هزاران جريب زمين دولتى در پل علم غصب شده است

پل علم (پژواک، ۱٨ زمری ۹۴) : د لوګر والي وايي چې څه باندې ١٦ سوه کسانو په دغه ولايت کې زرګونه جريبه دولتي ځمکې غصب کړې او له همدې امله اوس ٣٥ سلنه دولتي ادارې ودانۍ نه لري.
د لوګر والي محمدحليم فدايي د زمري په ١٨مه خبريالانو ته وويل چې په دغه ولايت کې په تېرو ١٤ کلونو کې ١٦٦٠ کسانو دولتي ځمکې غصب کړې دي.
نوموړي وويل: ((هغه معلومات چې د ولايت د يو کمېسيون له تحقيقاتو څخه ترلاسه شوي، په کې راغلي چې د لوګر په کچه ۱۷سلنه ځمکې غصب شوې، ۲۰ سلنه تر دعوو لاندې دي او ۳۱ سلنه دولتي ځمکه ورکه ده.))
هغه وايي چې په لوګر کې دولتي ځمکې د پخوانيو سيمه ييزو چارواکو، زورواکو او عامو خلکو له خوا غصب شوې دي.
فدايي زياته کړه چې په دغه ولايت کې د دولتي ځمکو د نه شتون له امله ٣٥ سلنه دولتي ادارې ودانۍ نه لري.
ده وويل: ((تر ټولو جالبه خبره دا ده چې د ځمکو د اراضي امريت هم ودانۍ نه لري او دومره ځمکه هم نه لرو چې دې ادارې ته په کې ودانۍ جوړه کړو.))
د هغه په وينا، که محکمه اجازه ورکړي نو د هغو کسانو نومونه به د رسنيو له لارې په ډاګه کړي چې په دغه ولايت کې يې ځمکې غصب کړې دي.
هغه وويل چې د غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په موخه به يو کمېسيون جوړ کړي او عاملين به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
په لوګر کې د ځمکو د اراضي امر عبدالاحمد خان هم وايي چې په تېرو څو کلونو کې سيمه ييزو چارواکو او زورواکو په دغه ولايت کې زرګونه جريبه ځمکه غصب کړې ده.
هغه وايي: ((موږ ته اجازه نشته چې د ځمکو د غاصبينو په اړه رسنيو ته معلومات ورکړو خو د خپل مسووليت له مخې مې اړوندې ادارې په جريان کې کړې دي.))
د لوګر د ولايتي شورا غړي سيد قريب الله سادات هم وايي چې په دغه ولايت کې زرګونه جريبه ځمکه غصب شوې ده.
د هغه په اند، اداري فساد او د سيمه ييزو چارواکو غفلت د دې لامل شوى چې په دغه ولايت په لوړه کچه ځمکې غصب شي.
سادات له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې هر څه ژر دولتي او نورې ځمکې د غاصبينو له منګلو وژغوري.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې زرګونه هکتاره ځمکه د غاصبينو له منګلو ژغورل شوې خو اوس هم څه باندې څلور ميليونه جريبه ځمکه د غاصبينو په ولکه کې ده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.