تالقان (پژواک ١٦تله ٩٢) : د تخار ولايت د پوهنې رياست چارواکي د پوهنې په برخه کې د ښوونځيو دلسګونو ودانيو جوړېدو او پوهنې د تلپاتې سيستم د ودې او پراختيا خبر ورکوي، خو وايي، چې  پوهنه لا هم له ستونزو سره مخ ده.
د دوى پر وينا، يوه لسيزه وړاندې په تخار کې ٤٠٠ ښوونځي فعال وو، خو اوسمهال يې شمېره له ٦٠٠ څخه زياته ده.
د تخار دپوهنې رياست د مطبوعاتو مسوول ګل اغا دهنظري وايي، چې ددغو ښوونځيو له ډلې څخه ٢٨٦يې  پرمختللې او بنسټيزې ودانۍ لري.
هغه زياتوي، چې د ٤٣ ودانيو د جوړېدو کار دوام لري او تر اوسه يې دوه ودانۍ بشپړې او ګټې اخيستې ته سپارل شوې دي.
د تخار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ټوله کې ٣٤٠ زره زده کوونکي، چې ١٤٥ زره يې نجوني دي په ښوونځيو کې زده کړه کوي. همدارنګه ١٠ زره  ښوونکي، مامورين، کارکوونکي او اجيران هم پوهنې ته خدمت کوي ،چې يو پر څلور برخه يې ښځې دي.
دهغه په خبره ، سږ کال له د  دوولسمو ټولګيو له ٢٥٠٠ زيات فارغين د تخار ولايت څخه بېلابېلو پوهنځيو ته کامياب شوي دي.
نوموړى وايي، سږ کال له ٢٩٥٥زيات  د دوولسم فارغان د لوړو نومرو په اخيستو بې پايلې شوي، خو د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، د بهرنيو هېوادونو په بورسونو بهر ته تللي او يا يې هم د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار موندلې ده.
دهنظري په دغه ولايت کې  د ١٤ دارالمعلمينونو له فعاليت هم خبر ورکړ او زياته يې کړه، چې  زرګونه کسان  د ښوونکو روزنې په دغو مرکزونو کې زده کړې کوي.
له دولتي ښوونځيو پرته د ( تخارباستان، القلم، جيحون او ...) په نوم ځينې شخصي ښوونځي هم په دغه ولايت کې فعال دي، چې اوسمهال له څلور زرو زيات زده کوونکي لري.
په تخار ولايت کې درې دينې مدرسې او د حرفوي زده کړو يو مرکز هم شته. له ديني مدرسو سره د نجونو لېوالتيا زياته ده او په هره مدرسه کې له ٣٥٠ زياتې نجونې د ديني علومو په زده کړه بوختې دي.
د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول وايي، چې د تخار په مرکز او ولسواليو کې له ٣٠٠ زيات د سواد زده کړې کورسونه  د ښځو او نارينه وو لپاره فعال شوي، چې لګښت يې د خيريه موسسو، د پوهنې وزارت شخصي بوديجې او د پوهنې او فرهنګ مينه والو له خوا ورکول کېږي.
د سواد زده کړې په دغو کورسونو کې هغه چاته  هم روزنه ورکول کېږي، چې په تېرو کلونو کې د يو لړ ستونزو له امله له زده کړې پاتې شوي دي.
ستونزې او پرمختګونه :
د تخار والي وياند سنت الله تيمور وايي، چې اوسمهال په تخار ولايت کې هېڅ کوم ښوونځى د زده کوونکو پر مخ نه دى تړل شوى او له زده کړې سره د زده کوونکو د مينې کچه لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې په پرله پسې ډول دنجونو په ښوونځيو  تسممي مواد وشيندل شول، څو د زده کړې په برخه کې د ښځو روحيه کمزورې کړي، خو د هغوى په روحيه يې هېخ اغېز ونه کړ، له زده کړې سره يې مينه لا زياته شوه او په دې برخه کې هېڅ انديښنه نه لري.
دهغه په خبره، اصلا طالبان په تخار کې هېڅ شتون نه لري، که چېرته دګوتو په شمار هم وي، نو سيمه ييز استوګن هميشه د ولايت مقام او پوهنې رياست سره په اړيکه کې وي  او هغوى ته د فعاليت اجازه نه ورکوي.
د تخار د والي وياند وايي، بيا هم که چېرته د پوهنې رياست له کومې جدي ننګونې سره مخ شي، نو موضوع په ليکلي ډول د ولايت مقام سره شريکوي.
د تخار پوهنې بهير ستونزې هم لري، ددغه رياست د چارواکو په وينا، لاهم ٣١٤ ښوونځي په ټول ولايت کې ودانۍ نه لري از ده کوونکي يې په کرايي کورونو، باغونو، خېمو او تر شنه اسمان لاندې زده کړه کوي.
دهنظري زياتوي، چې پوهنې وزارت او مرستندويه هېوادونه هر کال د ښوونځيو د ودانيو جوړېدو برخه کې ژمنې کوي، خو نه عملي کېږي، همدا اوس مهال نږدې  ٢٠٠ ښوونځيو ته اړتيا ليدل کېږي.
يوه بله ستونزه يې د مسلکي ښوونکو کمښت دى،چې دا ستونزه دازادې سيالۍ له مخې د داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له لوري حل کېږي.
د تخار پوهنتون رييس پوهنمل سيد محبوب الله حامد وايي، چې دغه پوهنتون د کرنې، شرعياتو، ښوونې او روزنې ، حقوقو، ادبياتو، انجنيرۍ او اقتصاد پوهنځيو درلودونکى دى، چې د ١٤٠٠ نجونو تر څنګ درې زره محصلين لري.
