کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۷): احمدولي مسعود ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند په توګه نن له خپلو دوه مرستیالانو سره د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې نوم لیکنه وکړه.
د احمد ولي مسعود په ټاکنیز ټکټ کې، د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیره فریده مومند يې لومړۍ مرستیاله او د غرجستان لوړو زده کړو خصوصي موسسې مشر عبداللطیف نظري يې د دویم مرستیال په توګه شامل دي.
احمد ولي مسعود، د احمدشاه مسعود ورور چې تر دې وړاندې په انګلستان کې د افغان سفير په توګه او همداراز د ((احمدشاه مسعود)) بنسټ د مشر په توګه کارکړی دی.
نوموړی په دري، پښتو او انګلیسي ژبو تسلط لري.
مسعود، نن د یوې مطبوعاتي غونډې پرمهال وویل چې د ملي وفاق ډلې په جوړښت کې د جهاد او مقاومت، عالمانو، مدني بنسټونو، ملي څېرو او د نن ځوان نسل حضور لري د ((بدلون)) په نوم شعار سره د ولسمشرۍ ټاکنو ډګر ته راوتلى دى.
نوموړي زیاته کړه چې د ملي وفاق ډله کې شپږ کسان شتون لري چې درې تنو یې نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند او دوو يې د مرستیالانو په توګه نوم لیکنه وکړه او درې تنه نور به وروسته د لومړي وزیر او د هغه د دوه مرستیالانو په توګه معرفي شي.
هغه په دې باور دی چې د ریاستي نظام جوړښت په هېواد کې د بې عدالتۍ، فساد او وروستوالي لامل شوی او دا نظام بدلون ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه: ((د ملي وفاق ډلې یوه اساسي موخه په صدراتي نظام د ریاستي نظام بدلون دی چې ولسمشر او لومړی وزیر ولري.))
هغه د خپلو خبرو په دوام وویل چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یوه اصلي ستونزه دا وه چې یوازې ولسمشر تصمیم نیوه او په پایله کې هېواد کړکیچ لور ته لاړ.
د ولسمشریزو ټاکنو یاد نوماند په دې باور دی چې خلکو ته باید د تصمیم نیولو پرمهال شريک شي او واک باید په عادلانه ډول ووېشل شي.
نوموړي د ولسي جرګې ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مدیریت کمزوری وباله، ويې ویل چې کمېسیون و نه توانېد څرنګه چې اړینه وه د تلې ۲۸ مې او ۲۹ مې ټاکنې ترسره کړي او باید د ټاکنو کمېسیون کې بدلون راشي.
تر دې وړاندې ډاکټر زلمي رسول د ((ملي یووالي، عدالت، امنیت، سولې، اعتدال او برابرۍ )) ، عبداللطیف پدرام د ((ازادي، عدالت او امنیت))؛ محمد حکیم تورسن د ((موږ عمل کوو، شعار نه ورکوو)) شعارونو سره، سید نورالله جلیلي؛ عنایت الله حفیظ، فرامرزتمنا؛ شهاب حکیمي؛ او محمد حنیف اتمر د ((سولې او اعتدال)) په شعار سره د ۱۳۹۸ کال چنګاښ ۲۹ مې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ځانونه کاندید کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۹مه د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کولو او د روانې میاشتې له ۱۳ مې تر پای پورې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوم لیکنې موده اعلان کړې او ويلي يې دي چې کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو د نوم لیکنې غځېدو لپاره هېڅ پلان نه لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند په توګه نوم لیکونکی، باید مسلمان، افغان او څلوېښت کلن وي، سل زره سټېکرلرونکې تذکرې ولري او کمېسیون ته یو میلیون افغانۍ نغدې وسپاري.
Add new comment