مردم لوگر رياست معارف اين ولايت را به فساد متهم کردند

پل علم (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۴): د لوګر د ولايتي شورا غړي د دغه ولايت د پوهنې رياست پر بې کفايتۍ تورنوي او وايي چې يو شمېر غير مسلکي کسان يې پر دندو ګومارلي خو د پوهنې رياست بيا دغه تورونه ردوي.
د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عدالت عبدالرحيمزي د چنګاښ ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د پوهنې په رياست کې ډېرې ستونزې شتون لري چې بايد جدي پاملرنه ورته وشي.
هغه زياته کړه: (( د نظارت او د خلکو د شکايتونو پر اساس موږ ته ثابته شوه چې په دغه ولايت د پوهنې بهير ډېرې ستونزې لري او په ولايت کې پوهنه يواځې په نوم ده.))
تېر کال د لړم په ٣مه د ټاکنو خپلواک کمېسيون له کابو اوو مياشتو ځنډ وروسته د ولايتي شوراګانو د  ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې خو دغو شوراګانو د نظارت حق د ترلاسه کولو په موخه د شاوخوا يوې مياشتې لپاره د خپلو دفترونو دروازې وتړلې.
تر ډېرو لاريونونو وروسته ولسمشر محمداشرف غني د يو فرمان له مخې ولايتي شوراګانو ته پر سيمه ييزو ادارو د نظارت حق ورکړ.
د عبدالرحيمزي د معلوماتو له مخې، د غير مسلکي کسانو ګومارل، له ښوونځيو د څارنې نشتوالى او اداري فساد هغه ستونزې دي چې د لوګر د پوهنې رياست ورسره مخ دى.
هغه زياته کړه: ((د لوګر د پوهنې رييس د مسلک خلاف د روابطو پر اساس پر دنده ګومارل شوى، مرستيالان او نور مامورين هم په پيسو مقرر شوي دي  او د دوى د نه پاملرنې له امله يواځې د ښوونځيو دروازې خلاصې دي خو  درس په کې نشته.))
د لوګر د ولايتي شورا بل غړى محب الله صالح هم پژواک ته وويل چې د لوګر د پوهنې په رياست کې د اداري فساد تر څنګ ګڼې نورې ستونزې هم شتون لري.
هغه زياته کړه: ((زه د ولايت له مقام او د پوهنې له وزارت څخه غوښتنه کوم چی د لوګر د پوهنې په رياست کې د فساد او روانو ستونځو د مخنيوی په برخه کی اړين اقدامات وکړي کنه په دې ولايت کې به د پوهنې بهير له يو لوى ناورين سره مخ شي.))
دغه راز د لوګر د بره کي برک ولسوال محمدرحيم امين پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ډېرى ښوونکي غير مسلکي او يا يې هم زده کړې تر دوولسم ټولګي پورې دي.
هغه زياته کړه: ((د ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ خلاصې دي خو درسونه يې په ډېره ټيټه کچه دي، ښوونځيو کې کميت شته خو کيفيت هېڅ نشته.))
د پل علم د کلنګار لېسې زده کوونکي عبدالله هم وايي چې په سمه توګه په ښوونځيو کې درسونه نه ورکول کېږي او په نورو برخو کې هم ستونزې لري.
هغه زياته کړه: ((کله استادان نه وي، که کله راشي نو هسې خپل ورځ تېروي، شاګردان هم کله راځي او کله نه راځي او د کتابونو په برخه کې هم ځيني وختونه ستونزې لرو.))
خو د لوګر د پوهنې رييس محمداکبر ستانکزى بيا ټول ياد تورونه بې ځايه بولي.
هغه زياته کړه: ((د لوګر د پوهنې رياست ټولې چارې د قانون او د اصولو پر بنسټ پر مخ روانې دي، نه ما فساد کړى او نه مې په اداره کې فساد شتون لري.))
هغه وويل چې د لوګر ولايتي شورا غړو او  ځينو چارواکو د خپلو شخصي اغراضو له امله د پوهنې پر  رياست بې ځايه تورنه پورې کړي دي.
د هغه په وينا، هره اداره کولاى شې د لوګر د پوهنې رياست چارې له نږدې وګوري او دوى چمتو دي چې د هرې برخې په  تړاو سپيناوى وکړي.
په لوګر ولايت کې ٢٨٠ ښوونځي او سلګونه استادان شتون لري خو له تېرو دوو اونيو راهيسې د دغه ولايت په بره کي برک او څرخ ولسواليو کې طالبانو د نجونو دوولس ښوونځي تړلي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.