پاکستان د کونړ پر درې ولسواليو توغندويي بريدونه کړي

اسعداباد(پژواک،١٧زمرى٩٤): د کونړ والي وايي چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا د دې ولايت پر درېيو ولسواليو د توغنديو بريدونه کړي دي.
له تېرو پنځو کلونو راهيسې دپاکستان له خاورې د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو په وقفه يي توګه  توغندويي بريدونه کيږي ،چې له امله يې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او خلک يې د سيمې پرېښودو ته اړ کړي دي.
د کونړ والي وحيدالله کليمزي د زمري په ١٧ مه په اسعد اباد ښار کې يوې خبرې ناستې ته وويل چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا د کونړ پر دانګام، ناړۍ او سرکاڼو سرحدي ولسواليو  د توغنديو بريدونه کړي دي.
د هغه په وينا، په تېرو څو ورځو کې پاکستاني پوځيانو پر يادو ولسواليو ٤٣توغندي توغولي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، له يادو توغنديو څخه پنځه يې پر ناړۍ، ١٢ يې پر دانګام او پاتې نور يې پر سرکاڼو ولسوالۍ لګيدلي دي.
کليمزى وايي : (( په دې بريدونو کې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه هم اوښتي د همدې بريدنو له امله تېره شپه په سرکاڼو ولسوالۍ کې يو تن وژل شوى او يو بل ټپي دى.))
والي وايي چې د يادو بريدونو په اړه يې حکومتي چارواکو ته خبر ورکړى او بايد مخه يې ونيول شي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل : (( افغان ولسونه او پوځيان د دې وړتيا لري چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.))
کليمزى وايي چې د افغانستان خاوره د بل هيڅ هيواد پر وړاندې نه ده کارول شوې بايد پر افغانستان هم بريدونه ونه شي.
کليمزي وويل چې د حکومتي چارواکو حکم ته منتظر دى ځکه اوس افغان ځواکونه له خپلو پولو د دفاع توان لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.