په کونړ کې تر ٣٣ زرو زياتو ښځو د رايو کارتونه اخيستي

 
اسعد اباد ( پژواک ١١ لړم ٩٢ ) : په کونړ کې د ټاکنو د خپلواک  کمېسيون اداره وايي، چې په دې ولايت کې تر اوسه د ٣٣ زرو ښځو په ګډون ٩٢ زرو تنو د رايو کارتونه اخيستي دي.
په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر د عامه پوهاوي مسوول سعادت الله مرزا د لړم په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د رايو د کارتونو ورکولو د مرکزونو ترڅنګ په دې ولايت کې سيارې ډلې هم دغه کار ترسره کوي.
هغه زياته کړه ، چې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې دغه پروسه په برياليتوب سره روانه ده او تر اوسه له کومې ستونزې سره نه ده مخ شوې.
مرزا وايي ، چې  تر اوسه په دې ولايت کې ٩٢ زره تنو د رايې اچونې نوي کارتونه ترلاسه کړي ،چې ٣٩ سلنه يې ښځې تشکيلوي.
د نوموړي په وينا، په دې کسانو کې ٣٣٣٠٠ ښځينه شامل دي، چې د رايو کارتونه يې اخيستي دي.
د عامه پوهاوي مسوول وويل ، چې د کونړ  د مرکز اسعداباد په ګډون په ټولو ولسواليو کې د کارتونود ورکولو ٣٦ ټيمونه فعاليت کوي ، چې نيماي يې د ښځينه وو لپاره دي .
مرزا زياته کړه، له تېرې مياشتې راهيسې د نويو کارتونو وېشلو ټولې  ډلې  په  سيار ډول په کليو کې ګرځي او هغه چا ته چې د رايې اچونې کارتونه يې نه وي ترلاسه کړي ، کارتونه ورکوي.
د اسعد اباد ښار يوه اوسېدونکې شفيقه ، چې د رايو کارت يې اخيستى ، وايي چې د کورنۍ له خوا ورته هېڅ ستونزه نه وه او د کورنۍ نوړو غړو هم دا کارتونه ترلاسه کړي دي.
 
د مرورې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى ګل نذير وايي ، چې ددوى په سيمه کې سيارې  ډلې له کومې ستونزې پرته فعاليت کوي او هره ورځ خلک د رايو کارتونه اخلي.
خو نوموړي شکايت وکړ، چې د لرو پرتو او غرييزو سيمو اوسېدونکي له دې پروسې بې برخې پاتې شوي دي.
ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټولټاکنو  د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.