کابل (پژواک،٢٣ تله ۹۷): ولسي جرګې د ټاکنیزو مبارزو تر پیل وروسته د اوونۍ په جریان کې یوازې دوشنبې ناسته ترسره کوله، خو نن «دوشنبې» د اکثریت وکیلانو د غیرحاضرۍ له امله دغه ناسته هم ترسره نه شوه.
د ولسي جرګې د نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ د تلې په ۶ مه پيل او د همدې میاشتې تر ۲۵ مې دوام لري. د ولسي جرګې ټاکنې د روانې میاشتې په ۲۸ مه ترسره کېږي.
د ولسي جرګې رییس د تلې په څلورمه ویلي و چې دغه جرګه د ټاکنیزو مبارزو په جریان کې په یوه اوونۍ کې یوه ورځ کار کوي، خو کارپوهانو له مصوبې پرته د جرګې دا تصمیم ناقانونه بللى و.
خو نن د ولسي جرګې شاوخوا ۱۰ غړو په ملي شورا کې حضور درلود او د دې جرګې ناسته ترسره نه شوه.
د ولسي جرګې نننۍ غونډې ته راغلو ددې جرګې ځینو غړو د وکیلانو پر ناسوبتیا سخته نیوکه وکړه.
 په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي ذکریا ذکریا چې د دې جرګې نننۍ غونډې ته راغلی و وویل، د جرګې زیاتره غړي په ټاکنیزو مبارزو بوخت دي او له همدې امله د دې جرګې نننۍ غونډه ترسره نه شوه.
 هغه زیاته کړه چې نننۍ غونډې ته د جرګې له منشي عرفان الله عرفان پرته د یادې جرګې د اداري  پلاوي غړي هم نه وو راغلي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې هغو نوماندانو ته رایه ورکړي چې مسوولیت منوونکي وي.
 په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی عبدالستار درزابي بل هغه کس دی چې د دې جرګې نننۍ غونډې ته راغلی و. هغه د ذکریا د خبرو په تایید وویل چې د جرګې د اداري پلاوي ضعف او د زیاتره وکیلانو مسوولیت نه منل د دې لامل شو چې نننۍ ناسته ترسره نه شي.
 خو د ملي شورا بل حاضر غړي چمن شاه اعتمادي وویل چې د ولسي جرګې ۹۹ سلنه غړي د دې جرګې غړیتوب ته نوماندان دي او حق لري چې د خلکو د رایو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو په منځ کې شتون پیدا کړي، د ولسي جرګې ټاکنو ته لږ وخت پاتې دی.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.