کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۷): د ولسمشر دویم مرستیال د ټاکنیزو کمېسیونونو پر فعالیتونو نیوکه کوي او وايي، د درغلۍ، سرغړونو او فساد د تورونو تر سیوري لاندې د دولت او افغانانو اعتبار او ارزښت په بشپړ ډول تر پوښتنې لاندې راغلی دی.
د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن په کابل کې «د حقوقي مرستو ملي کنګرې» ناستې ته وویل: ((نن د ډېموکراسۍ تر ټولو ویاړمنه صحنه او په ټاکنو کې د خلکو په خپله خوښه سیاسي او مدني فعال ګډون د دوست او دښمن د پیغور او سپکاوي لپاره پر وسیله او یو ډول خجالت بدل شوی دی.))
د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه خو په کندهار ولایت کې یوه اوونۍ وروسته ترسره شوې او ویل کېږي چې په یادو ټاکنو کې زیاتې مديریتي، تخنیکي او امنیتي ستونزې موجودې وې.
دانش د دې په څرګندولو چې ځینې دولتي بنسټونه نه یوازې خپلې قانوني دندې په ښه ډول نه ترسره کوي، بلکې د خلکو په حق کې ظلم کوي او ویې ویل: ((روښانه بېلګه یې هغه څرګند ظلم دی چې په دې ورځو کې د ټاکنیزو کمېسیونونو له خوا د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال له خلکو سره ترسره شوی دی.))
هغه د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو پر ځنډ نیوکه وکړه او ویې ویل، د ټاکنو له ترسره کېدو درې میاشتې وتلې دي، خو  د پایلو یې هېڅ معلومات نشته.
د ولسمشر مرستیال زیاته کړه: ((ټاکنیز کمېسیونونه دې پوه شي چې د خلکو د زغم کاسه ډکه شوې او له دې زیاتې کمزورتیاوې او ناغېړۍ نه شي زغملای.))
د ولسمشر مرستیال د ملي یووالي له حکومته وغوښتل چې پر هر اړخیزو اصلاحاتو کار وکړي او د خلکو د حقونو د ضایع کېدو مخه ونیسي، پرته له دې به د ولسمشرۍ ټاکنې د ولسي جرګې تر ټاکنو له بد برخلیک سره مخ شي.
د یادونې ده چې د ولسي جرګې له ټاکنو درې میاشتې تېرېږي خو تر اوسه د هېڅ ولایت وروستۍ او د کابل ولایت لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې او ټاکنیز کمېسیونونه څو ځله د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه ځنډوي.
دا په داسې حال کې ده چې یوې معتبرې حکومتي سرچینې د نوم د نه اخيستو په شرط تازه رسنیو ته ویلي چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه دې پرېکړې ته رسېدلي چې د چنګاښ د ۲۹ د ولسمشریزه ټاکنو مديریت به تازه کمېشنران کوي او د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته به د ټاکنیزو کمېسیونونو اوسني غړي له دنده لرې شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.