Logar PC members on strike over past 2 weeks

پل علم(پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٣): د لوګر ولايتي شورا غړو د اداري فساد او د سرپريت والي په ګډون د چارواکو د نه ګوښه کېدو په اعتراض د شورا دروازې تړلې دي.

د دې شورا غړي وايي له تېرو دوه اونيو راهيسې يې کار بنديز پيل کړى او تر هغه به دوام ورکړي،چې د لوګر سرپرست والي،امنيه قوماندان او ښاروال له دندو نه وي ګوښه شوي.

تر دې مخکې پژواک خبري اژانس هم د کره اسنادو پر بنسټ د لوګر د سرپرست والي او ښاروال احمدخان د اداري فساد په تړاو رېپوټونه خپاره کړي، خو هغوى رد کړي وو.

د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوه اونيو راهيسې يې د اعتراض په ډول د ولايتي شورا دروازې تړلي او کارونه نه کوي.

هغه وويل: ((د لوګر امنيه قوماندان او والي دې له دندو ګوښه شي، دوى او ځينې ملګري يې په فساد کې ښکيل دي. د ولايت لپاره هيڅ نه کوي ، چور او تالان يې پيل کړى دى.))

ستانکزي د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو دا چارواکي د کومو اسنادو پر بنسټ تورنوئ وويل: (( غېرقانوني کړنې کوي، د ښار شنې سيمې يې پلورلي، له مافيايي کړيو سره لاس لري .موږ يې په تړاو اسناد لرو .)) خو هغه دا اسناد رسنيز نه کړل.

د ولايتي شورا مرستيال عدالت عبدالرحيمزي هم د لوګر والي نيازمحمد اميري، امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزى او ښاروال احمدخان الفت په ناسم مديريت او اداري فساد تورن کړل.

دى زياتوي: (( د لوګر والي له ښاروال او امنيه قوماندان سره په ګډه د حکومت له اوسني وضعيت څخه په استفادې په اداري فساد لاس پورې کړى. ځکه خو مو د اعتراض په ډول د شورا دروازه تړلې ده.))

د هغه په خبره: (( موږ د دې چارواکو د غېر قانوني کړنو اسناد لرو، د ولس استازي يو او له ولسمشر څخه غوښتنه کوو چې له موږ دې د دوى په تړاو اسناد وغواړي او بيا دې پرېکړه وکړي.))

د دې شورا غړې نفيسې هجران پژواک ته وويل تر هغه وخت به خپل کاربنديز ته دوام ورکړي، چې تورن شوي چارواکي له دندو نه وي ګوښه شوي.

هغې زياته کړه :(( هغه اداري فساد چې په روان کال کې په لوګر شوى ، بې سارى دى حکومت بايد د دې ولايت په تړاو جدي شي.))

بله خوا د لوګر سرپرست والي نياز محمد اميري له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د ولايتي شورا د تړل کېدو رېپوټ تاييد خو هغه تورنه يې رد کړل چې پر ده او چارواکو يې لګول شوي.

امير وايي: (( پر ما د امنيه قوماندان او ښاروال لګول شوي تورنه بې بنسټه او دسيسه ده. دلته هر څه سم او د پلان له مخې روان دي. دوى له موږ څخه د باج اخيستلو په موخه فشار راوړي.))

د سرپرست والي په وينا ، حاضر دى چې د هر چارې په تړاو ولس او مرکزي حکومت ته ځواب ووايي.

دغه راز د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي هم پر ده لګول شوي تورنه بې بنسټه وبلل او يادونه يې وکړه ،چې د ولايتي شورا غړو د شخصي غوښتنو له امله تورن کړى دى.

هغه وويل: (( د شورا رييس را څخه يو رېنجر موټر او څلور باډيګارډان غواړي او نور وکيلان هم ورته غوښتنې لري زه دومره سرتېري او موټر له کومه کړم ؟ ))

خو د لوګر د ولايتي شورا منشي ناصرغيرت بيا دا خبره ردوي چې ګنې له امنيه قوماندانۍ څخه يې موټر او زيات سرتېري غوښتي دي.

د پل علم د بابوس د سيمې اوسېدونکي سيف الله پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا تړل کېدل غېر قانوني پرېکړه ده او غوښتنې يې بايد له قانوني لارو وغوښتل شي.

دى وايي:(( د لوګر په چارواکو کې ستونزې شته، پر والي او نور چارواکو يې د اداري فساد تورنه شته ، خو نه بايد ولايتي شورا په دې غبرګون کې کاربنديز وکړي.))

د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکي بلال پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا غړي او چارواکي دې له ولسمشر يا لوړپوړو چارواکو سره کېني او يادې ستونزې ته دې د حل لاره پيدا کړي.

هغه وويل: (( په هر کار کې ولس قرباني ورکوي، که چارواکي فساد کوي هم ولس له ستونزو سره مخ کېږي او که ولايتي شورا تړل کېږي هم د ولس کارونه له خنډ سره مخ کېږي.))

د پژواک اژانس خبريال هڅه وکړه، چې په دې تړاو د لوګر د ښاروال غبرګون هم واخلي، خو له هڅو سره سره بريالى نه شو.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ وايي چې د لوګر د يادې مسئلې لپاره به پلاوى وټاکل شي او تر څېړنو وروسته به يې پايلې له رسنيو سره شريکې کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.