Kunar elders announce support to new govt

اسعد اباد ( پژواک، ١٩ تله ٩٣ ) : د کونړ د اړونده ولسواليو قومي مشرانو او ديـــني عالمانو ديوې غونډې په ترڅ کې له نوي ولسمشر او نوي حکومت څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

دغه غونډه چې د تلې په ١٩مه، د ولايت په مقام کې جوړه شوې وه، ددې ولايت د ولسواليو او مرکز اړونده لسګونو قومي مشرانو او ديني عالمانو په کې برخه اخيستې وه.

د کونړ د علماوو شورا مشر مولوي عبدالرحمن غونډې ته وويل چې دوى د مرکزي حکومت د هغې پرېکړې هرکلى او ملاتړ کوي چې د پغمان د پېښې پر عاملينو يې د اعدام حکم تطبيق کړ.

نوموړی زياته کړه چې که ولسمشر دغه ډول ټولو د قانون ماتونکو او مجرمينوته سزا ورکړي ، نو دوى باوري دي چې په هېواد کې سوله او امنيت تامين او د قانون حاکميت راشي.

قومي مشر ملک شېرزمين بيا له ولسمشر ډاکـــټر محمد اشرف غــــني احمــــدزي څخه وغوښتل چې په ټولو ملکي او نظامي اداروکې دې د مـکافاتو او مجــــازاتــــو سيستم را منځته او اداري فساد له منځه يوسي .

د هغه په وينا، ولسمشر تر اوسه خپلې کړې ژمنې عملي کړي او ددې ولايت ولسونه د ولسمشر تر شا ولاړ دي.

د دانګام ولسوالۍ قومي مشرحاجي نورکريم بيا د ولسمشراحمدزي نه وغوښتل چې په کونړ ولايت د پاکستاني پوځيانو د توغــنديزو بريدونو پر وړاندې خــــپله تګلاره ولس ته روښانه کړي.

نوموړي زياته کړه،د کونړ ولسونه چمتو دي چې له خپلو سرحدونوڅخه له خپلو امنيتي ځواکونوسره په ګډه دفاع وکړي.

د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله خان ټولو قومي مشــرانو او ديني عالمانو ته وويل چې دوی به يادې ستونزې او غوښتنې ولسمشر ته ورسـوي او په اړه به يې بيا هغوی تصميم نيسي.

هغه زياته کړه، چې ولسمشر احــمدزي ورسره په ټېلېفوني اړيکو کې ژمنه کړې ، چې د کونړ د سيند د مهارکېدو او پرې د برېښــــنا بنـــد د جوړېدو په موخه به عملي ګامونه پورته کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.