چاريکار ( پژواک ١٠ زمرى ٩٢ ) :  د پروان ولايت د پوهنې چارواکي وايي ، چې د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو د مسلکي ښوونکو د نشتوالي ستونزه د ښوونيز بهير د نور پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ بولي.
د پروان د پوهنې رييس زلمى شهيد وايي، چې دا ولايت ټول ٤١٠ ښوونځي لري، چې ١٥٩ يې لېسې ، ١٢٦ يې منځني ښوونځي او ١٢٥ يې لومړني ښوونځي دي . په دې ښوونځيو کې  ٨١٢ ښځينه او ٤٨٦٧ نارينه ښوونکي په تدريس بوخت دي .
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ښوونځيوکې ١٢٨٠٧٠ هلکان او ٧٧١٦٥ نجونې په زده کړو بوختې دي.
دى وايي ، چې دغه راز په دې ولايت کې د ديني زده کړو ٣٤ مرکزونه دي ، چې څلور يې دارالعلومونه ، ٢١ يې تر ١٢ ټولګي ديني مدرسې او ٩ يې دارالحفاظونه دي .
په دې ديني مرکزونو کې تر اوسه ١٣٧٩٤ تنه نارينه او ٣٣٢١ تنه ښځينه زده کوونکو ته  د ٤٨٩ تنو استادانو له خوا، چې ١٣ يې ښځې دي ،زده کړې ورکول کيږي.
د پوهنې رييس وايي، چې د پروان په مرکز کې د لوړو زده کړو دولتي انسټيټيوټ هم فعاليت لري. په دې انسټيټيوټ کې ٤٣٠٠ تنه، چې ٤٣٠ يې نجونې دي ، د ښوونې او روزنې ، کرنې ، اقتصاد ، ژورناليزم او حقوقو په پوهنځيو کې زده کړې کوي .د پروان په مرکز چاريکارو کې يو د قابلګۍ او بل د نرسنګ د زده کړو مرکزونه هم شتون لري.
د هغه په وينا، په دې ولايت کې يو خصوصي پوهنتون او درې خصوصي ښوونځي فعاليت لري او په جوماتونو کې يې د ديني زده کړو درسونه هم شته دي.
ستونزې او پرمختګونه :
د پروان د ښوونې او روزنې رييس وايي، چې په دې وروستيو کې يې د پوهنې په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې او پرمختګونه يې هم کړي دي .
خو هغه زياتوي، چې د مسلکي ښوونکو نشتوالى هغه ستونزه ده، چې په دې ولايت کې د ښوونيز بهير د نور پرمختګ پر وړاندې يې خنډ جوړ کړى دى.
زلمى شهيد وايي چې په ځانګړې توګه دسايسني او رياضياتو مضامينو لپاره مسلکي ښوونکي نه لري.
نوموړي وويل، چې په تعليمي نصاب کې يې د کمپيوټر زده کړه شامله شوې ، خو په ډېرو ښوونځيو کې د ټيکنالوژۍ وسايل  او برېښنا نه لري.
د هغه په وينا، ددې ولايت تقريباً ټولو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوي، د تعليمي نصاب کتابونه په وخت رسول کېږي او د زده کوونکو په ډاډه زړه ښوونځيو ته تګ خپلې لاسته راوړنې او په دې برخه کې پرمختګ بولي.
د پوهنې رييس زلمى شهيد وايي، چې د پوهنې د بهير پر وړاندې غير مسوول وسله وال ستونزې راولاړوي او زياتوي ، کله چې زده کوونکي سپورټ کوي، دغه وسله وال ورته ستونزې جوړوي.
ده زياته کړه ، چې غير مسوول وسله وال په ځينو سيمو کې د ښوونځيو مسوولين په بېلا بېلو پلمو ګواښي او هغوى ته ستونزې جوړوي.
د هغه په وينا، څه موده مخکې په بګرام ولسوالۍ کې دوه زده کوونکي د غير مسوولو وسله والو له خوا ټپيان شوي هم وو.
ښوونکي او زده کوونکي :
د پروان د مرکز چاريکارو ښار د صادقي د عالي لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکى سيد رسول وايي ، چې  ددې ولايت د پوهنې په بهير کې د پرمختګونو ترڅنګ يو شمېر ستونزې هم شته.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې ددوى عمده ستونزه د مسلکي ښوونکو نشتوالى دى او له حکومت څخه يې په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
دى وايي، چې د لېسې ودانۍ يې تېر کال د سوځېدلو په يوه پېښه کې زيانمنه شوې وه، خو  تر اوسه نه ده رغول شوې.
ددې لېسې يو بل زده کوونکى عبدالباسط بيا وايي ، يو شمېر زده کوونکي، چې د زورواکو او غير مسوولو وسله والو کورنيو سره تړاو لري، وسلې او چاقو ګان  لېسې ته راوړي او نورو ته ستونزې جوړوي. هغه د ښوونځيو له مسوولينو وغوښتل ، چې ددې کارونو مخه دې ونيسي.
د بګرام ولسوالۍ د ملا شهيدتخچي د منځني ښوونځي سرښوونکى عبدالمجيب سخي زاده په وخت د نصاب د کتابونو د نه رارسېدلو شکايت کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د لومړي، دويم او د رېيم ټولګيو زده کوونکو ته کتابونه  نه دي ورکړل شوي.
نوموړي داهم وويل ، چې د پوهنې په برخه کې کار اهل کار ته نه دى سپارل شوى او څوک چې وړتيا لري، هغه په څوکۍ نه شي ګومارل کېداى.
 
سخي زاده وايي، کوم ښوونکي چې په واسطو مقرر شوي ، هغوى زده کوونکو ته سمه ښوونه نه شي ورکولى.
 
خلک
د پروان د بګرام ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا مشر ا و قومي مشر حاجي شمس الحق  وايي، چې که څه هم د پوهنې په برخه کې لږ پرمختګ شوى، خو زياتوي چې په دې ولايت کې د ښوونې او روزنې په برخه کې قوي اراده او منظمه اداره نشته.
 
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې زده کوونکي سم نه کنټروليږي، حاضري او غير حاضرۍ ته  يې سمه پاملرنه نشته او په ښوونځي کې ځينې ستونزې شتون لري.
 
نوموړي هم په دې ولايت کې د مسلکي ښوونکو له نشتوالي شکايت وکړ او زياته کړه چې ددې ښوونکو د نشتوالي په صورت کې زده کوونکي سمه زده کړه نه شي کولى.
 
حاجي شمس الحق ادعا وکړه، چې د دې ولايت د پوهنې په برخه کې د وړتيا پر ځاى خپلوۍ  او واسطې پالل کېږي، چې له امله يې د پوهنې اداره کمزورې شوې ده.
 
د پوهنې رييس زلمى شهيد هم يو شمېر ستونزې مني او زياتوي چې دوى يې د هواري لپاره يو لړ اقدامات په لاره اچولي دي.
 
هغه وايي، چې په هېواد کې تر اوسه قانون سم نه دى پلي شوى او په کارونو کې د لاسوهنو له امله ځينې ټاکنې شوې دي .
 
نوموړي داهم ومنله ، چې په ځينو ښوونځيو او ادارو کې کار اهل  کار ته نه دى سپارل شوى.