کابل (پژواک ١٠ ليندۍ ٩٧): د ټاکنو خپلواک کميسيون د کونړ، سمنګانو، سرپل، نورستان او ميدان وردګو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې.
د دې کميسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صياد، نن ماخوستن په خبري ناسته کې وويل چې په کونړ کې جاوېد صافي د ٦٩١٢ رايو، مولوي شهزاده شاهد د ٦٣١٢ رايو، نعمت الله کرياب د ٦٢٤٦ رايو او وږمې صافۍ د ٤٢٥٤ رايو په اخيستو سره په دې ولايت کې تر ټولو زياتې رايې اخيستې دي.
هغه زياته کړه، په سمنګانو ولايت کې مخدوم ابدال الله محمدي ٩٦٠٤ رايې، حيات الله سمنګاني ٩٢٦٥ رايې، ضياءالدين ضياء ٦٢٦٢، رايې او محبوبې رحمت ٣١٦١ رايو په اخيستلو سره په دې ولايت مخکښ کانديدان دي.
د نوموړي په وينا، په سرپل کې محمد اکبر سلطان زاده ٩٣٢٨ رايې، ډاکټر اسدالله ايوبي ٧٩٣٣ رايې، سيد محمد محسن شريفي بلخابي ٧٨٢٥ رايې، حميدالله بېګ ٦٢٥٣ رايې او عزيزې جليس ٦٠٦٥ رايې اخيستې دي.
نوموړي د نورستان په اړه وويل چې عبيدالله نورستاني ٢٥٣٥ او ډاکټر زاهدې فيضان ٦٧٥ رايې اخيستې دي.
د ده په خبره، په ميدان وردګو ولايت کې عبدالاحمد دراني ٧٧٣٧ رايې، عبدالرحمن وردګ ٦٨٩٣ رايې، محمد مهدي راسخ ٦٠٢٥ رايې، حليمې عسکري ٣٢١٩ رايې او انجنير حميدې اکبري ٢٥٣٩ رايې اخيستې دي.
صياد وويل چې دغه لومړنۍ پايلې دي او دوى تر ٤٨ ساعتونو پورې د شکايتونوپ په کميسيون کې خپل شکايت ثبتولى شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.