Taliban blow up school, clinic in Kunar

اسعد اباد ( پژواک، ١٨ سلواغه ٩٣ ) : د کونړ چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په ناړۍ ولسوالۍ کې يو ښوونځى او يو کلينيک په  ماينونو الوځولي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د سلواغې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښې تېره شپه په يوه بجه د ناړۍ ولسوالۍ اړوند د ساو او شېرګل په سيمو کې رامنځته شوې دي.
هغه زياته کړه، چې وسله والو مخالفينو  د ساو په سيمه کې د نجونو يو ښوونځى په  ماينونوالوځولى چې له امله يې ودانۍ ٨٠ سلنه له منځه تللې ده.
امنيه قوماندان وايي چې په دې پېښه کې د قران کريم ځينې نسخې او نور کتابونه هم له منځه تللي دي.
سيد خېل وويل چې دغه راز وسله والو په شېرګل سيمه کې يو روغتيايي کلينيک ته هم ماينونه ايښي وو او تر چاودنې وروسته يې زيانمن کړى دى.
د هغه په وينا، تر پنځوسو پورې وسله والو د ياد ښوونځي او کلينيک د الوځولو په پېښه کې برخه اخيستې وه ، خو په يادو  دواړو  پېښو کې چاته د سر زيان نه دى اوښتى.
د کونړ د پوهنې رييس سيدجمال الدين حسني پژواک اژانس ته وويل چې د ياد ښوونځي له  الوځولو سره ٢٥٠ زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
د هغه په وينا، ددغه ښوونځي ودانۍ په عصري توګه جوړه شوې وه او د چاودنې له امله د ودانۍ ترڅنګ، مېزونه، څوکۍ او کتابونه هم له منځه تللي دي.
د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکټر اسدالله فضلي هم وايي چې په ناړۍ ولسوالۍ کې وسله والو يو کلينيک الوځولى دى.
هغه پژواک  ته وويل چې وسله والو د کلينيک ساتونکى په يوه خونه کې تړلى و  او بيا يې په بله خونه کې چاودنه کړې ، چې له امله يې  د کلينيک ډېرې برخې زيانمنې شوې دي.
ډاکټر فضلي وايي چې وسله والو د کلينيک د سولر سيستم او ځينې فرشونه له ځانه سره وړي دي.
بلخوا د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى په يادو پېښو کې لاس نه لري او دا ډول کړنې يې وغندلې  .
ده زياته کړه : (( زموږ په اصولو کې دا نشته چې ښوونځي او کلينيکونه دې وسوځوو، موږ به پلټنې وکړو او ددې کړنو عاملين به مجازات کړو.))
د يادونې  ده چې په کونړ کې دا لومړی ځل دی چې وسله وال ښوونځی او کلينيک  الوځوي.
تېره اونۍ په ننګرهار ولايت کې هم وسله والو يو ښوونځى او يو زيارت په ماينونو الوځولي وو.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.