Rains trigger floods in Kunar, wardak

 
اسعد اباد، ميدانښار ( پژواک ٩ زمرى ٩٢ ) : د پرون ورځې تر باران وروسته راغلو سيلابونو په ميدان وردګو او کونړ ولايتونو کې خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.
د کونړ د بېړنۍکمېټې مشر غلام علي ثبات وايي، چې  تېر ماښام د نرنګ ولسوالۍ  د کوټکي په سيمه کې د سخت اورښت له  امله  سيلابونه راغلي دي.
هغه د زمري په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سيلابونو له امله شپېته کورونه ويجاړ شوي  او کرنيزې ځمکې يې هم زيانمنې کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دوی د ادارې له خوا په سيمه کې  سروې  روانه  ده، تر څو  کره مالومات  ترلاسه کړي .
سېلاب ځپلې سيمې ته د کونړ والي شجاع الملک جلاله هم ورغلی و او د سيلاب له امله زيانمنو شويو کورنيو سره يې اړينې مرستې وکړې.
هغه اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، څو تر سروې وروسته زيانمنو شويو خلکو سره نورې مرستې هم وکړي.
د کونړ والي په مرسته کوونکو ادارو هم غږ وکړ، چې سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وکړي.
د سيلاب ځپلې سيمې يو تن اوسېدونکي هدايت الله پژواک ته وويل ، چې تر باران څو ساعته وروسته سيلابونه راغلل او خلکو ته يې زيانونه واړول.
بلخوا په ميدان وردګو ولايت کې هم سيلابونو خلکو ته زيانونه اړولي دي.
 د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د لورې د کلي اوسېدونکى امان الله وايي، چې تېره ورځ له غرمې وروسته په دې ولسوالۍکې  سخته  ږلۍ وورېده او وروسته سېلابونه هم راغلل.
دى وايي، چې ږلۍ او سېلابونو په ١٥ کليو کې د خلکو کروندې او باغونه سخت زيانمن کړي دي .
د ده په وينا، په دې کليو کې  د کچالو ، پيازو او زردالو حاصلات  ټول او غنم پنځوس سلنه له منځه تللي دي.
دغه راز هغه وويل، چې ډېر زيان په ببړخېلو ، خواجه غربان او جنګ جاى کليو کې اوښتى او په دې کليو کې دوه کاريزونه او يو شمېر د اوبو بندونه هم له منځه تللي دي .
ده وويل، چې له سېلاب ځپلو سره تر دې دمه چا مرسته نه ده کړې .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.