تالقان (پژواک ١٥تله ٩٢) :  د تخار ولايت چارواکي وايي، چې ددغه ولايت دخلکو پنځه اتيا سلنه اقتصاد په کرنه  او مالدارۍ ولاړ دى، خو د محصولاتو ساتنې د مرکزونو او مارکېټونو نه شتون، ځمکه وال او مال لرونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.
 
تخار دهېواد په شمال ختيځو ولايتونو کې يو زرغون او حاصل ورکوونکى ولايت دى ، چې له جغرافيايي لحاظه له  بدخشان، کندوز او د بغلان ولايتونو په منځ کې پروت دى او کرنيز محصولات يې دهمدې ولايتونو د کږو وږو لارو څخه  ګاونډيو ولايتونو ته د پلور لپاره وړاندې کېږي.
 
کرنه:
 تخار ولايت ٣١٠ زره هکتاره اوبيزه او ٦٢٠ زره هکتاره للمه ځمکه لري، چې کروند ګر يې په عمده ډول په دوه فصلونو کې حاصل ترې اخلي.
ددغه ولايت للمي ځمکې تر ډېره په تالقان ښار سربېره په خواجه بهاوالدين، رستاق، ينګي قلعه، خواجه غار، دشت قلعه، کلفګان  او در قد ولسواليو کې دي، چې ټول کروندګر ترې ښه حاصلات تر لاسه کوي.
 د تخار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير محمد سالم ساعي وايي، چې د کرنيزو وسايلو په مکانيزه کېدو سره د کرنې برخه هم ورځې تر ورځې پرمختګ کوي او کروندګر د پرځان بسياينې پر لور ځي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کرنه او مالداري د مکانيزه کېدو پر لور روانه ده او په تېره يوه لسيزه کې ددغه ولايت کروندګر ګڼې لاسته راوړنې لري.
 د ساعي په خبره، هر کال د غنمو ، انګورو، مڼو، زردالو، شفتالو، پستې، پيازو، کچالو، ګلپيو، رومي بانجانو او نورو سبو زرګونه ټنه کرنيز محصولات راجمع کېږي، خو بيا هم دخلکو ضرورتونو ته په پام سره  دهغوى اړتياوې نه شي پوره کولى.
 
د تخار دکرنې او مالدارۍ رييس زياته کړه، چې د تېرو کلونو په اوږدو د تخارکرنې او مالدارۍ ته ښه پاملرنه شوې او د کښت پرمهال ورباندې د غنمو او وريجو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې وېشل شوې دي.
 هغه همدارنګه د پيازو، انګورو او غنمو د حاصلاتو له ډېرېدو هم خبر ورکړ او ويې ويل، چې دتېرو کلونو په پرتله ډېر ښه وو او ډېر هغه کروندګر چې خربوزې، پياز او انګور يې کرلي ، دتېرو کلونو زيانونه يې هم جبران کړي  دي.
 
د تخار کروندګر او دکرنې رياست چارواکي د حاصلاتو په درې برابره کېدو خوښ دي او علت يې له کرنيزو پرمختللو لارو څخه استفاده او له کروندګرو سره په وخت مرستې بللې دي.
 
د تالقان ښار د خطايان سيمې يوه کروندګر صوفي ظاهر وويل، چې  سږ کال يې له يو جريب ځمکې څخه له ١٤٠٠ څخه تر ١٥٠٠منو پياز اخيستي ، خو تېر کال يې له يوه جريب ځمکې څخه له ٥٠٠ منو( يو من له اوو کيلوسره معادل دى) پياز تر لاسه کړي وو.
  د تالقان ښار يو بل کروندګر نازک مير وايي:((اوس زموږ پياز په بازار کې په پنځوس افغانۍ پلورل کېږي، خو دوه مياشتې وروسته يې چې خپله اخلو نو تر دوو سوو افغانيو پرې ورکوو .))
 
