کونړ او زابل کې د پاکستان پر ضد لاريونونه وشول

کلات- اسعداباد (پژواک، ١٨ زمرى ٩٤): په زابل او کونړ ولايتونو کې سلګونو خلکو د لاريوونو په ترڅ کې وروستۍ امنيتي پېښې وغندلې او د پاکستان پر ضد يې شعارونه ورکول.
د زابل ولايت سلګونو اوسېدونکو د زمري په ١٨مه د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه او د دغو ځواکونو کارونه يې وستايل، تر غونډې وروسته ګډونوالو د پاکستان پر وړاندي لاريون وکړ او د دغه هېواد استخبارات يې پر وروستيو بريدونو تورن وبلل.
په دې غونډه او لاريون کې د دغه ولايت د والي او خلکو تر څنګ د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې غړو برخه اخيستې وه.
د زابل والي انور اسحق زي د دې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو د ګڼ شمېر بريدونو مخه نيولې ده.
هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو په خپلو وروستيو فعاليتونو سره پر ځان د ولس باور زيات کړی او هڅه کوي چې د امنيت او سولې لپاره خپلې هڅې نورې هم زياتې کړي.
د زابل د ولايتي شورا غړي محمد داود ګلزار پژواک اژانس ته وويل چې له روانو ستونزو څخه د خلاصون يواځېنۍ لار د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ او ورسره هر اړخيزه همکاري ده.
له غونډې وروسته ګډونوال د کلات ښار ته راوتلل او د لاريون په ترڅ کې يې د پاکستان پر وړاندي شعارونه ورکول.
د لاريون پر مهال د کلات ښار ټول دوکانونه تړل شوي وو او ګډونوالو د پاکستان استخباراتي اداره د هېواد په وروستيو کې نا امنيو کې تورنه وبلله.
د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان وويل چې د پاکستان استخباراتي اداره کوښښ کوی چې په افغانستان کې جګړه دوام وکړي او سوله رانه شي.
د يوه بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې هم لسګونو کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې د کابل وروستي بريدونه وغندل.
په کونړ کې دغه لاريون چې د ولايتي شورا له خوا په لاره اچول شوى و، په کې د ولايتي شورا د غړو تر څنګ عامو خلکو هم برخه اخيستې وه.
لاريونوالو د اسعد اباد ښار پر بېلابېلو سيمو وګرځېدل او د جګړې ضد شعارونه يې ورکول.
د کونړ د ولايتي شورا مرستيال جمال الدين سيار وويل چې له کابل وروسته غير اسلامي او انساني عمل و.
هغه له حکومته وغوښتل چې د دغو بريدونو عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې دې وسپاري.
په مشرانو جرګه کې د کونړ د خلکواستاري محمد طيب عطا د کابل بريدونه وحشيانه ياد کړل او له خلکو يې وغوښتل چې له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د يادونې ده، د تېرې جمعې د کابل په دريو بريدونو کې تر پنځوسو زيات کسان ووژل شول او شاوخوا ٥٠٠ نور ژوبل شوي چې ډېرى يې ملکي وګړي وو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.