علما : د طالبانو نوى مشر دې د سولې روانو خبرو ته غاړه کېږدي

اسعداباد، ميدان وردګ (پژواک ١١ زمرى ٩٤): د کونړ او ميدان وردګو ولايتونو يو شمېر علماوو د طالبانو له نوي مشره وغوښتل، چې د سولې روانو خبرو ته غاړه کېږدي.
د کونړ د ولايتي شورا غړي محمد ساپي، د علماوو شورا مشر مولوي عبدالرحمن، د سولې شورا مشر محمد اسماعيل، قومي مشر محمد روزي په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، چې سوله د اسلام حکم دى او دواړه لوري هم مسلمانان دي او هر هغه څوک چې يو اسلامي حکم نه په ځاى کوي، هغه د اسلامي له دايرې وځي.
د کونړ د سولې ولايتي کمېټې مشر محمد اسماعيل وويل، دوى د ملا منصور هغه څرګندونې په کلکه ردوي، چې نوموړي په افغانستان کې د سولې پر ځاى د جګړې په کولو ټينګاى کړى دى.
ده زياته کړه، ملا منصور دې د سولې روانو خبرو ته ادامه ورکړي، چې په ترڅ کې يې په هېواد کې د بې ګناه خلکو وينه تويېدنه پاى ته ورسېږي.
د طالبانو نوي مشر ملا منصور په خپله لومړۍ وينا کې د سولې له پروسې مخالفت ښودلى او زياته کړې يې ده، چې دا د دښمن تبليغات دي.
ده ويلي: ((د سولې خبرو ته غوږ نه نيسو، موږ به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو.))
د کونړ د ولايتي شورا غړي محمد ساپي بيا وويل، که د دولت وسله والو مخالفين هر ډول ستونزه يا نور کوم ډول ملاحظات لري، نو د خبرو له لارې دې له دولت سره هوار کړي.
نوموړي له ټولو وسله والو وغوښتل چې د سولې له بهير سره يوځاى شي او له دې موقع ګټه واخلي، ځکه جګړه د ستونزو د حل لاره نه ده.
قومي مشر او جهادي شخصيت محمد روزي وويل، تجربو وښوده چې د جګړه د حل لار نه ده او د هرې خبرې حل په خبرو کې دى، نو طالبان دې هم د سولې په ټغر له افغان دولت سره کېنې او يوې پرېکړې ته دې ورسېږي.
دى وايي: "که وسله وال مخالفين د پرديو په لمسې باندې جنګ ته لمن وهي او سولې ته غاړه نه ږدي، نو موږ اړ يو چې د خپلې خاورې ساتنه وکړو او پر وړاندې يې وسله راواخلو."
وروسته له دې چې د وسله والو طالبانو نوی مشر د سولې خبرې یوه تبلیغاتي بڼه ښودلې وه او د جګړې پر دوام یې ټینګار کړی وو، د میدان وردګو د علماؤ شورا له لورې دغه پرېکړې په کلکه غندل شوې او له دغه مخالفې ډلې څخه یې غوښتی ترڅو د سولې خبرو اترو ته غاړه کیږدي .
د يوه بل خبر له مخې، د د میدان وردګو د علماوو شورا هم د سولې په اړه د طالبانو د نوي مشر څرګندونې غندلي او له دغې مخالفې ډلې يې غوښتي، چې د سولې خبرو اترو ته غاړه کېږدي.
د دغه ولایت د علماوو شورا ريیس مولوی عزیز الرحمن صدیقي، پژواک اژانس ته وويل، اختلافات او جنګونه د اسلام مبارک دین  زیانمنوي او د دغې چارې د مخنیوي په موخه باید ټولې ښکېلې خواوې د سولې خبرو اترو کې ونډه واخلي .
ده زیاته کړه، جګړه د دې هېواد اولادونو ته د مرګ ژوبلې او ناامنۍ پیغام ورکوي او په روانه جګړه کې ټولو ښکېلو خواوو کې اکثریت افغانان وژل کېږي.
هغه وايي: ((زه د میدان وردګو د علماوو شورا په استازيتوب د وسله والو طالبانو نوي مشر مولوی منصور ته توصیه کوم، که حقیقي مسلمان یې او عالم یې، نو بیا د سولې خبرو اترو څخه سرغړونه مه کوه او هڅه مه کوه، چې جګړې ته لمن ووهې.))
دى زياتوي: ((د طالبانو اوسنیو رهبرانو ته مې پیغام دادی، چې نور لع جنګ جګړې لاس واخلي، په جنګ جګړه کې تاسې تباه کېږئ او د افغانستان ولس تباه کېږي او د اسلام مبین دین ته هم زیانونه اوړي.))
نوموړي ګواښ وکړ، که وسله وال طالبان لا هم جګړې ته دوام ورکړي، نو د دغه ولایت دیني عالمان به د دوی پر وړاندې جدي غبرګون وښیي .
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.