محمدي: د کوچيانو او هزاره وو  شخړه سياسي پروژه ګرځېدلې

ميدانښار (پژواک، ٦ زمرى ٩٤): د ولسمشر حقوقي سلاکار وايي، په ميدان وردګو ولايت کې د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ شخړه سياسي پروژه ګرځېدلې او په مناسب وخت کې به په دې اړه له ملت سره پوره معلومات شريک کړي .
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر حقوقي سلاکار ډاکتر عبدالعلي محمدي نن  ميدانښار ته راغلى و او په هغې غونډه کې يې ګډون وکړ‌ چې په کې والي، د ولايتي شورا غړو، عدلي، قضايي، د امنيتي ادارو مسوولينو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
محمدي دې غونډې ته د وينا پر مهال په ډاګه کړه چې د کوچي او هزاره اوسېدونکو تر منځ شخړې د يوې سياسي پروژې بڼه غوره کړې او يو شمېر کسان د دې پروژې سوداګر دي.
نوموړي زياته کړه چې په مناسب وخت کې به د دغو سياسي خلکو په اړه چې له دې شخړې يې پروژه جوړه کړې، معلومات له ملت سره شريک کړي .
حقوقي سلاکار وايي چې ولسمشر په دې اړه جدي کار پيل کړى، تر څو د ټول هېواد په کچه د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ شخړه په بشپړ ډول هواره کړي او په دې برخه کې بېلابېلې کمېټې ټاکل شوې چې د زيانونو، ځمکو معلومولو او نورو برخو کې کار ترسره کوي .
د ولسمشر حقوقي سلاکار د ميدان وردګو ولايت چارواکو، مسوولينو او ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د نورو سربېره په عدلي او قضايي برخو کې ولسمشر له بېلابېلو لارو څخه زيات معلومات تر لاسه کړي او دى به د دغه سفر په ترڅ کې ولسمشر ته نور معلومات هم ورسوي.
د ميدان وردګو والي حيات الله حيات له ولسمشر څخه مننه وکړه چې د عدلي او قضايي ستونزو د څېړنو په موخه يې خپل حقوقي سلاکار دغه ولايت ته را واستاوو .
ده زياته کړه، د کوچيانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ په دې وروستيو کې کومه تازه پېښه نه ده رامنځته شوې خو له ټاکل شوو کمېسيونونو څخه هيله لري چې خپلو چارو ته دوام ورکړي او دې ستونزې ته اساسي حل لاره چاره ولټوي .
د والي په وينا، په دغه ولايت کې د دوسيو د پر مخ وړلو په موخه د مدافع وکيلانو کموالی، د يو شمېر دوسيو ځنډنۍ څېړنې، په هغو ولسواليو کې چې امکانات برابر دي د څارنوالۍ او محاکمو د فعاليتونو نه شتون او قاضيانو او څارنوالانو ته پوره سهولتونه نه برابرېدل په عدلي او قضايي برخه کې د دغه ولايت عمده ستونزې دي .
حيات زياته کړه چې د حکومت ټولې کړنې بايد د ولسونو د باور ترلاسه کولو په موخه ترسره شي او لازمه ده چې په عدلي او قضايي برخه کې هم د ستونزو په حل کولو سره د ولسونو باور ترلاسه کړي.
د ميدان وردګو د ولايتي شورا مرستيال مسعود شينزي غونډې ته د وينا پر مهال د دغه ولايت پر عدلي او قضايي ارګانونو نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې په دې ادارو کې زياتې ستونزې شته.
هغه زياته کړه چې په دې ادارو کې منشيان او ټيکه داران شتون لري او د خلکو د دوسيې پر مخ وړلو لپاره پيسې اخلي.
نوموړي د ولسمشر له حقوقي سلاکار وغوښتل چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې ژر تر ژره اصلاحات رامنځته کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.