هغه زياته کړه، چې ډېرى پوهنځي  ودانۍ لري، چې د موسساتو او مرسته ورکوونکو هېوادونو په ځانګړي ډول په وروستيو کې د المان له خوا جوړې شوې دي.
حامد زياتوي، چې د محصلينو لپاره دوه ليليې هم شته ، چې يوه يې په تېرو کلونو کې د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د ښو کړنو اجرا اتو د ستاينې پروګرام  په يو ميليون ډالري مرسته جوړې شوې دي.
د دولتي پوهنتون تر څنګ سلګونه نور ځوانان د فجرستان، راه سعادت او خانه دانش په نوم د لوړو زده کړو خصوصي موسسو او نيمه لوړو زده کړو موسسو کې په زده کړو بوخت دي.
 د تخار پوهنتون رييس وايي، چې اوسمهال تخار پوهنتون ته پاملرنه زياته شوې، پخوا دغه پوهنتون دعبدالله بن مسعود په نامه يادېده او اوسمهال يې رسمي پوهنتون ته ارتقا کړې ده.
دهغه په خبره،  دپوهنتون ډېرى استادان تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې زده کړې لري او ځينو يې له هېواده بهر ماسټرۍ اخيستې ده.
  تخار پوهنتون د تالقانو ښار اورتبوز تپې ته څېرمه په ١٨٠٠ جريبه ځمکه کې پروت دى. سړک يې تېر کلا دالمان په مالي مرسته قير شوى او استادانو و محصلينو ته يې اسانتياوې رامنځته شوې دي.
 خلک:
 د تالقان ښار د بي بي مريم نجونو لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکې نجلا وايي، چې د پوهنې وضعيت او تدريس د تېرو دوولسو کلونو په پرتله په تخار کې شوى دى.
د هغه په خبره، اوسمهال ښوونکي په ټولو تدريسي پلانونو بلد دي او تدريسي ميتود يې په منظمه بڼه مخکې ځي.
 نجلا زياته کړه، چې زده کوونکي په ټاکلي وخت په خورا لېوالتيا  ښوونځي ته ځي، د خپل راتلونکي لپاره درس وايي، ځکه چې راتلونکى نظام او د هېواد برخليک دهغوى په لاس کې دى.
 خو د تخار  قومي مخور عبدالبصير د تخار په امنيتي مسوولينو او د پوهنې په چارواکيو نيوکه کوي او وايي، چې د  اوړي په موسم کې دې په ګډه د ښوونځيو په ځانګړي ډول د ښځو د ښوونځيو لپاره ګډ امنيتي تدابير ونيسي.
هغه زياته کړه، چې هر کال نا پېژانده کسان ښوونځي سوځوي، تسممي مواد پرې شيندي او ساتونکي يې وژني، خو په راتلونکو کلونو کې بايد هڅه وشي، څو د ښوونځيو په ځانګړي ډول د نجونو ښوونځيو امنيت ونيول شي او يا دې هم  امنيتي ساتونکي ورته وګومارل شي.
دغه مخور زياتوي:(( که چېرته وضعيت په همدې ډول ادامه وکړي، نو مور او پلار حتى زه  به هم خپلې لوڼې ښوونځي ته وانه ستوم.))
خو د پوهنې چارواکي وايي، چې په راتلونکي کې د ښځينه ښوونځيو د خوندي کولو په موخه  له سيمه ييزو چارواکو سره د خبرو په حال کې دي.
ښوونکي او زده کوونکي :
د تالقان ښارد نجونو لومړي نمبر ښوونځې زده کوونکې رخسار  وايي، چې په ښاري ښوونځيو کې نظم ښه دى، خو د لرو پرتو ولسواليو د ښوونځيو په اړه يې اورېدلي، چې  زده کوونکو حاضري دهغوى د ښوونکو له خوا په اونيو اونيو نه اخيستل کېږي.
د نهم ټولګي دغه زده کوونکې زياتوي:((په دغه ښوونځي که نظم شته ، خو حاضري هم داسې يو څه ده، چې که په پرله پسې ډول وانه خيستل شي، نو زده کوونکي په تېښته روږدي کېږي او په راتلونکي کې د ښوونکي د ګډوډۍ سبب ګرځي.))
په تالقانو ښار کې د بي بي حوا لېسې زده کوونکې شګوفه وايي، چې په  ښوونځيو کې يوه بله ستونز داده، چې زده کوونکو ته په وړيا ډول نومرې ورکول کېږي.
نوموړې چې دخپل ټولګي اول نومره ده، په تېرو څو کلونو کې  پرله پسې اول نومره وه، خو ښوونکي د زده کوونکو د لياقت موضوع په نظر کې نه نيسي او ټولو ته په يوه نظر ګوري.
شګوفې په دې برخه کې دعدالت غوښتنه وکړه او ويې ويل:(( لايقو او زحمت کشو زده کوونکو ته بايد بدله ورکړل شي.))
له بلې خوا د ابوعثمان تالقاني لېسې د لسم ټولګي زده کوونکى عبداللطيف وايي، چې ځينې ښوونځي د ودانيو له نشتوالي سره مخ دي او زده کوونکي يې په ګرميو او يخنيو کې له ستونزو سره مخ وي.
هغه زياته کړه، چې دغه ستونزه تر ډېره له ښاره ساحو او ولسواليو کې شتون لري ، چې په دې برخه بايد ورته زياته پاملرنه وشي.
خو د تخارپوهنې رياست وايي، چې د بې ودانيو ښوونځيو د ودانۍ جوړولو لپاره يې هڅې پيل کړي، څو دغه ستونزه د پوهنې وزارت له پراختيايي بوديجې او مرسته ورکوونکو موسسو په همکارۍ حل او دهر کال په تېرېدو ددغه ستونزې لمن ورټوله کړي.