پل علم (پژواک، ۲۹ غويى ۹۴): د لوګر د ولايتي شورا ځيني غړي وايي چې په دغه ولايت کې د نا امنيو رامنځته کولو په موخه د نشه يي توکو قاچاق وړونکي وسله والو طالبانو ته پيسې ورکوي.
د لوګر د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزي د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې قاچاق وړونکي د نشه يي توکو د اسانه قاچاق په موخه وسله والو طالبانو ته د نا امنۍ جوړولو لپاره پيسې ورکوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، قاچاق وړونکي نشه يي توکي له ننګرهاره د لوګر څرخ او خروار ولسواليو ته راوړي او له هغه ځايه يې غزني او بيا ايران هېواد ته لېږدوي.
هغه زياته کړه: " قاچاق وړونکي د دې په خاطر چې خپل مالونه په ډېره اسانه او ډاډمنه فضا کې له دې لارې ولېږدوي نو طالبانو ته مالي امکانات ورکوي تر څو د هغوى د خوښې په سيمو کې نا امني جوړه کړي."
دى وايي چې د لوګر خروار ولسوالۍ د نشه يي توکو د ساتنې په زېرمې بدله شوې او د دغه ولايت امنيتي ځواکونه نه شي کولاى چې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو مخه ونيسي.
د لوګر د ولايتي شورا بل غړي محب الله صالح هم پر امنيتي ځواکونو نيوکه وکړه چې د نشه يي توکو د قاچاق په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
د ده په وينا، که د نشه يي توکو د قاچاق لړۍ همدغه شان دوام پيدا کړي نو ډېر ژر به په لوګر کې ګڼ ځوانان پر نشه يي توکو روږدي او وسله وال طالبان به هم له مالي پلوه پياوړي شي.
هغه زياته کړه: "په دې کې هېڅ شک نشته چې زموږ ولايت دې د نشه يي توکو د قاچاق لپاره په اوس وخت کې مناسب ځای نه وي او موږ په دې اړه کره اسناد لرو چې له دې لارې د نشه يي توکو قاچاق کېږي."
هغه وايي چې له تېرو دريو کلونو را په دېخوا له ختيځو ولايتونو نشه يي توکي لوګر ته راوړل کېږي او له دغه ځايه بيا نورو ولايتونو او ان بهرنيو هېوادونو ته لېږدول کېږي.
د خروار ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک ته د نوم نه ښودو په شرط وويل چې په خروار کې د نشه يي توکو کښت نشته خو په لويه پيمانه دغه توکي په کې پيدا کېږي.
هغه زياته کړه: "هلته حکومت د ولسوالۍ تر ودانۍ پورې محدوده ده نوره ټوله ولسوالي د وسله والو طالبانو په لاس ده او زموږ ډېرى خلک د نشه يي توکو د قاچاق کاروبار کوي او طالبان د نشه يي توکو له هر موټره پيسې اخلي."
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکم اسحاقزی هم وايي چې لوګر ولايت د نشه يي توکو د قاچاق پر لويه لار بدل شوى دى.
د اسحاقزي په وينا، په لوګر کې د پوليسو د تشکيلاتو او امکاناتو کمښت د دې لامل شوى چې قاچاقچيان په اسانۍ سنشه يي توکي له يوې سيمې بلې ته ولېږدوي.
د هغه په وينا، د اړوندې موضوع په اړه يې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له وزارت او د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له معنيت سره خبرې کړې خو تر اوسه يي ځواب نه دى ترلاسه کړى.
هغه زياته کړه: "قاچاق وړونکي سپکې او درنې وسلې هم لري او کله چې له پوليسو سره مخ شي نو تر جګړې وروسته بيا تېښته کوي."
د لوګر د امنيې قوماندانۍ چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېر يو کال کې د دغه ولايت امنيتي پوليسو لسګونه ګيلوګرام بېلابېل ډول نشه يي توکي له يو شمېر تورنو کسانو سره نيولي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.