لغمان ( پژواک،٢٥، غبرګولى،٩٢): د لغمان چارواکي وايي ، چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله اتيا سلنه امنيت ښه شوى، د مرکز او ولسواليو تر منځ ټولې تړل شوې لارې پرانيستل شوې دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوسمهال د لغمان ولايت د ټولو ولسواليو لارې په بشپړه توګه خلاصې دي.
هغه وايي، چې پخوا يواځې له مهترلام ښار  څخه قرغيو ولسوالۍ ته غځېدلې لويه لاره خلاصه وه او نورې ټولې لارې تړل شوې وې.
د امنيه قوماندان په خبره، چې په دې وروستيو کې په لغمان کې د ولايتي ادارې او امنيتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ او ښو اړيکو امنيتي وضعيت ښه کړی او له امله يې په لغمان کې ٩٠% امنيت ټينګ شوی دی.
دى وايي، په دې وروستيو اوو مياشتو کې د لغمان په امنيت کې په بشپړ ډول بدلون راغلى، چې لامل يې ښه همغږي او د سيمه ييزو پوليسو فعاليدل دي.
هغه زياته کړه: (( په تېرو اوو مياشتو کې موږ وسله والو ته سخته ماتې ورکړې، چې شاوخوا ٨٠ تنه يې وژل شوي او تر سلو يې زيات ټپيان دي.))
شېرزاد وايي، اوس يواځې يو رينجر موټر کولى شي ، چې تر بادپښ ولسوالۍ پورې له يوه ساتونکي سره لاړ شي.
د هغه په خبره، دا مهال د لغمان په ټولو ولسواليو کې سيمه ييز پوليس فعال شوي ، چې پر امنيت يې ډېر ښه اغېز ښندلى دى.
د امنيه قوماندان په وينا، چې له دې وړاندې د لغمان امنيتي ځواکونه په دفاعي چارو بوخت و ، خو اوسمهال ټول امنيتي ځواکونه په امنيتي برخه کې په پرمختيايي چارو بوخت دي.
مل پاسوال فضل احمد شېرزاد زياتوي، چې مخکې به وسله والو امنيتي ځواکونو؛ خو اوس پوليس وسله والو ته په کمين کې کېني.
نوموړى وايي، چې دا مهال په لغمان ولايت کې ٨٥٠ سيمه ييز پوليس فعال دي ، چې د امنيت په ټينګښت کې هڅې کوي؛ خوزياتوي، چې له امنيتي ځواکونو سره د پخوا په پرتله د ولسونو همکاري هم زياته شوې ده.
د لغمان امنيه قوماندان، په دې ولايت کې د جنايي جرمونو په اړه وويل، چې اوس دغه پېښې ډېرې راکمې شوې دي.
د هغه په خبره، په تېره مياشت کې د قتل ايله يوه قضيه له پوليسو سره ثبت شوې، چې قاتل يې هم نيول شوی دی.
شېرزاد ډاډ څرګند کړ، چې د ټاکنو لپاره د بشپړ امنيت ساتلو ته چمتو دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک هم وايي، چې په لغمان کې امنيتي وضعيت ښه شوى دى.
هغه وويل، دا مهال د لغمان ٨٥% سيمې د حکومت په ولکه کې دي؛ خو وايي، چې د ټولو ولسواليو لارې خلاصې شوې دي.
ځواک وايي، چې پخوا د دولت شاه، اليشنګ، الينګار او بادپښ ولسواليو او يو شمېر نورو سيمو ټولې لارې تړل شوې وې او په پراخه توګه د وسله والو فعاليت په کې موجود و، خو اوس ټولې لارې خلاصې شوي او په اسانۍ سره په کې خلک تګ راتګ کوي.
د ده په خبره، په لغمان کې سيمه ييزو پوليسو ښه پايله ورکړې او د امنيتي وضعيت په ښه والي کې يې اغېزمن بدلون راوستی دی.
نوموړى وايي، امنيتي ځواکونه يې په پام کې لري، په هغو سيمو کې د وسله والو خلاف چاڼيز عمليات تر سره کړي، چې وسله وال په کې شتون لري.
د لغمان د ولايتي شورا منشي ګلزار سنګروال پژواک ته وويل، چې په لغمان کې د پخوا په پرتله نسبي امنيت ښه شوى دى، خو لا هم په يو شمېر ولسواليو کې ستونزې شته چې بايد حل شي.