 دغه کروندګر د سړخونې او کرنيزو محصولاتو له نه شتون شکايت وکړ او د کرنې له چارواکو يې وغوښتل، چې په دغه برخه کې همکاري وکړي.
 عين الله هم د انګورو يو بڼوال دى او وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله يې د حاصلاتو کچه زياته وه او په بازار کې يې بيه هم ښه ده.
هغه زياته کړه، چې د انګورو هر تاک سږ کال نږدې يو من حاصل درلود، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې يې حاصل ١٢ منه و. دغه بڼوال هم د سړخونو او کرنيزو محصولاتو دساتنځايونو غوښتنه وکړه .
 د فرخار يوه بڼوال محمد علم وويل، چې د کرنې ادارې له خوا کاپي درمل په وخت سره نه دې ورکړل شوي.
نوموړى، چې ١٠ جريبه ځمکه يې د مڼو، شفتالو او ناکو بڼ ته ځانګړې، زياته کړه، چې د حاصل ورکولو په موسم کې يې ځينې وخت حاصلات مګس او طبيعي افتونه خرابوي، ځينې مېوې يې د اړينو درملو په نه تر لاسه کولو هم فاسدېږي.
 کروندګر وايي، اړينه ده، چې دولت د کرنې د ودې او پراختيا لپاره ډېر کار وکړي او په دې برخه کې خلکو ته هم کاري زمينې مساعدې کړي.
 
سوداګري او پانګونه:
  د تخار ولايت دسوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، چې  سوداګريزو کارونو په دې وروستيو کې رنګ موندلى او دخلکو پراقتصاد يې خورا مثبتې اغېزې کړې دي.
 
د سوداګرۍ خونې رييس محراب الدين وويل، چې ډاډمن امنيت ددې سبب شوى، چې کورني او بهرني پانګوال په پوره ډاډ سره په دغه ولايت کې پانګونه وکړي  او د وچې او تازه ميوې توريد ته زمينه مساعده کړي.
 
پسته، غوزان، بادام  د تخار وچې ميوې او خربوزه، هندواڼې  ، مڼې ، انګور ، زدالو،الو او ګيلاس يې تازه مېوې دي .
 که څه هم سرچينې سږکال بهر ته د وچو او تازه مېوو د توريد کچه ونه ښوده، خو زياته يې کړه، چې سوداګريز مالونه د صادراتو او وارداتو په برخه کې له هېڅ ډول ستونزې سره نه دي مخ شوي.
 
 خو هغه ددغه ولايت د فابريکو او شرکتونو رغونې ته پاملرنه له نورو ولايتونو کمه وګڼله او ددې علت يې هم د معياري او دايمي برېښنا نه شتون وباله .
 
 د تخار د سوداګرۍ او صنايعو خونې رييس وويل، چې د ولايت دمقام او نورو خيريه موسيسه پاملرنه سوداګرو ته زياته شوې  او تل يې هغوى هڅولي دي.
 
هغه زياته کړه :(( که دولت خصوصي سکتور ته ښه او مناسب شرايط چمتو کړي، امنيتي وضعيت ښه کېږي،  دخلکو اقتصاد پياوړى او خلکو ته هم کاري زمينې رامځنته کېږي.))
 
نوموړي د صنعتي ښارګوټو نه شتون هم د سوداګرو پر وړاندې يوه لويه ستونزه وبلله او ويې ويل  چې کلونه وړاندې په پام کې وه، چې د دشت قعله ولسوالۍ په اى خانم بندر کې  د تاجکستان پولې ته څېرمه يو سوداګريز ښارګوټى جوړ شي، خو د نا څرګندو دلايلو له امله وځنډېده .
 
خو د تخار والي وياند سنت الله تيمور وويل، چې تخار د سوداګرو د پرمختګ او ودې لپاره يوه ښه سيمه ده او د ولايت مقام په ټولو جرياناتو کې له ملي سوداګرو ملاتړ کوي.
 
هغه زياته کړه، چې سوداګر او متشبثين په دغه ولايت زيات هڅول کېږي  او ددغه ښارګوټي د جوړېدو خبرې لاهم روانې دي.
 
لاسي صنايع :
 په تخار ولايت کې لاسي صنايعو د پام وړ وده کړې او عمده هغه يې له پوست ګنډنې، وړينو خوليو، ازبکي چپنو، وړۍ اوبدنې، خامک ګنډنې، د لاس او اوږې دستمالونو، مس ګرۍ، زرګرۍ او نورو ورته دوديزو صنايعو څخه عبارت دي، چې دځينو کسانو اقتصاد پرې ولاړ دى او ترڅنګ يې بوټ او دايره جوړونه، خټين لوښي، د وريجو  او اوړو توليد، د يخ جوړونې فابريکې او نور هم په دغه صنايعو کې شامل دي.
 
