کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۹۷): فیفا د ځینو ولایتونو او مرکزونو کې د رایو د بیا شمېرنې د اعلان هرکلی کړی، خو وايي چې که د رایو بیاشمېرنه د څارونکو تر څارنې لاندې ترسره نه شي، د فساد او درغلۍ لپاره به زمینه زیاته کړي.
د غزني ټاکنې د ټاکنیزو حوزو پر سره د نه توافق له امله وځنډول شوې، خو د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسی جرګې ټاکنې د تلې پره ۲۸ مه او ۲۹ مه او په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه ترسره شوې. په دې ټاکنو کې د فساد او درغلیو راپورونه خپاره شوي دي.
د ټاکنو کمېسیون په ټاکنو کې له درغليو او سرغړونو څخه د شکایتونو په اساس اعلان کړی چې د پنجشېر د ټولو مرکزونو په شمول په ۱۱ ولایتونو کې د ۴۵۴ مرکزونو رایې له سره شمېري.
یاد کمېسیون دغه راز ویلي، سربېره پر دې په کابل کې د ټولو مرکزونو رایې هم له سره شمېرل کېږي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایوي رییس یوسف رشید نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال په ټاکنو کې د عدالت او روڼوالي د ټینګښت په موخه د کمېسیون له دې اعلان څخه هر کلی وکړ، خو زیاته یې کړه، که د رایو بیا شمېرنه په شفاف ډول او د څارونکو، د نوماندانو د څارونکو، د ټاکنو د څار بنسټونو او سیاسي ګوندونو په حضور کې ترسره نه شي، د فساد او درغلۍ لپاره به زمینه زیاته کړي.
هغه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د ټاکنو د لا روڼوالي لپاره دې د رایو د بیاشمېرنې بهیر له نوماندانو سره په همغږۍ پر مخ بوځي.
هغه زیاته کړه، کمېسیون دې د نوماندانو په ځانګړې توګه کوچي نوماندانو ناظرینو ته چې له وضعیت څخه سخت ناراضه دي، د څار زمینه برابره کړي.
د رشید په باور، د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې د بیروبار د مخنیوي لپاره غوره ده چې یو مهالوېش ترتیب او له نوماندانو سره شریک شي، چې له مخې یې نوماندان خپل څارونکي د بیا شمېرنو محلونو ته ولېږي.
ده وویل، د کندوز ولایت ټولې رایې دې هم بیا وشمېرل شي، ځکه زیاتره نوماندان یې د ټاکنو بهیر له څرنګوالي خوښ نه دي.
هغه د ټاکنو له کمېسیونه وغوښتل چې د هغه زورواکو او دولتي مقاماتو نومونه دې له خلکو سره شریک کړي چې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې یې لاسوهنه کړې ده.
ده زیاته کړه، کمېسیونونه باید له دې ډول کسانو سره د هېواد د اساسي قانون مطابق چلند وکړي.
هغه ادعا وکړه چې د ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د مهالوېش په اړه غوڅ تصمیم نه لري او غواړي له قانون څخه تېښته وکړي.
د ده په خبره، د ټاکنو کمېسیون باید له قانون څخه د تېښتې پر ځای د ولسمشریزو، ولسوالیو شوراګانو او په غزني کې د ولسي جرګې د ټاکنو برخلیک وټاکي او د یادو ټاکنو لپاره رغوونکی پروګرام ولري.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ له ټولو سیاسي لوریو او ډلو وغوښتل چې خپلې چارې په ځانګړې توګه د ټاکنیزو ټکټونو په اړه خپل فعالیتونه د اساسي قانون مطابق ترتیب او له ټاکلي وخت وړاندې له مبارزو، له دولتي امکاناتو او موقف څخه له ګټه اخیستو ځان وساتي.
دغه راز نوموړي وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د احتمالي نوماندانو ناقانونه کړنو ته چوپ پاتې نه شي او له خپلو قانوني صلاحیتونو څخه ګټه واخلي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وري ۳۱ مه د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو ورځ اعلان کړې او دوې ورځې مخکې یې ویلي وو چې د یادو ټاکنو مهالوېش اعلانوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.