جلال اباد(پژواک٢٠غبرګولى٩٢): د لغمان ولايت پوهنيز بهير د پخوا په پرتله ډېره وده کړې ، خو د مسلکي ښوونکو کموالى او د يو شمېر ښوونځيو د ودانيو نشتوالى يې مهمې ستونزې دي.
د دغه ولايت د پوهنې رييس اسدالله اوريا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په لغمان ولايت کې اوس مهال بېلابېل ٢٩١ ښوونځي فعاليت لري، چې نجونې او هلکان پکې په زده کړو بوخت دي.
د رويا په خبره ، چې له يادو ښوونځيو څخه يې ١١٩ لېسې او پاتې نور يې  لومړني او منځني ښوونځي دي.
ده زياته کړه: ((د لغمان د پوهنې بهير ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دى، زده کوونکي هر کال زياتيږي.))
نوموړى وايي، چې په دغه ولايت کې ٥١ د هلکانو لېسې او ٤٢ د نجونو لېسې دي، چې  د ټولو زده کوونکو شمېر يې  ١٧٨١٧١ تنو ته رسيږي.
د رويا په وينا، له ياد شمېر څخه يې  ٨٠٦١٨  نجونې او پاتې نور يې هلکان دي، دى وايي چې په لغمان ولايت کې ٢٦ داسې ښوونځي هم موجود دي ، چې نجونې او هلکان په کې ګډ درس وايي.
ده زياته کړه ،چې په دغه ولايت کې شاوخوا ٤٠٩٨ ښوونکي په دندو بوخت دي ، چې ٣١١ يې ښځينه ښوونکې دي.
دى وايي، چې د لغمان په ولايت کې څلور د زراعت لېسې او يو تخنيکم هم موجود دى او ورسره په خوا کې يو لوى دارالعلوم او ١٤ مدرسې فعاليت لري، چې سلګونه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.
اسدالله رويا وايي ،چې په دغه ولايت کې له يوه مرکزي دارالمعلمين سربېره څلور نور الحاقي دارالمعلينونه موجودي، همداراز دوه انسټيټيوټونه هم په دغه ولايت کې فعاليت لري.
ده زياته کړه: ((مسلکي انسټيټيونه فعاليت لري، چې نجونې او هلکان په کې په زده کړو بوخت دي.))
دى وايي ، چې په لغمان ولايت کې څلور شخصي ښوونځي هم فعاليت کوي ، چې لسګونه استادان او سلګونه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.
د لغمان پوهنتون د رييس عبدالصبور غفورزي پژواک اژانس ته وويل ،  د لغمان پوهنتون چې وړم کال يې په فعاليت پيل کړى،  تر دې مهاله دوه پوهنځي ، چې يو يې د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى   او بل يې د زراعت پوهنځى دى فعال  دي.
نوموړى وايي چې د لغمان په پوهنتون کې تر دې مهاله ٤٢٠ محصلين په زده کړو بوخت دي او په راتلونکي کال کې يې ٦٠٠ محصلين نور هم جذب کړي دي.
ده زياته کړه: ((١٩ استادان موږ لرو ، چې يو څو کسه مو نور هم د نوي کال لپاره جذب کړي دي.))
د رييس په وينا، چې په راتلونکي کال کې ښايي د پښتو ادبياتو او انګليسي ادبياتو څانګه هم فعاله کړي.
ستونزې :
د لغمان د پوهنې رييس اسدالله رويا وايي ، چې که څه هم د لغمان د پوهنې په برخه کې ګڼ پرمختګونه شوي او لا هم روان دي ، خو بيا هم يو شمېر ستونزې په دغه ولايت کې موجودې دي.
دى وايي، چې دارالمعلمينونه،انسيټيټونه او يو شمېر نور خصوصي ښوونځي جوړي شوي دي، خو يو شمېر ستونزې چې د دوى لپاره ډېرې جدي دي د دغه ولايت دپوهنې په برخه کې موجودې دي.
نوموړي زياته کړه: ((ګڼ شمېر ښوونځي ودانۍ او د احاطې دېوالونه نه لري . ))
د رويا په خبره ، چې د لغمان له ٢٩١ ښوونځيو څخه يې ١٥١ ښوونځي ودانۍ نه لري، همداراز دى وايي،  چې دډېر شمېر ښوونځيو د احاطې دېوالونه نشته، په يو شمېر ښوونځيو کې د څښاک د اوبو ستونزه هم موجوده ده.
هغه په لغمان کې د مسلکي ښوونکو د کمښت خبره کوي او وايي چې په لغمان کې مسلکي ښوونکي که څه هم په دې وروستيو کې يو څه  پېدا شوي، خو بيا هم د مسلکي ښوونکو په برخه کې  کمښت موجود دى .
دى وايي، چې ځينې وختونه د کتابونو له کمښت سره هم مخ کيږي او په يو شمېر نورو ښوونځيو کې د لابراتوارونو او يو شمېر نورو اړينو توکو له نه شتون سره مخ دي.
