One polling site stays shut in Nuristan

پارون (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د نورستان اوسېدونکو د ټاکنيزو توکو په انتقال او د ټاکنو بهير په امنيت کې مرسته کړې خو بيا هم د رايې ورکولو يو مرکز تړلى پاتې دى.د نورستان والي حافظ عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نورستان په ولايت کې د ټاکنو بهير ښه روان دى او خلکو يې په امنيت کې برخه اخيستې ده.
د نورستان والي چې د دغه ولايت له امنيتي چارواکو سره يې په ګډه په مرکز پارون کې خپله رايه وکاروله له خلکو غوښتل چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
والي زياته کړه، چې امنيتي ادارو په ښه همغږۍ سره د ټاکنو بهير د خوندي کولو پلان جوړ کړى او تر اوسه په دغه بهير کې د ده په وينا هيڅ ستونزه نشته.
بلخوا د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون رييس عزت الله حليم پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې ټول ٣٧ د رايو مرکزونه شته خو په وايګل ولسوالۍ کې يو مرکز تړلى دى.
حليم د دغه مرکزو د تړلو لامل ناامني وښوده، چې له امله يې توکي نه دي ور انتقال شوي.
نوموړى زياتوي، دغه ځل په ټاکنو کې د دغه ولايت د خلکو ونډه زياته ده او ښايي تر پخوا يې د ګډون کوونکو شمېر ډېر شي.
هغه وويل، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د دغه ولايت شاوخوا ٧٠ زره کسانو برخه لرله خو دا ځل به يې شمېر زيات وي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.