د پکتيکا ولايتي شورا نهه غړي چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې څلور پخوانيو غړو يو ځل بيا دې شورا ته لاره ومونده. د شورا د غړو ترمنځ په داخلي ټاکنو کې لاندې کسان د اداري پلاوي د غړو په توګه وټاکل شول.
رييس: افسر خان سليمانخېل
مرستيال: عزيز ارګونی
منشي: نعمت الله بابری
 
١- افسرخان سلیمانخیل:
افسرخان سليمانخېل د ولسي جرګې د غړي محمود خان سليمانخېل زوى دى، چې په ١٣٦٠ هجرى لمريز کال کې د جاني خېل ولسوالۍ د جلالزو په کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي د پکتيکا د مرکز ښرنې د مرکز د علي بابا په لېسه کې زده کړې کړې دي او د همدې ولايت د حسابدارۍ له انسټيټيوټ څخه فارغ شوى دى. سليمانخېل وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي د پکتيکا د ګمرک امر وو. سليمانخېل د شورا د غړو ترمنځ په ټاکنو کې د رييس په توګه غوره شو.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٠٠١٣٦٠٩
٢- فضل الرحمن کټوازی:
فضل الرحمن کټوازى د حاجې ګل احمد زوی دى، چې په ١٣٥٣ کال کې د پکتيکا د جاني خېلو ولسوالۍ د جاني خېلو په کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي د دوولسم ټولګي په کچه اسلامي تعليمات کړي دي. کټوازي د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم غړيتوب درلود او ددې شورا د مرستيال په توګه يې دنده ترسره کړې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٣٨٥٥٦٩
٣- بختیار ګل همت:
بختيارګل همت د حاجي سلطان محمد زوى دى، چې په ١٣٦١ هجري لمريز کال کې د پکتيکا د زېړوک ولسوالۍ په دورژانه کلي کې زېږېدلى دى. همت په کابل کې د دعوت له لېسې فارغ شوى دى. نوموړى وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، د يوه شخصي ساختماني شرکت مسوول وو.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٠٠٠١٠٨٠
٤- عبدالمبین فقیرزاده:
مبين فقيرزاده د محمد يعقوب زوى دى، چې په ١٣٥٥ کال کې د ارګون ولسوالۍ په چانه کې زېږېدلى دى. نوموړى د پېښور په التقوا لېسه کې تر دوولسم ټولګي زده کړې کړې ده. مبين زاده د ولايتي شورا پخوانى غړى دى او په تېره دوره کې يې د رييس په توګه دنده ترسره کړې ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٧٢٥٣٩٧٠
٥- نعمت الله بابری:
نعمت الله بابری د ملک صاحب خان زوی دى، چې په ١٣٦١ کال کې د ګومل ولسوالۍ په شکين کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي د شکين په لېسه کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. بابري وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، د شکين ولسوالۍ د ځوانانو د ټولنې مشر وو. نوموړى د داخلي ټاکنو په ترڅ کې د ولايتي شورا منشي وټاکل شو.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۸۰۰۴۹۷۷
٦- عزیز:
عزيز د تازه ګل زوی دى، چې په ١٣٦٣ کال کې د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ د بونډې په کلي کې زېږېدلى دى. عزيز په پاکستان کې د سياسي علومو په برخه کې د ليسانس تر کچې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړى وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړي کومه رسمي دنده نه ده ترسره کړې.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۷۹۴۷۶۰۸
٧- حنیفه کټوازۍ:
حنيفه کټوازۍ د عباس لور ده، چې په ١٣٥٣ کال کې د خيرکوټ ولسوالۍ د ملېزو په کلي کې زېږېدلې ده. کټوازۍ د کابل له زرغونې لېسې فارغه شوې ده. نوموړې د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم غړيتوب درلود او د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې يو ځل بيا بريالۍ شوه.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٧١٣٦١٢٤
٨- دیانا صاحب زۍ:
ديانا صاحب زۍ د روزي جمعه لور ده، چې په ١٣٢٥ کال کې د ارګون ولسوالۍ د شيخانو په کلي کې زېږېدلې ده. صاحب زۍ د کابل د طلوع افتاب خصوصي په لېسه کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. نوموړې د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم غړيتوب درلود.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٠٧٤٧٤٨٠
٩- عبدالجليل خروټی:
عبدالجلیل خروټی د حاجې عيد محمد زوی دى، چې په ١٣٦٣ کال کې د پکتيکا ولايت د ګومل ولسوالۍ د لالي خېلو په کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي د پاکستان په مظهرالعلوم مدرسه کی  تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۹۹۶۹۱۲۹