رويا زياته کړه : ((وسله والو ښوونځيو ته کوم زيان نه دى اړولى او دلته ټول ښوونځي فعاله دي.))
دده په وينا، چې په لغمان کې تر اوسه داسې ښوونځى نشته، چې د وسله والو مخالفينو له ګواښه او يا هم له کومې بلې ستونزې تړل شوي وي، بلکې ټول ښوونځي فعاله دي.
 همداراز د لغمان پوهنتون رييس عبدالصبور عفورزي پژواک ته وويل ، چې که څه هم په لغمان کې د دوى پوهنتون لا نوى دى ، نو د ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو بيا هم په لغمان کې د پوهنتون جوړېدنه او په فعاليت پيل کول يې  يو لوى پرمختګ دى.
نوموړى وايي ، چې تر دې مهاله دوى خپله ودانۍ نه لري، خو ښايي په نږدې وختونو کې خپله ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه زياته کړه : (( په پوهنتون کې بايد موږ يوه مجهزه ليليه ولرو ، چې مرکزي اداره بايد په دغه برخه کې هم مرسته وکړي.))
خلک :
د لغمان ولايت يو تن اوسېدونکى حاجي عليم خان پژواک ته وويل ، چې په مرکز کې د يو شمېر لېسو د درس کيفيت ډېر ټيټ دى.
نوموړى وايي ، چې دمسلکي ښوونکو کمښت هغه ستونزه ده، چې د زده کړو د کيفيت په ټيټوالي کې يې مهم رول لوبولى دى.
حاجي عليم دا هم وايي، چې يو شمېر مرکزي لېسو کې درسي سستم ډېر ښه دى، ځکه چې د لېسانس ښوونکو شمېر په کې زيات دى.
نوموړي زياته کړه: ((په کومو لېسو کې چې لېسانس ښوونکي شته د هغوى درسي سستم ډېر ښه  او په ټولو معيارونو برابر دي.))
ليکوال او ژورنالېست خنجر وايي ، چې په لرو پرتوولسواليو کې په ښوونځيو کې زده کړيز بهير ډېر سست روان دى، ځکه نظارت ترې په پوره ډول نه کيږي، مګر د دې برعکس په ښاري ښوونځيو کې بيا د زده کړو ښه بهير لري ، په وخت ورته کتابونه رسيږي او ستونزې يې حليږي.
نوموړى وايي: ((لرو پرتو ولسواليو لکه بادپښ،الينګار او داسې نورو  سيمو کې تر اوسه پورې کتابونه هم په پوره ډول نه دي ورکړل شوي.))
خنجر زياتوي ، چې ډېرى ښوونځي ودانۍ نلري.  
خو د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکى نورولي پژواک ته وويل،چې دوه زامن يې په دغه ولسوالۍ کې په زده کړو بوخت دي، خو په دغه ولسوالۍ کې د ټولو ښوونځيو  د زده کړو بهير له بل هر ځايه ډېر کمزورى دى.
دى وايي ، چې اکثره وخت ښوونکي په خپل وخت ښوونځيو ته نه ځي، له  شاګردانو څخه  د کرنۍ په چارو کې کار اخلي او د غنمو لوونه پرې کوي.
دى وايي: ((کله يې استادان تبليغ ته تلي وي، او کله پټي کري، ټول هلکان بېسواده پاتې شول.))
نوموړى وايي، چې د دغې ولسوالۍ له ښوونځيو څخه د لغمان د پوهنې رياست هېڅ ليدنه نه کوي او پکار ده چې وخت په وخت دغې ولسوالۍ ته د څارنې ټيمونه راشي او له ښوونځيو څخه ليدنه وکړي.
د عزيز خان کڅ د کوچيانو د کلي اوسېدونکى رفيق الله پژواک ته وويل ، چې د دوى په سيمه کې ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ دي، ده وويل چې د ډېرى ښوونځيو ښوونکي کم دي او که کوم ښوونکي چې موجود دي، هغه يواځې له دوولسمو ټولګيو څخه فارغ دي.
دى وايي ، چې د دوى د سيمې ښوونځي تر دې مهاله پورې د ودانيو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي .
رفيق الله زياته کړه: ((د جنکو په ښوونځي کې ښځينه ښوونکې نشته، مشکلات ډېر دي.))
د د قرغيو ولسوالۍ د دارالمعلمين محصله نبيله وايي ، چې په لغمان کې ډېرى ښځينه ښوونکې غېرې مسلکي دي
نوموړې وايي، چې د نجونو په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو کمښت هم تر ډيره هغه ستونزه ده ، چې دوى ورسره لاس او ګرېوان دي.
نوموړې زياتوي، چې د نجونو ښوونځي ٩٠ سلنه مسلکي ښوونکې نه لري او د يو شمير مسلکي مضامينو لپاره د نجونو په لېسو کې نارينه ښوونکي تدريس کوي.
نوموړې وايي ،چې له نوي نصاب سره هم ستونزې لري. 