دى وايي، له دې وړاندې د ولايتي ادارې او ولسونو تر منځ واټن ډېر و، د هېڅ يوې امنيتي او يا هم کومې بلې ادارې سره همغږي نه وه موجوده، خو په دې وروستيو کې ټولې ستونزې هوارې شوي، چې پر امنيت يې مثبت اغېز کړی دی.
سنګروال وايي، څو مياشتې وړاندې په لغمان کې د ادارو تر منځ تربګني روانه وه، چې ګڼ مشکلات يې راولاړ کړي و او امنيت يواځې د مهترلام تر ښاره محدود شوى و.
سنګروال زياتوي، پخوا به په هره سيمه کې وسله وال موجود وو، خو اوس يواځې په لرې پرتو درو کې مېشت دي.
په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازې زيفنون ساپۍ هم د لغمان امنيت تر پخوا ښه بولي او وايي، چې د ولايتي چارواکيو په بدلون سره په دغه ولايت کې امنيتي حالات تر پخوا ډېر ښه شوي دي.
نوموړې وايي: ((په نورو ولايتونو کې دې هم دا ډول چارواکي په دندو وګومارل شي، څو د ادارو تر منځ همغږي رامنځته کړي.))
ساپۍ زياتوي، چې که په هر ولايت کې ادارې سره همغږې وي،نو امنيتي ستونزې په کې کمېږي.
د الينګار د ارمل اوسېدونکي رسول خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پخوا يې په سيمه کې وسله وال په ازادنه ډول ګرځېدل؛ خو د سيمه ييزو پوليسو په فعالېدو سره يې اوس په سيمه کې وسله وال نشته.
دى وايي، وروستيو پوځي عملياتو د الينګار ولسوالۍ په ټولو سيمو کې امنيتي وضعيت ښه کړی دی.
رسول خان زياته کړه، يو مهال به هره ورځ وژنې او چاودنې وې؛ خو اوس وضعيت ارامه او خلک په ډاډه زړه په خپلو چارو اخته دي.
نوموړي پر ولايتي ادارې غږ وکړ، هغو سيمو ته دې هم خپل ځواکونه واستوي، چې نسبتاً نا امنه دي ، څو دغه ولايت د وسله والو له ګواښه په امن شي.
د مدني ټولنې فعاله شکېبا غورځنګ وايي، چې په لغمان کې امنيت ښه دی او په ډاډه زړه لرو پرتو ولسواليو ته تګ راتګ کوي.
هغه زياتوي، دوی اوس په دولت شاه، پادپښ او نورو سيمو کې د عامه پوهاوي چارې پرمخ وړي.
د شکېبا په خبره، چې ځينې وختونه له ناامنه سيمو څخه وسله وال امنو سيمو ته راځي او وېره خپروي، چې دولت بايد د دغسې چارو په مخنيوي کې جدي اقدامات وکړي.
نوموړې زياته کړه، دولت دې په ناامنو سيمو کې پراخه عمليات وکړي، تر څو لغمان له وسله والو خلاص شي.
د دولت شاه ولسوالۍ د شکرمان اوسېدونکى عاکف الله وايي،که څه هم په دغه ولسوالۍ کې يو نيم وسله وال شتون لري؛ خو د پخوا په پرتله يې امنيتي وضعيت ښه شوی دی.
نوموړي وويل، لا هم په يوشمېر سيمو کې وسله وال مخالفين فعاليت کوي؛ خو اوس يې فعاليت د پخوا په شان ګړندى نه دى.
ده زياته کړه، د پوليسو په تشکيل کې زياتوالى راغلى او بله دا چې د ترسره شويو عملياتو په ترڅ کې ګڼ وسله وال ووژل شول.
عاکف الله وايي، نور ولسونه له ناامنۍ څخه تنګ شوي او له دولت سره د امنيت په راوستو کې مرسته کوي.
ياده دې وي ،لغمان پر مرکز سربېره پنځه ولسوالۍ لري، چې اوسمهال يې ټولو ولسواليو ته لارې خلاصې دي او د ځايي چارواکو په و ينا، يواځې په څو درو، سنګره، شمټک، ګل ارام او نورو کې وسله وال شتون لري.