چې هره رایه يې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ډالرو پرې خرڅه کړې ده.
د معصومي توسلي په نوم یوې معترضې نوماندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر مشر عبدالبدیع صیاد د نیوکې ترڅنګ وویل چې نږدې یو میاشت وړاندې، صیاد د نوماندانو په حضور کې د کمېسیون کارکوونکو له لوري د رایو پلور او پېر پخلی وکړ او ورته ویلي يې و، که اسناد او شواهد په لاس کې ولري، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته دې مراجعه وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رایو پلور او پېر تایید کړی او ویلي و چې د کابل رايې له همدې امله باطل اعلان شوي دي.
توسلي وویل: ((موږ سره په لاس کې شته اسناد ښيي چې د تلې ۲۸ مه د ټاکنو په لومړۍ ورځ د رايې ورکولو په زیاتو مرکزونو کې له ۱۱۷ شمېرې څخه تر ۶۴۹ شمېرې پورې په پاڼو کې د نوماندانو نومونه نه وو او خلکو به له نوماندانو سره اړیکه نیوله چې ستاسو نومونه د رايو په پاڼو کې نشته.))
صدیق منصور بل معترض نوماند وویل چې خلکو د خپلو وینو په بیه ټاکنو کې ګډون وکړ څو خپل برخلیک وټاکي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دارالانشاء د خلکو پر رایو معامله وکړه او د هغوی له برخلیک سره يې لوبې وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې څو ځله مدني بنسټونو او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل رايې باطل کړي دي؛ خو د ارګ لاسوهنه د ټاکنو په بهېر کې او سیاسي معاملې د دې لامل شوي چې په ټاکنو کې فساد دوام ومومي.
نوموړي زیاته کړه، څه باندې ۱۵ زره اسناد او شواهد شته چې د رایو شمېرنې په بهير کې او د رایو بیا شمېرنې پرمهال د ترسره شوو درغلیو ښکاروندی دي.
نوموړي ځینو درغلیو ته په اشارې وویل چې د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د یوه کاندید په ګټه چې هېڅ رايه يې نه درلوده، ۴۰۳ درې رایې ثبت شوي دي او همداراز د کابل ښار په دویمه ناحیه، میربچه کوټ، ده سبز، چهاراسیاب، شکردرې ولسوالیو او ځینو نورو محلاتو کې، د ځانګړي نوماند په ګټه خیالي رايې حساب شوي دي.
معترضو نوماندانو په پای کې پرېکړه لیک هم خپور کړ چې پربنسټ يې د کابل رایو بطلان په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له پرېکړې ملاتړ شوى دى.
سربېره پر دې، هغوی د کابل په کچه د ټولو رایو د ابطال غوښتنه وکړه او له عدلي او قضايي بنسټونو څخه یې غوښتنه وکړه چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د فساد عاملین او متقلب نوماندان دې وپېژني  او قانوني چلند دې ورسره وکړي.
د پرېکړه لیک په پای کې راغلي، که د دوی غوښتنو ته پاملرنه و نه شي، خپل اعتراضات به نور هم پراخ کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.