New Paktika prosecutor vows to banish graft

 
ښرنه (پژواک ٥ وږى ٩٢): د پکتيکا د محکمې  نوی رييس وايي، د قانون د حاکميت او اداري فساد د له منځه وړو لپاره به جدي هڅې وکړي اوعدالت به رامنځته کړي.
د پکتيکا د استيناف محکمې نوي رييس قضاوتپوه سيدعالم دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سر ه په ځانګړې مرکه کې وکړې.
نوموړی زياتوي، زما لومړنۍ موخه د قانون پلي کول او د قوانينو په برخه کې د خلکو او قضايي ادارو د کار کوونکو پوهاوی او ظرفيت لوړول دي.
سيدعالم د پخواني رييس عبدالحکيم کونړي له فعاليتونو هم يادونه وکړه او ويې ويل، دی به هم هڅه وکړي، چې د پخواني رييس په څېر د قانون د حاکميت لپاره کار وکړي او هغو خلکو ته، چې غواړي د هېواد امنيت خراب کړي له قانون نه به تېر نه شي  او د قانون  مطابق به سزاورکړي.
 دی وايي، په خپله اداره کې به  د چا واسطه، زور او رشوت ونه مني.
د محکمې رييس وايي: ((زه به هڅه وکړم، چې دلته علني محکمې جوړې کړم، څو خلک او په خپله محکوم شوي کسان په دې پوه شي، چې قضا څه ده؟ عدل څه شی دی او په کوم جرم د کومو مستندو دلايلو له مخې مجرم څه ډول مجازات شو؟))
د پکتيکا د مرکز  ښرنې اوسېدونکی او د ځوانانو ټولنې غړی محمدالله همتيار، چې د محکمې د  رييس د پېژندګلوۍ په غونډه کې يې ګډون کړی و، پژواک ته وويل، اوسمهال په  پکتيکا او د هېواد په نورو برخو کې اداري فساد اوج ته رسېدلی او په هره اداره کې فساد شتون لري.
خو نوموړي وويل، له قضايي ارګانونواو څارنوالۍ څخه يې هيله  دا ده،  چې دوی بايد دې چارې ته پوره ځير شي او څوک پرې نه ږدي چې خيانت وکړي.
دی زياتوي، علني محکمې  دې جوړې شي، څوک چې فساد  او له هېواد سره خيانت کوي بايد د خلکو پر وړاندې افشا شي ، څو نورو ته  د عبرت درس وګرځي.
د پکتيکا يو بل اوسېدونکى سيد ګلاب هم وايي، محاکم په هېواد کې مهم ارګانونه دي، دوی د عدل او انصاف په پلي کولو او د ناوړه کارونو په مخنيوي کې کارکوي.
ګلاب وويل، دغه ارګانونه  بايد په خپله برخه کې د وړ کارونو په ترسره کولوسره د جرمونوکچه ټيټه کړي او د اداري فساد مخه ونيسي.
دى له نوي رييس څخه  غوښتنه کوي، چې خپلو کارونو ته پوره متوجه شي ، عدل دې قايم کړي او حق دې حقدار ته وسپاري، څو دولت د خلکو باور ترلاسه کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.