45 ballot boxes quarantined in Helmand

 
لښکرګاه-اسعداباد (پژواک ۲۸ ورى ۹۳): د ټاکنو د کمېسيون چارواکي وايي چې په هلمند کې د ٤٥ محلونو د رايو صندوقونه قرنطين شوي دي، بلخوا په کونړ کې د ولسمشرۍ د نوماندانو د رايو د لسو صندوقونو پلټنه پيل شوه.
په کونړ کې د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر مسوول رحيم ګل علي خېل د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ٤٥ محلونو صندوقونه يې د شکايتونو له مخې تر څېړنو وروسته قرنطين کړي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې ټول ۶۲ شکايتونه شوي وو، چې پنځه يې رد شوي او ۳۳ شکايتونو ته لاسرسى شوی دی.
د نوموړي په وينا، ۴۵ صندوقونه قرنطين شوي، چې ۳۵ د ولايتي شورا، ۱۰ د ولسمشرۍ او پنځه نور ګډوډ دي.
علي خېل وويل، شکايتونه د مرکز لښکرګاه په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې شوي دي، چې تر ډېرو څېړنو وروسته يې په اړه دغه پرېکړه وکړه.
د ټاکنيزو شکاياتو د کمېسيون مشر وايي، تر دې مهاله يې نه څوک جريمه کړى او نه يې هم څوک څارنوالۍ ته معرفي کړى دى.
د يو بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې د ولسمشرۍ د نوماندانو د رايو د لسو صندوقونو پلټنه پيل شوه.
په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر محمدظاهر اکبري پژواک ته وويل، چې د مرکز په لارښوونه يې په کونړ کې د ولسمشرۍ نوماندانو د رايو د لسو صندوقونو بيا پلټنه پيل کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په دې پلټنه کې رايه نه شمېري، يواځې د پايلو پاڼه ګوري او که په کې نيمګړتيا وي، هغه په ګوته کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.