چاريکار ( پژواک ٢١ زمرى ٩٢ ) : د پروان والي وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې په دې ولايت کې د شاوخوا ٧٠٠ ميليونو ډالرو په ارزښت دبيارغونې پروژې تر سره شوې دي، خو ددې ولايت اوسېدونکي وايي، چې اوس هم په ځينو سيمو کې بيارغونې ته اړتيا ليدل کېږي.
 
د پروان والي عبدالبصير سالنګي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې لس کاله مخکې په دې ولايت کې دوه ښوونځيو هم ودانۍ نه درلودې ، خو اوس په دې ولايت کې د بيارغونې د نورو کارونو ترڅنګ ٢١٠ ښوونځيو ته اساسي ودانۍ جوړې شوې دي.
 
نوموړي په دې ولايت کې د لويو لارو او سړکونو جوړولو ته په اشارې سره وويل، چې د ولايت په مرکز او نږدې سيمو کې د سړکونو جوړولو ترڅنګ يواځې غوربند او نورو درو کې سل کيلو متره سړک پوخ شوى دى.
سالنګي زياته کړه : (( په دې ولايت کې د برېښنا په برخه کې هم ډېر کار شوى دى، د ولايت د مرکز چاريکارو ښار او ډېرو ولسواليو خلک د برېښنا له نعمت څخه برخمن شوي دي. ))
 
د پروان والي وايي د کومو سيمو خلک چې برېښنا نه لري، هلته کارونه دوام لري او ډېر ژر به د پاتې سيمو خلک هم له برېښنا برخمن شي .
 
  سالنګي وويل ، چې په دې ولايت کې د ملي پيوستون پروګرام له لارې د بيارغونې سلګونه پروژې بشپړې شوې دي.
هغه زياتوي، چې د روغتيا په برخه کې هم ډېر کار شوى، د پروان ولايت په مرکز او لرو پرتو ولسواليو او سيمو کې ٦٢ روغتيايي کلينيکونه جوړ شوي، په مرکزي روغتون کې ٤٠ عرادې امبولانسونه شته ، چې د اړتيا پر مهال خلکو ته خدمات وړاندې کوي.
 
دى وايي، چې ددې ولايت د ٢٠٠ بستريز روغتون لپاره هم بوديجه ځانګړې شوې ده او ډېر ژر به پرې کار پيل شي.
 
د نوموړي په وينا، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا د کوکنارو نه کرلو په بدل کې يو ميليون ډالر دې ولايت ته ځانګړى شوي و، چې هغه د لوړو زده کړو په برخه کې لګول شوي دي.
 
د پروان والي دغه راز وويل، چې دسالنګ تونل د بيارغونې چارې هم پيل شوې دي ، چې ډېر ژر به پاى ته ورسېږي.
 
سالنګي زياته کړه ،چې پر دې پروژې ١١ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راځي ، چې د بهرنيو ځواکونو له خوا ورکول کېږي .
 
هغه په لرو پرتو ولسواليو کې د بيارغونې د کارونو ديادولو ترڅنګ وويل، چې تېر کال په سالنګ ولسوالۍ کې د اوو پلونو او يوه کلينيک چارې پيل او اوس بشپړې شوې دي.
 
والي وويل، چې پر دې پروژې هم يو ميليون ډالر لګښت راغلى دى.
 
د سالنګ ولسوال عبدالخليل مقسط وايي،  چې د پلونو د نشتوالي له امله ددې سيمې خلک له ستونزو سره مخ وو.
 
د نوموړي په وينا، ددې پلونو له جوړېدو سره د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.
 
د پروان ولايت د خلکو استازي او اوسېدونکي د بيارغونې له کارونو خوښ دي، خو زياتوي چې دا بسنه نه کوي، بايد په دې ولايت کې د بيارغونې نور کارونه هم وشي.
 
د ولايتي شورا مرستيال عبدالظاهر سالنګي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې ولايت کې ٦٠ سلنه بيارغونه شوې ده، خو زياتوي چى دوى پرې  راضي نه دي.
د هغه په وينا، په دې ولايت کې يو شمېر ښوونځي اوس هم ودانۍ نه لري، په ښار او ځينو ولسواليو کې خلک اوس هم د برېښنا له نعمت څخه برخمن نه دي.
 
د ولايتي شورا مرستيال زياتوي، چې د نورو ستونزو ترڅنګ د ولايت په مرکز کې يو شمېر خلک اوس هم د څښلو له پاکو اوبو برخمن نه دي.
 
خو وايي، چې ډېر ژر به د هندوستان د دوه ميليونو ډالرو په مرسته په مرکز کې د اوبو يوه شبکه جوړه شي .
 
نوموړي د برېښنا دستونزې په اړه وويل ، چې په جبل السراج کې د وارداتي برېښنا د سب سټېشن په جوړولو کار روان دى او ډېر ژر به ددې ولايت ټول خلک له برېښنا برخمن شي.
 
د چاريکارو  ښار يو تن اوسېدونکى محمد ظريف وايي ، چې د بيارغونې کارونه شوي دي، خو ددې کارونو پر کيفيت نيوکه لري.
 
هغه پژواک ته وويل، چې يو شمېر پروژې تر جوړېدو وروسته بېرته ويجاړې شوې دي.
 
ده زياته کړه : (( زه له بيارغونې راضي نه يم.))
 
ظريف دغه راز د بيارغونې په پروژو کې د فساد له شتون څخه هم شکايت وکړ او په دې برخه کې يې د رڼو پلټنو غوښتنه وکړه.
 
د چاريکارو ښار يو بل اوسېدونکى احمد تواب بيا د بيارغونې له کارونو خوښ دى او زياتوي چې په يوځل نه شي کېداى ، چې ټول هېواد ګل ګلزار شي .
 
هغه پژواک ته وويل ، چې افغانستان درېيو لسيزو جګړو ځپلى او د بېرته رغولو لپاره يې ډېر وخت ته اړتيا ده.
ده زياته کړه : (( لسګونه زره هلکان ښوونځي ته ځي، سلګونه پوهنتون وايي، خلکو ته د کار زمينه برابره شوې او د بيارغونې نور کارونه هم روان دي.))
 
د دې ولايت يو بل اوسېدونکى نجيب الله وايي ، چې د بيارغونې کارونه شوي، خو اوس هم يو شمېر ځوانان بېکاره ګرځي او په نشو روږدي شوي دي.