جلال اباد(پژواک۳۰ غبرګولى٩٢): د لغمان ولايت چارواکي وايي، چې د ياد ولايت د خلکو اقتصاد اتيا سلنه پر کرنې او مالدارۍ ولاړ دى، خو د کرنۍ په برخه کې ګڼې ستونزې د بزګرو پر اقتصاد  ناوړه اغېزه کړې ده.
دوى وايي که څه هم په تېرو څو کلونو کې په کرنيزه برخه کې يو څه کار شوى ، خو لا هم مشکلات شته او پکار ده چې په دغه ولايت کې د پروسس فابريکې،د محصولاتو د ساتنې په موخه لوى لوى ګودامونه او نور اړونده پروګرامونه پر لاره واچوي، تر څو شته ستونزې هوارې شي.
کرنه :
د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ  رييس انجينر محمد اسماعيل دولتزي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د لغمان ولايت اتيا سلنه خلک پر کرنه او مالدرۍ بوخت دي ، چې د پخوا په پرتله يې د کرنې په برخه کې يو څه پرمختګ شوى، خو بيا هم دوى ګڼې ستونزې لري ، چې که  حل شي نو بزګر کولى شي چې خپل اقتصاد پر پښو ودروي.
دى وايي: ((د لغمان ډېرى ځمکې اوبيزې دي، اوبه ډېرې دي ټول لغمان شين دى خو په هغه کچه چې بايد ترې ګټه اخيستل شوې واى نه اخيستل کيږي.))
  د هغه په وينا، چې که  د کرنې او مالدراۍ اړخ ته پاملرنه وشي او د اوبخور يو تړلى سيستم په دغه ولايت کې جوړ شي، نو لرې نه ده چې زراعتي پېداوار به يو په څو چنده شي، هم به د ځمکوالو او مالدارو اړتيا پوره شي، کرنيز اقتصاد به نور هم وغوړيږي.
نوموړی وايي ، کرنه او مالداري د ميکانيزه کېدو او ماشيني کېدو پر لور روانه ده،چې په لغمان ولايت کې يې دکوپراتيفونو له طريقه لسګونه عرادې کوچني او لوى تراکتورونه هم ويشلي دي، خو يوه لويه ستونزه چې په دغه ولايت کې موجوده ده، هغه د کرنې د پراختيايي بانک نه شتون دى.
د کرنې د رييس په وينا، چې په ننګرهار کې هر کال په زرګونه ټنه غنم، جوار، وربشې، وريجې ،سبزي  او نور سابه توليديږي، چې ډېرى يې په لغمان،ننګرهار او کابل ولايتونو کې په مصرف رسيږي
ده د په خبره ، چې په  دغه ولايت کې ميوې هم توليديږي، چې زردالو ،الوچې، انګور، شفتالو او داسې نور يې د يادولو وړ دي.
ددولتزي په خبره : ((په لغمان کې اوس ښه زردالو پيدا کيږي،  چې ډېرى يې کابل ته ځي او هلته بازار لري.))
نوموړى زياتوی ، چې په دغه ولايت کې تر اوسه د سبزيجاتو د پروسس يوه وړه او يا هم لويه فابريکه نه شته ، چې تر څو سبزي جات او نور توليدات په لغمان کې پروسس شي.
ده وويل ، چې په مختلفو ولسواليو کې يې سړې خونې جوړې کړې دي، نوموړى زياتوي چې د چرګوړو او ماهيانو کوچني  فارمونه په دغه ولايت کې موجود دي، خو د دغه ولايت ضرورت نه شي پوره کولى.
 د کرنې رييس پر پانګوالو غږ کوي، چې په دغه ولايت کې دې د پروسس وړې او لويې فابريکې جوړې کړي او په دغه برخه کې دې په لغمان کې پانګونه وکړي.
خو بلخوا دلغمان يو شمير ځمکوال او بزګران  شکايت کوي، چې تر اوسه پورې ورسره لازمه مرسته نه ده شوې، دوى وايي چې د توليداتو لپاره يې لازم بازار هم نشته او ډېرى وخت يې توليدات خرابيږي.
دالينګار ولسوالۍ اوسېدونکي نثار پژواک ته وويل ، چې په اوسني موسم کې يې روميان او بادرنګ کرلي دي، خو لازم بازار يې نشته .
ده وويل ، چې په اوسني وخت کې روميان او بادرنګ را ډېر شوي  او په لغمان ولايت کې يې د ساتنې په موخه کوم سټور نه دى موجود، نو همدا وجه ده چې هر کال د ګټې په ځاى تاوان کوي.