 همدارنګه لاسپوښونه، جاګټونه ، ليف، دستمالونه، جامې، دسر شالونه، خولۍ، نارينه او ښځينه پېرنونه، چې د ښځو لخوا ګنډل کېږي، نه يواځې چې په کورنيو کې کارېږي، بلکې نورو ولايتونو  او حتى له هېواده بهر هم استول کېږي. که څه هم تر اوسه پورې دغو لاسي صنايعو ته مناسب بهرنۍ بازار نه دى جوړ شوى، خو د سيمې په بازارونو کې ښه ځلېدلي دي.
پوستين ګنډنه ددغه ولايت په لاسي صنايعو کې ښه نوم لري، چې د ځانګړو مسلکي کسانو له خوا د څارويو او نورو حيواناتو له څرمنو، چې ثابتې وړۍ لري، ګنډل کېږي. دا جامې د خپل ګرم والي له امله په ژمي کې کارول کېږي.
څه موده وړاندې هم يو  يو ورځنۍ نندارتون په دغه ولايت کې د ښځو وړتيا دفتر له خوا دامريکا سفارت په مالي مرسته د خصوصي متشبثينو او سوداګرو د هڅونې په نيت جوړ شوى و.
 په تخار ولايت کې د  افغان ښځو د وړتياوو دفتر مسوولې پرين عارفي وويل، چې له تېرو ١٠ مياشتو راهيسې يې د ښځو د لاسي صنايعو او توليداتو په برخه کې په يوه پروګرام  پيل کړى او د هغو مېرمنو توليدات يې په کې نندارې ته اېښي وو، چې په دې پروګرام کې کار کوي.
 د سياه موى په نامه يوه مېرمن چې خپل لاسي صنايع يې په دغه نندارتون کې د خلکو پر مخ  اېښي وو، وويل:(( لازمه ده، چې د ښځو دلاسي کارونو درناوى وشي، و پېرل شي، نه داچې له بهرنيو توليداتو کار واخلو، هغه څه چې په هند، چين او يا نورو اروپايي هيوادونو کې توليديږي، هم زموږ اقتصاد ته زيان لري او هم د اسلام له نظره د اغوستو وړ نه دي، افغاني او وطني باکيفيته  توکي  زموږ اقتصاد هم  پياوړى کوي.))
 دغې مېرمنې له دولت څخه وغوښتل، څو د لاسي صنايعو د ودې لپاره ښه شرايط برابر کړي، څو وکولى شي په بازارونو کې  له بهرنيو توليداتو سره سيالي وړي
 
  د مرضيلا په نامه يوې بلې صنعتګرې ښځې، چې په خامک ګنډنه او دستکول اوبدنه کې مهارت لري، وايي، چې دافغانستان لاسي صنايع د بهرنيانو د پاملرنې وړ ګرځېدلي، خو د پلور لپاره يې زمينه جوړونه او پلور کم دى.
 د تخار صنعت کاران له دولت نه غواړي، چې دوى ته دامنيت  او کار خوندي فضا رامنځته  کولو ترڅنګ  د توليدي محصولاتو لپاره د پلور زمينه مساعده کړي، څو له يوې خوا سنتي لاسي صنايع غښتلي کړي او له بلې خوا  يې اقتصادي وضعيت اوچت شي.
د تخار ولايت  د ښځو چارو رييسې زرم اراء حواش  وويل، چې د يوې لسيزې په اوږدو کې زياته هڅه شوې، چې ښځې پر ځان بسيا شي.
هغې زياته کړه، په يوشمېر ولسواليو کې په زرګونو مېرمنې د بېلابېلو حرفو او  لاسي صنايعو په رامنځته کولو، توانېدلي، چې همداسې سنتي او ځايي کسب او د ژوند مخکې وړلو لاره خوندي کړي.
 مېرمن حواش زياته کړه، چې ددغې ادارې پروګرامونه همدا اوس هم په مرکز او ولسواليو کې د ښځو د لاسي صنايعو د پياوړتيا په موخه دوام لري.