Kunar peace negotiator assassinated

 
سعد اباد(پژواک،١٣زمرى٩٢): دکونړ چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې دسولې دعالي شورا يو غړى د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو .
دکونړ والي شجاع الملک جلاله د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې قومي مشر او د کونړ ولايت دسولې دعالي شورا غړى تاجبرخان نن په درېيو بجو د نورګل ولسوالۍ اړونده د سلامپور په سيمه کې د ناپيژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوى دى.
دکونړ والي  زياته کړه، دوه ناپېژانده وسله وال ، چې پر موټر سايکل سپاره وو، تاجبرخان يې په    داسې حال کې  پر ډزو وواژه، چې له جومات څخه کورته روان وو.
دکونړ د سولې دعالي شورا رييس محمد اسماعيل منيب پژواک ته وويل، چې تاجبرخان، په کونړ کې دسولې دعالي شورا فعاله  او مخکښ غړى و .
دده په وينا، د هغه په هلوځلو سره په زياتو سيمو کې د قومونو ترمنځ شخړې هوارې شوې دي.
منيب وايي، چې دده مړينه دکونړ ولايت لپاره لويه ضايعه ده.
ديادولو ده، چې څه موده وړاندې دکونړ ولايت دسولې عالي شورا مخکنى رييس مولوي محمد هاشم منيب د وټپور په ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته کورته  پر لاره  د يوه ځانمرګي  بريد په ترڅ کې ووژل شو . 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.