دى وايي: ((دلته که روميان وي، که پياز او که بادرنګ دومره زيات شي ، چې بيا يې څوک په لس روپۍ من نه اخلي نو پکار ده چې د ساتنې لپاره يې سټور موجود وى.))
د ده په خبره ، چې په اوس وخت کې د دوى توليدات په ډېر ارزان قيمت سره له منځه لاړ شي او کله چې بيا ورته ضرورت وي د پاکستان زراعتي توليدات مصرفوي، چې هم يې قيمت لوړ وي او هم يې کيفيت ښه نه وي.
نثار زياتوي ، چې که  په لغمان کې د سبزۍ د ساتلو په موخه يو لوى سټور جوړ شي، نو بيا به د بزګرو په اقتصاد کې مثبت رول ولوبوي.
د هغه په وينا، بزګران او ځمکوال اساسي او بنيادي مرستو ته اړتيا لري، چې تر ټولو لومړنۍ اړتيا يې د اوبه خور د يوه منظم سستم نه لرل دي او دغه راز د محصولاتو د ساتنې او  د مارکېټ موندل يې سترې اړتياوې او غوښتنې دي.
د قرغيو ولسوالۍ اوسېدونکى رومل وايي، چې په هره سيمه او ولسوالۍ کې دې د اوبو زېرمې او واړه بندونه جوړ شي او دغه راز دې د مېوو او سبزيو  د ساتنې او خرڅلاو لپاره ورته بازار وموندل شي.
نوموړي زياته کړه : (( دګازرو په وخت کې زموږ ګازرې څوک په لس روپۍ من نه اخلي، حال دا چې موږ پرې ډير لګښت کړى وي، هماغه ګازرې پاکستان ته لاړې شي، هلته پروسس شي بيرته پرموږ خرڅيږي.))
رومل د کرنې په برخه کې د شته ستونزو يادونه کوي او د حل لاره يې د بندونو جوړول، د کرنيز اقتصاد په پښو درول بولي، چې د کرنيزو محصولاتو لپاره بازار موندنه، د مېوو او سابو ساتنه او پروسېس په کې شامل دي، د پاملرنې غوښتنه کوي.
د کرنيزو چارو کارپوه حاجي ګلاجان پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې مهاله د ځمکو د پالنې او باغدارۍ چارې ټولې په خپله خلکو او باغوانانو په غاړه اخيستي، چې په دغه برخه کې ورسره دولت بنسټيزه مرسته نه ده کړې.
نوموړى وايي ، چې په دغه برخه کې بايد د زراعت رياست يو شمير بزګرو او مالدارانو ته مسلکي ورکشاپونه ورکړي، تر څو د کرنې او مالدارۍ له لارې په لومړنيو اسانتياوو سره خپل کورنى اقتصاد پياوړى کړي.
دى وايي ، چې که دولت غواړي د ځمکوالو او باغدارانو اقتصاد ته وده ورکړي او له دوى سره بنسټيزه مرسته وکړي پکار ده چې د اوبخور يو منظم سيستم ورته برابر کړي او هم د کرنيزو توليداتو لپاره دې ورته بازار او د ستانې لپاره وسايل برابر کړي.
د لغمان د ولايتي شورا رييس قاري ميرحاتم تره خېل هم  د بزګرو  دغه ستونزه مني او وايي، چې په ننګرهار کې بايد د بزګرو د اقتصادي ودې په موخه د کرنيزو محصولاتو لپاره د پروسس فابريکې او نور سټورونه نه دي جوړ شوي ، چې پانګوال او دولت بايد په دغه برخه کې د لغمان له بزګرو سره مرسته وکړي.
د ده په خبره، د کرنې په برخه کې له ځمکوالو او بزګرانو سره مرسته ونه شوه او نه يې د غلو او مېوو د ساتنې او پروسېس لپاره خونې او فابريکې جوړې شوې.
دى وايي: ((که چېرې په تېرو لسو کلونو کې په دغه برخو کې مرستې شوې واى، نو هېڅ ستونزه به نه راولاړېده.))
سوداګري او پانګونه :
د لغمان ځينې سوداګر په دغه ولايت کې د وروستيو عملياتو څخه خوښ برېښي او وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت په راتلو يې په سوداګرۍ کې يو په دوه چنده تغير راغلى دى.
سوداګر غلام صديق وايي ، څو مياشتې وړاندې يې سوداګري په ټپه ولاړه وه او يواځې يې توکي د مرکز او قرغيو ولسوالۍ پورې اړوند وو، مګر اوس چې امنيت لږ ښه شو  د دوى پر سوداګرۍ يې هم مستقيماً تاثير غورځولى دى.