هغه وايي: ((کتابونه هم په خپل وخت نه ورسيږي او په بازار کې هم نه خرڅيږي، چې دا يې  لويه ستونزه ده.))
زده کوونکي او ښوونکي:
د لغمان د مرکز مهترلام ښار د روښان لېسې زده کوونکى د يوولسم ټولګي زده کوونکى سمون پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په لرو پرتو ولسواليو کې زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي، دى وايي که څه هم دوى په مرکزي لېسې کې زده کړې کوي، يو شمېر کتابونه يې نشته.
ده زياته کړه: ((داسې ښوونځي شته، چې تراوسه پورې يې د يوه ټولګي دوه کتابونه هم شاګردانو ته نه دي ورکړي.))
هغه په مرکزي لېسو کې پر يو شمېر استادانو هم نيوکه کوي او وايي چې له زده کوونکو سره د مور او مېرې سلوک کوي، ده زياته کړه چې ډېرى ښوونکي يې هغه ميتودونه چې د تعليم او تربيې د پوهانو له لوري وضع شوي دي پرې نه پوهيږي او څه ډول يې چې خوښه وي په هماغه ډول تدريسي چارې پر مخ وړي.
هغه په وينا، دا ستونزه نه يواځې سږ کال، بلکې هر کال شته وي او له امله يې زده کوونکي د ازموينو پر مهال له ستونزو سره مخ کيږي.
د مستوره لېسې زده کوونکې ناجيې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په لېسه کې يې د زده کړې  بهير ډېر ښه روان دى، نوموړې زياتوي چې يو شمېر ښځينه او نارينه ښوونکي د دوى مسلکي دي ، مګر داسې ښوونکي هم لري ، چې په مسلکي ډول تدريس نه شي کولى.
نوموړې زياتوي : ((زموږ اکثره استادان له پوهنتونونو څخه فارغ دي، خو يو شمېر شته چې هغوى ډېر لوړ تعليمات نه دي کړي.))
د لغمان د مهترلام د روښان لېسې استاد سيد غني وايي ، يو شمېر استادان شته چې له دوولسمو ټولګيو څخه فارغ دي ، خو په دې وروستيو کې مسلکي او ليسانسه استادان ورځ تر بلې په زياتېدو دي.
نوموړى وايي: ((زموږ ښوونکي اوس تر ډيره مسلکي دي، پخوا به دوولسم پاسان زيات ول،مګر اوس يې زياتره د دارلمعليمنونو نه فارغ دي.))
دى وايي، يواځينۍ ستونزه ، چې دوى ورسره لاس او ګريوان دي هغه  د ودانيو نه شتون دى، چې دا ستونزه په ټول هېواد کې موجوده ده.
نوموړى وايي ، چې د پوهنې رياست له لوري بايدد ښوونکولپاره مسلکي ورکشاپونه په لاره واچول شي، تر څومسلکي وړتيا يې لوړه او ګټه ترې واخلي.
ده زياته کړه ، چې مسلکي ورکشاپونه ټولو ښوونکو ته اړتيا ده، چې بايد تبعيض په کې ونه شي.
ښوونکى نقيب الله وايي، چې د پخوا په پرتله په لغمان کې د پوهنې په برخه کې ستونزې کمې شوې دي، دى وايي چې پخوا ډېرو کمو ښوونځيو ودانۍ او مسلکي ښوونکي لرل، مګر اوس ډېرى ښوونځي له ودانيو برخمن دي  او يو څه اندازه مسلکي ښوونکي هم لري.
هغه زياته کړه: ((اوس کوښښ پکار دى، چې څنګه کولى شو د زده کړو کيفيت نور هم لوړ کړو.))
د سيمې روڼ اندي:
د ښوونيزو چارو کارپوه سيد اسلم غيور پژواک ته وويل ، چې په ښوونځيو کې بايد يو ځانګړى نظم او ډيسپلين موجود وي، نه دا چې د ښوونځي مدير په خپله لښته راخيستې وي او شاګردانو ته بد رد وايي.
دى زياتوي: ((بايد خبره مدير ته پاتې نه شي، چې په د شاګردانو پسې ګرځي او له تفريح وروسته به يې راټولوي، بايد دوى داسې تربيه شي چې هېڅ خبره لښتې ته پاتې نه شي.))
نوموړى د پوهنې رياست پر چارواکو غږ کوي، چې په ښوونځيو کې دې د نظم پر يوه ځانګړي قانون کار وکړي ، تر څو په ټولو ښوونځيو کې عملي شي او د ګډوډۍ مخه ونيول شي.
ده وويل: (( په اوس وخت کې چې موږ ډېر رنج وړو هغه په ښوونځيو کې بې ډيسپليني ده، ښوونکى يې په ټولګي کې ولاړ وي، مګر دا په موبايل کې ګوتې وهي.))
دى پر ښوونکو هم ټينګار کوي، چې د هر ډول موثقو ميتودونو څخه دې د زده کړې په بهير کې ګټه واخلي او کوم يو چې د زده کوونکو لپاره ګټور تماميده ، بايد له هماغه ګټه واخلي.