کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۹۷): لویې څارنوالۍ د ټاکنیزو جرمونو ۸۱ قضیو، د درغلیو ۵۵۴ قضیو او د هویت په تذکرو کې د درغلیو په تړاو د ټاکنو کمېسیون د ۲۲ کارکوونکو، ۳۲ دولتي کارمندانو او څلور نوماندانو په ګډون د ۲۳۰ کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د ولسي جرګې ټاکنې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې کابو دوه میاشتې وړاندې ترسره شوې، د ټاکنو کمیسیون تر اوسه د ۲۹ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړي دي چې پراخو اعتراضاتو سره مخامخ شوي دي.
د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي، نن په کابل کې د خبرې غونډې پرمهال وویل چې یاد ۲۳۰ کسان د کابل په ګډون په ۱۹ ولایتونو کې د ټاکنیزو جرمونو په تړاو نیول شوي چې ۱۵۵ يې عادي کسان دي.
نوموړي زیاته کړه، په کندوز کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر مشر، د پولیسو، سیمه ییزو پولیسو منسوبین د نیول شوو کسانو په کتار کې دي. نوموړي په دې اړه زیات جزئیات ور نه کړل او د نیول شوو هویت یې په ډاګه نه کړ.
هغه وویل، ۱۵۵ عادي کسان د سټیکر پر پلور، جعلي تذکرو لېږد او کارولو، د حساسو ټاکنیزو موادو د غلا، ځانګړو نوماندانو ته د رایي په ورکولو د خلکو اړ ایستو، په رایو کې د لاسوهنې او د ټاکنو بهیر ګډوډولو په تړاو نیول شوي دي.
د هغه په خبره، د زیات شمېر نیول شوو کسانو دوسیې بشپړې شوي او د اړوند ولایتونو محاکمو ته استول شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، څارنوالۍ د شکایتونو او درغلیو غوره څېړنې لپاره د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره هوکړه لیک لاسلیک کړی چې پر بنسټ به يې دواړه ادارې په ګډه، ځینې دوسيې څېړي.
همداراز رسولي په نننۍ ناسته کې وویل چې د تابعیت په تذکرو کې د درغلیو او جعل په تړاو د سیاسي جریانونو له ادعاوو څخه وروسته د ولسمشرۍ له لوري د ټاکل شوي پلاوي دنده پای ته رسېدلې ده او د یاد پلاوي د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د تقلب او درغلیو ۵۵۴ قضیې کشف شوې دي.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د دې قضیو په تړاو ځینې کسان هم نیول شوي دي.
د هغه په خبره، یاد پلاوي پنځه هغه کسان هم نیولي چې د پکتیکا د وګړو احوال ثبت ادارې په اوو ټوکو حساس کتابونو کې د لاسوهنې تور پرې پورې شوی دی.
رسولي ادعا وکړه چې سیاسي جریانونو او د ولسي جرګې غړو تل د تابعیت په تذکرو کې له جعل او درغلیو شکایتونه کول، خو له پلاوي سره يې هېچ راز مرسته نه ده کړې.
Add new comment