پارون (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د نورستان اوسېدونکو د ټاکنيزو توکو په انتقال او د ټاکنو بهير په امنيت کې مرسته کړې خو بيا هم د رايې ورکولو يو مرکز تړلى پاتې دى.د نورستان والي حافظ عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نورستان په ولايت کې د ټاکنو بهير ښه روان دى او خلکو يې په امنيت کې برخه اخيستې ده.
د نورستان والي چې د دغه ولايت له امنيتي چارواکو سره يې په ګډه په مرکز پارون کې خپله رايه وکاروله له خلکو غوښتل چې په ټاکنو کې برخه واخلي.