د لوګر نوي والي کار پيل کړ

پل علم (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۴): د لوګر نوى والي وايي چې  ښه مديريت، سالمه حکومتولي او خلکو ته ريښتنى خدمت يې له کاري لومړيتوبونو دي.
د لوګر نوى والي محمدحليم فدايي نن د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مرستيال فريد مموزي له خوا د لوګر خلکو ته ورپېژندل شو.
د ملي يووالي د حکومت په لومړيو کې ولسمشر محمداشرف غني فرمان صادر کړ چې له مخې يي ټول واليان سرپرستان اعلان شول.
د فدايي د معرفي کولو په غونډه کې د ملي شورا  او ولايتي شورا غړو، ديني عالمانو، د سيمه ييزې ادارې چارواکو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.
محمد حليم فدايي يادې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د ادارو، خلکو او سياسي مشرانو تر منځ همغږي او دغه ولايت ته د مرستو جذبول يې له کاري لومړيتوبونو دي.
فدايي وويل چې د لوګر خلکو ته کومه ځانګړې وعده نه لري خو دغه ولايت ته د کار کولو پياوړې اراده لري.
هغه زياته کړه: ((ښه رهبري، ښه مديريت، سالمه حکومتولي او ولس ته د رښتينو خدمتونو وړاندې کول به مې په کاري لومړيتوبونو کې وي.))
فدايي له خلکو غوښتنه وکړه چې اړينه همکاري ورسره وکړي تر څو وکولاى شي په دغه ولايت شته ستونزو ته د پاى ټکې کېږدي.
دا مهال لوګر د افغانستان له نا امنيو ولايتونو شمېرل کېږي.
په ياده غونډه کې د مشرانو جرګې دويم مرستيال محمداصف صديقي د لوګر د والي په توګه د محمدحليم فدايي ټاکل پر ځاى اقدام وباله.
هغه له فدايي غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د امنيت او بيارغوني تر څنګ پوهنې، روغتيا او د برېښنا لپاره هم کار وکړي.
په ياده غونډه کې په ولسي جرګه کې د لوګر استازي محمداکبر ستانکزي هم پر فدايي ټينګار وکړ چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت تر څنګ په هره برخه کې جدي ګام پورته کړي.
هغه زياته کړه: ((ولس له حکومت څخه امنيت او کار غواړي او حکومتي چارواکي هم بايد د خلکو دغه غوښتنې پوره کړي.))
په تېرو ١٤کلونو کې له  فدايي پرته ١١ واليان لوګر ته معرفي شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.