نوموړى وايي، چې شاوخوا اته مياشتې وړاندې يې ناامنيو په سوداګرۍ کې جوت تغير راوستى و، خو اوس ښه په خلاص مټ سوداګري کولى شي.
ده زياته کړه: (( مخکې موږ ښکاره نه شو ګرځيدلى، هر څه مو قيد وو، مګر اوس امنيت دى په خلاص مټ سوداګري کوو.))
نوموړى وايي ، چې پخوا څو ځله سوداګر او يا يې هم د کورنۍ غړي د ناپيژانده وسله والو له لوري تښتول شوي او د پېسو په بدل کې يا راخوشې شوي او يا هم وژل شوي دي.
دى د صنعتي ښارګوټي نه شتون يوه ستره ستونزه بولي او وايي ، چې که صنعتي ښارګوټى موجود وي، نو ګڼ شمېر سوداګر به په کې فابريکې جوړې کړي.
سوداګر احسان الله خپلواک وايي چې په لغمان کې د فابريکو نه شتون هغه څه دي، چې دوى يې هم اندېښمن کړي، خو په دغه ولايت کې د برېښنا د کمښت له وجې يو شمېر سوداګر زړه نه ښه کوي، چې فابريکې جوړې کړي.
لاسي صنايع :
په لغمان ولايت کې د لاسي صنايعو په برخه کې د پخوا په پرتله اوس  لږ څه پرمختګ شوى دى، شاوخوا لس کاله وړاندې په دغه ولايت کې لاسي صنايع په ټپه درېدلې وې، مګر اوس د لاسي صنايعو دوه وړې فابريکې موجودې دي.
په دغه ولايت کې د قالينو د اوبدلو يوه کوچنۍ فابريکه او يوه د ښځينه او نارينه د ګلدوزي غاړو فابريکه ده چې فعاليت کوي.
 قالين اوبدونکې زمزمه وايي، چې هره مياشت يوه او يا هم دوه قالينې اوبي خو له يوې سترې ستونزې سره چې مخ دي هغه د خامو موادو نه شتون دى .
زمزمې وويل: ((تار له پاکستانه راوړو، نور مواد مو له پاکستانه دي، که چېرې دلته د وړيو فابريکې موجودې واى نو دا ستونزه به کمه واى.))
نوموړې چې د قالينو د وينځلو او بياتي کولو ماشينونه هم دوى په لغمان او يا هم په ننګرهار کې نه لري، نو همدا وجه ده چې پر يوې قالينې ډېر مصرف راځي او که چېرې دا هر څه دلته موجود وى نو بيا به يې قيمت هم کم وى اوبازارنه به يې هم ډېر واى .
د خامک دوزۍ د يوې وړې فابرېکې کارکوونکې ليمې پژواک ته وويل، چې په دې وروستيو کې يې د خامکي غاړو بازار يو څه ښه شوى دى.
 نوموړې زياتوي، چې په لومړيو وختونو کې د دوى خامکي غاړې چا نه استعمالولې او ټولې هغه غاړې چې په پېښور کې به په ماشين کيدې خلکو به اخيستې ، خو اوس د دوى خامکي غاړو بازار پېدا کړى دى.
لېمه وايي: ((موږ د سړو غاړې کوو، نور د ښځو لپاره لوپټې،او جامې هم جوړو، چې اوس يې بازار يو څه د پخوا په پرتله ښه شوى دى.))
نوموړې هم  شکايت کوي ،چې په افغانستان کې دننه د دوى د خامک مواد نه پېدا کيږي ، نو دوى مجبور دي، چې له پاکستانه يې راوړي، چې له همدې امله يې توليدي توکي يو څه قيمته کيږي.
لېمې زياته کړه ، چې که  خام مواد دوى ته په هيواد کې دننه برابر شي ، نو  دوى به په اسانۍ  او ارزانه قيمت سره وکولى شي، چې خامکي غاړې،افغاني کميسونه او نور جوړ او بازار ته به يې عرضه کړي.
په ټوليزه توګه،کروندګر او سوداګر د کار امن چاپېريال،کاري اسانتياوې او د دې برخو د پراختيا او پرمختيا لپاره  وړ او مناسب شرايط غواړي.
د سوداګر ۍ په ډګر کې حيواني محصولات لکه د څارويو پوستکي ،وړۍ او دغه راز لبنيات يې ځانګړى ځاى لري،چې د پخوا په پرتله يې بازار لوېدلى دى.