ریيس شورای ولایتی کندز به اختلاس متهم شد

کندوز (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٤): د کندوز والي د دغه ولايت د ولايتي شورا مشر د شپږ ميليونه افغانيو په وهلو تورنوي، خو د ولايتي شورا مشر وايي چې دا تور د والي له خوا يوه توطيه ده.
د کندوز والي يوې خبري غونډې ته وويل چې د ولايتي شورا مشر هغه شپږ ميليونه افغانۍ شخصي جېب ته اچولې چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له خوا د امام صاحب ولسوالۍ د طبيعي پېښې زيانمنو ته د مرستې په نوم ورکړل شوې وې.
هغه زياته کړه:((د ولايتي شورا مشر درې مياشتې وړاندې په دې او هغه نامه شپږ ميليونه افغانۍ چې د سېلابونو او وچکالۍ په نامه د طبيعي پېښو د زيانمنو لپاره راغلې وې، شخصي جېب ته واچولې او هېڅ راپور نشته چې دا پيسې چېرې تللې دي.))
د صافي په خبره، کله چې ده د دې پيسو د حساب ورکونې لپاره يو پلاوى واستوه، د ولايتي شورا مشر او نورو همکارانو يې د شخصي غرضونو له مخې د ده نوم بدۍ ته مخه کړه، لاريونونه او اعتراضونه يې پيل کړل.
تېره اوونۍ ځينو کسانو لاريون وکړ او د کندوز والي يې د امنيت او د طالبانو له خوا د دشت ارچي ولسواليو په نيولو کې پر بې کفايتۍ تورن کړ او د نوموړي د ګوښه کولو غوښتنه يې وکړه.
د کندوز والي وويل چې په دغه ولايت کې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې ستونزه شته، په داسې حال کې چې مافيايي کړۍ او غير قانوني وسله والې ډلې غواړي چې ملت او نظام ته زيان ورسوي.
د کندوز خلک ډېر کار ته اړتيا لري؛ په لومړي قدم کې بايد ملت جوړونې او په وروستي قدم کې سيستم جوړونه ښه شي، څو خلک له دې ستونزې راووځي.
خو د کندوز ولايتي شورا مشر محمديوسف ايوبي د والي ادعا يوه توطيه بولي او وايي که والي په دې اړه  اسناد او مدارک لري او وړاندې يې کړي، نو دى د خپل حيثيت اعاده کوي.
ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((والي تل د ولايتي شورا پر غړو دروغجنې ادعاوې تړي، ټولې دا ډول ادعاوې يې دروغ  او له حقيقت نه لرې دي، موږ د خلکو استازي د دولت پر کړنو څارنه کوو، کوم اعتراضونه چې کوو، د خلکو د غوښتنو او ستونزو پر بنسټ دي.))
هغه زياته کړه، که چېرې پرې ثابته شي چې دا پيسې يې جېب ته اچولې، نو د محاکمې لپاره حاضر دى.
له بلې خوا د کندوز له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر ميراقا اعتبار وايي چې دوى د دې پيسو د لوټلو خبر نه دي او د طبيعي پېښو د ځپل شوو لپاره چمتو شوې مرستې د دې ادارې د پلاوي له خوا وېشل کېږي.
هغه څرګنده کړه چې تر اوسه يې د شپږ ميليونه افغانيو د جېب ته اچولو راپور نه دى ور رسېدلى او تل يې کوښښ کړى چې نغذي او جنسي مرستې د ګډ کمېسيون له خوا د طبيعي پېښې تر زيانمنو پورې ورسوي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.