په کونړ کې له سېلاب ځپلو سره مرستې وشوې

اسعداباد (پژواک، ١١ زمرى ٩٤): د کونړ ولايت د ځينو سيمو له سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
د کونړ د چارواکو د معلوماتو له مخې، د وروستيو ورښتونو له امله د دغه ولايت په ناړۍ، چپه دره، سرکاڼو، خاص کونړ، نرنګ، غازي اباد، اسمار، شــــیګل او وټه پور ولسوالیو کې سېلابونه راغلي دي.
د خوړو نړيوال سازمان او ځينو نورو خيريه بنسټونو له لوري د زمري په ١١مه د کونړ له ١٤٢ سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
د يادو مرستو د وېش پر مهال د کونړ والي وحيدالله کليمزي وويل چې وروستيو سېلابونو د دغه ولايت په نهو ولسواليو کې خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، سېلابونو لويې لارې، پلونه، ویالې، سربندونه، کورونه او کرنیزې ځمکې ويجاړې کړې دي.
کليمزى وايي چې د همدې سېلابونو له امله ١٤٢ کورنۍ زيانمنې شوې چې نن ورسره مرستې وشوې.
د والي په وينا، په دې مرستو کې خېمې، ترپالونه، د اوبو بوشکې، فرشونه، د پخلنځي مکمل سیټونه، ۱۵۰ کیلوګرامه غنم، لس کیلو ګرامه غوړي، لس کیلوګرامه دال، مالکه او بسکېټ شامل دي.
دغه راز په کـــونړ کې د پېښو پر وړاندې د مـــبارزې ادارې مشر غلام علي ثــــبات هم وويل چې وروستيو سېلابونو خلکو ته ډېر سخت مالي زيانونه اړولي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، وروستيو سېلابونو په کونړ ولايت کې ١٤٢ کورنۍ، څه باندې زر جريبه ځمکه، د برېښنا يو اتيا کوچني بندونه، درې جوماتونه، درې پلونه، نهه شپېته د ويالو سربندونه، دوه کيلومتره وياله او نهه دېرش جريبه باغونه زيانمن کړي دي.
ثبات وايي چې د يادو سېلابونو له امله د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې يوه نجلۍ هم وژل شوې ده.
د چپې درې ولسوالۍ اوسيدونکي نصرو الله پژواک ته وويل: ((زموږ کورونه او ځمکې ټول سېلابونو يوړل، موږ په سپيره ميدان پاتې شو، سرپناه نه لرو خوشحاله يو چې نن موږ سره کومکونه وشول.))
هغه له دولت نه غوښتنه وکړه چې له سېلاب ځپلو سره اړينې مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پرله پسې ورښتونو له امله د کونړ تر څنګ په کابل، پکتيکا، غور، کاپيسا، پکتيا، لوګر، غزي او ځينو نورو ولايتونو کې هم سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.